تاند- د سوریې د حکومت مخالفانو د افغانستان له حکومته غوښتي چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون مخه ونیسي.
د سوریې اپوزیسیون دا غوښتنه د افغانستان له حکومت څخه په یوه لیک کې کړې ده.
د افغانستان د حکومت سرچینو هم تایید کړې چې د بشاراسد د رژیم د مخالفانو له لوري په یوه لیک کې دا ډول غوښتنه ورڅخه شوې ده.
ویل کېږي چې احتمالاً له ۸ زرو تر ۱۰ افغانان د سوریې په جګړه کې برخه لري. اکثره د ایران له لوري د بشار اسد د ملاتړ لپاره دغه هیواد ته استول شوي دي.
د سوریې د انقلابي ځواکونو ملي ايتلاف د قانوني کمېټې رييس هیثم مالح د افغانستان حکومت ته په استولي لیک کې ویلي:«افغان ملېشه له ۲۰۱۲ م کال راهیسي سوریې ته د مذهبي جنګ په نوم استول کېږي. دوی په خورا بې رحمۍ د سوریې د خلکو په ټولوژنه او جنګي جنایتونو کې لاس لري.»
مخکې په ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو چې د ایران سپاه پاسداران په ایران او حتي د افغانستان په ځینو ښارونو کې د سوریې د جګړې لپاره د جلب و جذب مرکزونه پرانستي او هغوی ته وايي چې د بي بي زینب د حریم یا زیارت ساتنه وکړي.
د روان میلادي کال په لومړیو کې د بشري حقونو د څارډلې یا هیومن رایټس واچ وویل چې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک په زرګونو افغانان د سوریې جګړې ته لېږلي دي. (تفصیل)
لوېدیځو ورځپاڼو هم په دې اړه ګڼ مستند راپورونه خپاره کړي دي. د ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې ایران د معاش او په خپله خاوره کې د دایمي اقامت د ورکولو په بدل کې افغانان سوریې ته لېږي چې د اسد لپاره وینې توی کړي.
ایران دا جګړه د شیعه ګانو د مقدسو امکاینو لپاره بولي.
په ایران کې په ځلونو د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د جنازې او فاتحې مراسم لیدل شوي دي.
راپورونه وايي چې د ایران سپاه پاسداران په ډېرو مواردو کې له مذهبي احساساتو څخه په استفادې افغانان د سوریې جګړې ته لېږي خو په ځینو مواردو کې د مهاجرو افغانانو له مجبوریته په استفادې هغوی سوریې ته لېږي.
د ایران حکومت دا ادعاوې ردوي خو په ځینو مواردو کې ایراني چارواکي تاییدوي چې افغانان په خپله خوښه د بي بي زینب د زیارت د ساتنې لپاره جګړې ته ځي.
د یو معقول انسان له نظره دا لعنتی او نیابتی جګړې د سیمی د خلګو د زیان او خوږ سبب ګرځېدلی دی او ګرځی
خو خبره پدې کی ده چه د بشار اسد مخالفین دا د نړیوال صهیونیزم او استعمار مزدوران او د هغوی استعمارګر باداران هغه وخت ولی پټه خوله ناست وه چه زموږ د وطن سرحداتو ته د عربی نړۍ څخه عاطلی او باطلی ږیری د جهاد په نوم را ولېږل شوې او موږ ته ئې یوه نړۍ ستونزی جوړی کړې؟
فکر کوم د افغانستان دولت او ولس د دغو شرخوښو ډلو مسوولیت نه لری .
دوی جنګی جنایت کاران او مسلکی انسان وژونکی دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو په وژنه ستړی شویدی . اوس یی د عربانو وژلو ته ملاتړلی ده . که چیرته د دغو خلکو ژوندی له جګړو بیرته راستنیږی دافغانستان دولت باید هغوی په اشد مجازات محکوم کړی