لس کاله مخکې د منځني ختیځ سیمه له پوره امن او ثبات څخه برخمنه وه. . په منځني ختیځ کې یوازینی هیواد عراق و چې د امریکا له یرغل سره مخامخ شوی و او په نتېجه کې یې د صدام حسین حکومت راپرځول شوی و. په ۲۰۰۶ کې د اسریلو او لبنان تر منځ جګړه د حزب الله په ګټه تمامه شوه. په منځني ختیځ کې د ۱۹۴۸،۱۹۵۶،۱۹۶۷،۱۹۷۳ او ۱۹۸۲جنګونو وروسته لمړی جنګ وو چې د اسرائیلو په ماتې تمام شو. د دې جنګ ګټلو د منځني ختیځ هیوادونو ته یو ډول احساس پیدا کړو چې د اسرائیلو ځواک او شتون یې تر سوال لاندې راوست. سره له دې چې اسرائیلو په بې رحمانه توګه د لبنان ټولې ودانې او کورونه له منځه وړې وو او زیات بې ګنا خلک یې د حزب الله ډلې په نامه ووژل خو بیا هم خپل هدف ته و نه رسیدل. د حزب الله ډلې مشر نصر الله په لبنان کې اعلان وکړ چی ټول هغه کورونه او ودانې به بیرته په خپل لګښت جوړوي چې کومې د اسرائیلو له لاسه ویجاړ شویدې چې همدې اعلان نصر الله د حزب ډلې مشر نور هم په لبنان کې د مسلمانو اوعیسویانو په منځ کې مشهور کړ.

په همدې مهال کې اسرایلي رسنیو یو راپور خپور چې له مخې یې د اسرائیلي پوځ لوی درستیز په شمول یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفاوې کړې وې. ځکه په دې جګړه کې اسرائیلو ته پنځه میلیارده ډالر تاوان اوښتی و. په دې سربېره یې تر سلو زیات پوځيان او په سلګونو ملکي وګړي وژل شوي وو. د دې شکست له امله اسرائیل پدې لټه کې شول چې د شکست اصلې عوامل پیدا او د حزب الله ډلې بشرې ځواک، ملاتړ کونکي او پوځي مهمات وڅیړې. په ورته وخت کې اسرائیلو سوریې سره د ګولان د لوړې څوکې په دښمني درلوده چې په ۱۹۶۷ کې یې د یوې جګړې په ترڅ کې له سوریې څخه نیولې وه. او په ۱۹۷۰ کال کې همدا څوکه په اسرائیلو پورې وتړل شوه .چې دغه فیصله سوریی ته د منلواو زغملو وړ نه وه. سوریې چې لویدیځ ته لبنان او اسرائیل موقعیت لرې او لبنان سره یې نږدې اړیکې پاللې او یو له بل سره یې ستراتیژیکه ملګرتیا وه، له همدي ستراتیژیکې ملګرتیا څخه ایران ګټه واخیسته او د سوریې له لارې یې لبنان حزب الله ډلې ته بشري ځواک، مرستې او مهمات ولیږل.

ایران او سوریه له ډير پخو د یو بل ستراتیژیک ملګري و، چې اکثره وخت سوریه په منځنې ختيځ کې د شاهي نظام خلاف و او د ایران ګټو ته به یې لیوالتیا ښوده او د ایران ګټو پلویتوب به یې کوه. د سوریې ملاتړ له ایران څخه په منځنې ختیځ هیوادونو کې تشویش پیدا کړې وو ځکه چې دواړه هیوادونه پدې هڅه کې و چې شعیه مذهبي رهبران قدرت ته ورسوې او په منځنې ختیځ کې د شعیګانو پرمختګ لپاره هر اړخیز کار وکړې چی ښه مثال یې عراق او یمن دی. عراق هم د مذهب او قومي تعصباتو له امله کړیږې او نن سبا یمن کې هم د شعیه او سنې مذهبو په قدرت سره جنګ دی. سوریه په منځنې ختیځ کې ستراتیژیک اهمیت لري ځکه چې ختیځ خواته یې مدیترانې سیند دی چې همدې ستراتیژیک موقعیت امله ایران او روسیې ته زیات اهمیت لري. د سوریې جنوب ته عراق او اردن هیوادونه پراته دي. اردن په سوریه کې د ایران لاسوهنو په تشویش کې کړی و. او خپله ټوله اتکا یې په سعودي عربستان او قطر باندې وکړه چې په منځنی ختیځ کې د ایران د نفوذ مخه ونیسې او خپل شاهی نظام له هر تهدید څخه وساتې چې امریکا ته یې هم د ځان ساتلو لپاره ورنږدی کړ. شمال خوا ته یې ترکیه موقعیت لرې.چې پخوا یې اړیکې مثبتې او ښې وې خو په ۱۹۹۸ کال کې د کردانو د ملاتړ په سر یې له سوریې سره اړیکې کمزورې او پیکه شوې. خو په ۲۰۰۹ کال کې د بشارالاسد سره د سیاسې ستراتیژیک همکاریو تړون لاسلیک کړ.

کله چې په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا سناتور او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید جان مکین له اسرایئلو لیدنه وکړه چې زیاتو لیکوالانو له راپور له مخې اسرایئلو په امریکا باندې فشار راوړی چې په سوریه باندې یرغل وکړې او بشارالاسد له واک څخه لېرې کړي. پس له دوه کلونو څخه په منځني ختیځ په ځانګړي ډول په سوریه کې حالات ورځ تر بلې کړکېچنېدل، ځکه خپلو عامو وګړو سره یې په اقتصادي او سیاسي برخو کې تر سره کړې ژمنې پوره نشوای کړای. له بل لورې د سوریې په سیاسي ډګر کې اپوزیسیون هم د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو په موخه عکس العمل ته مجبور و. کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د حکومت لخوا تقریبآ ۱۶ د ښوونځې ماشومان د سوریې په دیرآ سیمه کې اختطاف کړل شول، د سوریې اپوزیسون سولیېزه مظاهره د ماشومانو خلاصولو لپاره وکړه چې د سوریې پوځ له ډزو سره مخامخ شول او ځینې مظاهرچیان یې ووژل. له دې وروسته د جنازې په مراسمو هم ډزې وشوې چې یو کس په کې ووژل شو. د حکومت خلاف ډلې پدی عمل سره د بشارالاسد په خلاف مظاهرو ته زور ورکړ چی بشارالاسد د له واک څخه استعفا ته اړ کړي. ولسمشر بشارالاسد د اصلاح راوستلو وعدې له مظاهرچیانو سره وکړې خو همدې وخت کې یوه کوچنې ډله چې د اپوزیسون او نورو مختلفو سیاسې کړیو له ملاتړه برخمنه وه چې د بشارالاسد په خلاف او د ازادۍ غوښتلو پخاطر جنګ میدان ته راووتل چې په ډیر کم وخت کې یې زیات نفوذ پیدا کړ.

د همدې ډلې سره د النصره ډله هم یو ځای شوه چې د امریکا ،انګلستان په شمول د سیمې هیوادونو د خپلو ملې ګټو او اهدافو لپاره همدې ډلې سره مرستې ته چمتو شول چې بالاخره د اسلامي خلافت ډله چې د بشرې ځواک او مهماتو څخه پوره برخمنه وه په سوریه کې راڅرګند شول. همدې ډلې د بشار په ضد جنګ ته دوام ورکړ،چې ډیر کم وخت کې یې مهمې او ستراتیژیکی سیمې له حکومت څخه ونیولې چې همدې سیمو کې اسلامی خلافت خپل حکومت یا خلافت اعلان کړ. لکه څنګه چې اسلامی خلافت په عراق ،لیبیا او تونس هیوادونو کې زیاتې سیمې د دوی تر تسلط لاندې وې، د انګلستان په شمول امریکا د سوریې اپوزیسون ډلې سره هر اړخیز کومکونه وکړل ځکه چې سوریې حکومت روسیې ته په نږدې کیدو واو همدارنګه بشارالاسد اسرائیلو سره د ګولان لوړې څوکې غوښتلو پخاطر له نړیوالو کومک غوښته چې امریکا د اسرئیلو په ملاتړ باندې د سوریې بې ثباتۍ ته لمن وهل پيل کړل. ترکیه په سیمه کې د امریکا او روسې تړون ملاتړ کوې او د اسلامې خلافت ډلې له لارې په میلیاردونو ډالرو ارزښت ګټه تر لاسه کړي او په سوریه کې خپل نفوذ پياوړی کړي. ایران هم سوریې سره له نږدې اړیکو ګټه پورته کړې او د اسلامي خلافت په پلمه یې سوریې ته خپل ځواکونه استولي. سعودی عربستان او قطر د اسلامې خلافت په مالې ملاتړ تورن شوی دی. حزب الله ډلې پشمول ایران او روسیه د خپلو ګټو او اهدافو پخاطر له سوریې سره ودریدل او هر اړخیز کومکونه یې ورسره وکړل چې بشارالاسد په واک کې وساتي. روسیه غواړې چې د مخالفینو دریځ کمزوری کړي او په لاکتیا کې خپله پوځي اډه خوندې وساتي.

