د سوریې د پوځ مشر عماد علی عبدالله ایوب له سرتېرو سره د روغبړ پر مهال

منبع: الجزیره نيټ

ژباړه: اشرف وحدت

که څه هم  د ۲۰۱۱ کال له مارچ له میاشتې راهیسې په سوریه کې د پاڅون له امله د سوري پوځ وړتیاوې نیمايي ته راښکته شوې دي، مګر د لندن د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز د تحقیقاتو له مخې، لا هم دغه پوځ له نظري پلوه، د عربی نړۍ په کچه یو قوي پوځ بلل کېږي.

د هغه راپور پر اساس، چې په ۲۰۱۳کال کې د دغه مرکز له خوا د عسکري وړتیاوو په اړه خپور شوی، له نظري پلوه د سوریې د ټول پوځ شمیر ۱۷۸ زره ښودل شوی دی، چې ۱۱۰ زره یې ځمکني، پنځه زره سمندري، ۲۷ زره هوايي او ۳۶ زره د هوايي دفاع په برخه کې دنده لري.

د دغه مرکز په راپور کې ویل شوي، چې په سوریه کې د جګړو له پیل وروسته، په پوځ کې د درز د رامنځته کېدو، تیښتې او هغو زیانونو له امله، چې دغه پوځ ته اوښتي دي، د سوریې د پوځ نظري وړتیاوې آن نیمايي ته را ټیټې شوې دي.

پوځي تجهیزات

پوځ پر روسي تجهیزاتو سمبال دی، چې په دغه هېواد کې يې له شخړو مخکې ۴۹۵۰ ټانګونه درلودل.

د یاد شوي مرکز له خوا د پوځي وړتیاوو راپور ښيي، چې دغه شمېر د روانې کورنۍ جګړې په نتېجه کې ډېر راکم شوی دی، د دغه راپور په اساس، د سوریې پوځ په حلب کې د توغندیو یوه لویه زېرمه هم لري.

هوايي ځواک یې په ۲۰۰۹ کال کې ۳۵۶ جنګي الوتکې درلودې، چې  د دغه ۵۵۵ ډوله الوتکو لویه برخه یې، د شوروي ساخت دي.

باید وویل شي، چې دغه ارقام په سوریه کې تر جګړې وړاندې ترتیب شوي دي، چې اوس دغه ارقام ډېر راښکته شوي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو دغه مرکز وایي، چې د دغه هوايي ځواک یوه لویه برخه یې لازمې وړتیاوې نه لري، مګر د هوايي دفاع قوتونه د روانې کورنۍ جګړې له امله ډېر زیانمن نه ښکاري او زرګونه روسي ساخت له ځمکې څخه هوا ته ویشتل کېدونکي توغندي لري، چې ځینې یې نوي او فعال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *