تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: د سوداګرۍ او صنایعو خونې پر پاکستان غږ کړی چې ژر تر ژره دې د تورخم دروازه د توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانیزي.
د افغانستان د سواګرۍ خونې په یوه اعلامیه کې ویلي، کورونا نړیواله وبا ده او ځینو هیوادونو د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ترانزیټي لارو تدابیر نیولي دي او له همدې کبله د تورخم لاره هم تړل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي د د غې لارې تړل کېدو افغانستان او پاکستان ته درانه مالي زیانونه اړولي دي: (( که دغه لار خلاصه او د ټرانزیټ په برخه کې صحي تدابیر ورته ونیول شي ګټه به یې دواړو لوریو ته ورسېږي، یا دې بل میکانیزم ورته جوړ شي.))
د سوداګرۍ خونې د پاکستان د صنایعو او سوداګرۍ خونو له فډراسیون، د پاکستان له حکومت، په پاکستان کې له افغان سفارت او له سوداګرۍ وزارت څخه غوښتي دي چې د لارې تړل حل لاره نه ده بلکې په یو بل میکانیزم دې غور وکړي، تر څو ټرانزیټ بند نه شي او د کورونا مخنیوی هم وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د سپین بولدک دروازه یې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې ده، خو د تورخم دروازې په اړه لا تر اوسه دواړو لوریو ته اقدامات نه دي شوي.