همدارنګه مسکو او دمشق څو لسیزو نه سره متحدین دي چې سوریه د روسیې وسلو او مهماتو صادرونکی هیواد دی.

.په سوریه کې د روسیې د اصلي اهدافو یو دا دی چې د امریکا او د اروپايي ټولنې څخه د اوکراین په سرامتياز تر لاسه کړي، په سوریه پوځ کې خپل نفوذ بیرته راژوندی کړي، روسیه د اسرائیلو ته وښیې چې په سوریې پوځ کې خپل نفوذ له اسرائیلو ضد څخه وساتې، او همدارنګه کوښښ کوي چې سوریې کې د دوې ګټو په خلاف حکومت رامنځته نشې. ایران لنډ مهاله اهدافو ته په رسیدو باندې ځان روسیې ته نږدې کړی دی لیکن اوږد مهاله اهداف یې له روسیې سره په ټکر کې دې.ایران له یوې خوا روسیې څخه بشپړ لاره جلا کړې ده او د سوریې ضد مخالفینو په ضد یې د حکومت تر څنګ د جنرال عطا چې سوریه کې نفوذ لرونکې شخصیت دی د هغه مشرۍ لاندې د رضاکار په نوم ډله رامنځته کړې دي چې د عراق،لبنان ،افغانستان او مختلفو هیوادونو څخه یې ورته تقریبآ ۲۰۰۰۰۰ لکه جنګیالي راټول کړي چې د حکومت په مخالفینو ډلو پر ضد یې جنګوې، او د اسرائیلو ضد دریځ د سوریې په پوځ کی وساتې. د سوریه چې د سوړ یا د پردو جنګ سره مخامخ دي د پنځو کالو راهیسې تقریبا ۲۵۰،۰۰۰ زره ملکي خلک پکې ووژل شوي دي.

تقریبآ یولس میلیونه خلک خپلو ځایونو او کورونو پریښودو ته اړ شوي دي چې ۴،۵ میلیونه خلک اروپا، ترکیه، لبنان، اردن ته مهاجر شوي دي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي او ۶،۵ میلیونه خلک په سوریه کې ثبات او امن لرونکو سیمو ته کډه شوې دي چې دوه میلونه یې ماشومان دي. سوریه د نورو هیوادونو خپلو ګټو او اهدافو لپاره سوځیږې. تر څو پورې چې د سیمې هیوادونو په شمول د امریکا او اروپا ګټې خوندي نه وي او خپلو اهدافو ته رسیدلې نه وي تر هغې پورې به سوریه کې جنګ روان وي. سوریه د اروپا لپاره ترانزیت لاره چې تقریبآ تر ۳۰ فیصدو څخه نیولې تر ۴۰ فیصدو پورې ګاز او تیل د سوریې له لارې ورځي .اروپايې ټولنه پدې کوښښ کې ده چې د سوریې په منابعو او سرچینو باندې سرمایګذارې وکړې او له روسیې سره د تجارتې اریکې کمې کړي او له بحرین، اردن، قطر او عمان هیوادونو څخه ګاز او تیل واخلې او د سوریې له لارې یې اروپا سره ونښلوي چې یوه وجه همدا هم ده چې روسیه د سوریې حکومت ملاتړ کوي. ایران، روسیه او چین په لویه کې د امریکا او اروپا ټولنې لاس وهنو په منځنی ختیځ کې مخالف دې او د دوې مقابل کې سوریې سره هر اړخیز مرستو ته چمتو دې. ځکه چې د سوریې جغرافیې موقعیت ایران او روسیې ته زیات اهمیت لري او چین چی روسیې سره نږدې اړیکې لرې او دوست هیواد دی چې له روسیې سره ګډه پوله لرې او هم غواړې چې د سوریې جغرافیی موقعیت څخه ګټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *