تاند- له ټولو نښو نښانو داسي ښکاري چې د سوریې پر رژیم د امریکا او د هغې د متحدانو حمله حتمي او ژر کېدونکې ده.

ولسمشراوباما پرن تایید کړه چې د سوریې د رژیم پر ضد به د کیمیايي حملې په بدل کې برید وکړي خو دا بریدونه به محدود وي.

ادعا کېږي چې د بشار اسد رژیم د روان اګست په یوویشتمه نېټه د خپلو مخالفانو او ملکیانو پرضد له کیمیايي وسلې څخه کار واخیست چې په نتیجه کې یې په سلګونو تنه ووژل شول.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د بشار اسد د رژیم له لوري د کیمیايي وسلې په حملې کې ۱۴۲۹ تنه وژل شوي دي.

د ښاغلي کیري له څرګندونو لږ وروسته اوباما وویل چې د سوریې د رژیم د کیمیايي وسلې حمله د امریکا د ملي امنیت ګټې ګواښي. ولسمشراباما وویل چې د سوریې پر خلاف برید به محدود وي.

د بشار اسد حکومت د کیمیايي حملې پېښېدا تایید کړې خو ویلي یې دي چې دا برید دوی نه بلکې مخالفانو یې کړی دی.

په برید کې ۴۲۶ ماشومان هم وژل شوي ول.

داسي ښکاري چې امریکا او متحدان به یې له هوايي ځواک او لرواټنو توغندیو څخه په استفادې د بشار اسد د رژیم مهم پوځي تاسیسات، د رادار سیستم، هوايي ډګرونه، پوځي فرقې او قشلې او سلاکوټونه له منځه یوسي.

د ملګروملتو پلټونکي په سوریه کې دي او په دې اړه څېړنې کوي چې له عصیي ګازونو چا کار اخیستی دی. د ملګروملتو پلاوی به د خپلو تحقیقاتو پایله د دوشنبې په ورځ له دمشق څخه تر روانېدو وروسته اعلان کړي.

خو امریکا وايي چې ټولې نښې او ثبوتونه ښيي چې د سوریې رژیم له کیمیايي وسلې کار اخیستی دی. د بهرنیوچار وزیر جان کیري پرون وویل: امریکا په حقیقت خبر ده، د ملګروملتو پلټونکي به تر دې زیات څه ونه وايي چې امریکا پرې پوهېږي.

ده هم تایید کړه چې د سوریې د رژیم پرضد اقدام به هغسي اوږده جګړه نه وي چې په عراق یا افغانستان کې پېښه شوه بلکې دا به یو محدود اقدام وي.

د بریتانیا پارلمان د سوریې د رژیم پرضد له حملې سره مخالفت کړی خو فرانسه، چې پر سوریې د حملې ملاتړ کوي، ویلي چې د بریتانیا د پارلمان پرېکړه به د دغه هیواد حکومت له پوځي اقدامه راونه ګرځوي.

بریتانیا تر پوځي اقام مخکې د خپل هیواد د پارلمان موافقې او تایید ته اړتیا لري خو فرانسه او امریکا د خپلو پارلمانونو تایید ته اړتیا نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *