تاند- د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د نړیوالې سوداګرۍ خونه به ژر په کابل کې خپل استازندوی دفتر پرانیزي.
د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ/ جولای۲۷/ وویل چې د نړیوالې سوداګرۍ خونې د خپلې دې پرېکړې په اړه دوی ته یو لیک استولی دی.
د سوداګرۍ نړیوالې خونه په دې اړه د جون په ۱۵مه د برازیل په ساوپاولو کې پرېکړه کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د استازندوی دفتر پرانستنه به د افغانستان د خصوصي سیکتور او دې نړیوالې خونې ترمنځ همکاري زیاته کړي او دغه راز به له نړۍ سره د افغانستان سوداګري زیاته کړي.
د سوداګرۍ نړیواله خونه (ICC) په ۱۹۱۹ کې، له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ په کال جوړه شوې خو تراوسه پوري یې په نړۍ کې د خصوصي سیکتور د یوه مهم سیکتور په توګه په نړیواله کچه په سوداګري راکړو ورکړو کې د اسانتیا او چټکتیا په راوستلو کې مهم رول لوبولی او په عین حال کې د نړیوالې سوداګرۍ د قضاوت د یو مهم مرکز په توګه تثبیت شوې ده.
د سوداګرۍ نړیواله خونه په ۱۳۰ هیوادونو کې تر شپږ نیم ملیون زیات غړي لري. د دې خونې په غړیو کې ستر شرکتونه، متوسطې موسسې او تجارتي مرکزونه دي.
زموږ د ګران هیواد د سوداګرۍ او اقتصاد د پیاوړتیا د پاره ګټور ګام