تاند- د اسلامي دولت په نوم سختدریځه ډله یا داعش ورځ په ورځ سیمې له لاسه ورکوي؛ خو په ګوم قیمت؟
د ښارونو د بشپړې ویجاړتیا او د زرګونو انسانانو د وینو د بهېدو په بیه.
دې ډلې د هر ښار او سیمې له نیولو وروسته د هغه ځای درست لرغوني او تاریخي اثار محوه کړي، د تمدن نښې یې له منځه وړي او بالاخره یې ښارونه په داسې حال کې پرې ایښي چې له دې ډلې څخه پاتې ځایونه په جګړه کې تباه شي.
تر دې هم لوی ناورین دا دی چې دا ډله د نورو سختدریځو ډلو په شان هره نادوده د اسلام په نوم کوي او خپل اعمال ورته سوچه اسلامي ښکاري.
دا د سوریې رقه ښار دی چې پر سر یې په جګړه کې بې شمېره بېګناه انسانان وژل شوي او لا هم وژل کېږي.