تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر اجمل احمدي وايي، تېر کال له امنیتي ستونزو سره سره افغانستان تر حده زیات سوداګریز پرمختګ کړی دی.
ښاغلي احمدي تېره ورځ په انګلستان کې د افغانستان- بریټانیا دویمې ګډې سوداګریزې غونډې ته په وینا کې له بریټانوي پانګه والو وغښتل چې په افغانستان کې دې پانګونې ته راوړاندې شي، ځکه د ده په وینا د افغانستان بازارونه لا هم پراخ او تازه سوداګریز فرصتونه لري.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور هم ټینګار کړی دی چې د سولې روانې پروسې افغانستان ته د پانګه والو لیوالتیا زیاته کړې ده.
د افغانستان او بریټانیا ګډه سوداګریزه غونډه تېره ورځ د افغانستان د پنځو وزیرانو، ګڼو پانګه والو او سوداګرو په ګډون له بریټانوي چارواکو او پانګوالو سره په لندن کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې زیاتره بحثونه په اقتصادي برخه کې په بانکدارۍ، بیمه او مالي چارو وشول.
افغانستان او بریټانیا دا ډول لومړۍ غونډه تېر کال ترسره کړې وه.