لیکوال: پیر محمد کاروان
دا عجیبه نړۍ جوسټین ګارډر نارویژي لیکوال د علم او حکمت سره د مینې په بنیاد په فلسفي نقشه جوړه کړې ده. دا ښکلې دنیا د برجونو ، مرمرو او تیږو، خښتو پر ځای په لفظونو ودانه ده. دا نوې دنیا لوستونکي او په کې اوسیدونکي د ناول په نوم یادوي. د ناول مرکزې لوبغاړې سوفي اموند سن پېغلوکه نجلۍ ده. سوفي سمبولیکه بڼه هم لرلی شي ځکه چې سوفي کلمه یا نوم حکمت او پوهې ته وایي. د سوفي نړۍ ناول دې له یو لړ فلسفي پوښتنو سره مخ کوي. ته څوک یې؟ نړۍ څنګه پیدا شوه؟ فلسفه څه ده؟ او داسې نورې عجیبې غریبې پوښتنې چې کله کله د پلټونکو انسانانو سره پیدا کیږي. وایي چې پوښتنه در سره پیدا شي ځواب په خپله درپسې ګرځي. دلته د سوفي نړۍ تا لکه ماشوم یا لکه د سوالونو پر ځوابونو میَنه سوفي تر غچۍ ګوتې نیسي او په مزه مزه دې د خپلو پوښتنو په ځوابونو پسې ګرځوي.
سوالونه او پوښتنې یوه ناکراره تنده ده چې د ځواب په اوبو پسې بایده دي د لټون موزې په پښو کړې. او ځواب یې د روژه ماتي غوندې خوندور دی. لکه تږی روژتي چې د اوړي په ګرمۍ کې روژه ماتی مهال د یخو اوبو ډک جام پر سر واړوي. بس نو دا ناکرارې له تلوسو ډکې تندې او بیا یې د ځوابونو حیرانوونکې او نا آشنا خوشحالۍ په سوفي نړۍ کې پړاو په پړاو مخې ته درځي. هغه د دوه زره کاله مخکې ژوند کوونکي یوناني فلسفي په قول : فلسفه د انسان له حیرانۍ او ځيرکۍ نه را زرغونه او ټوکېدلې ده. حیراني او ځیرکي انسان ته د لټون وزرې ورکوي. په سرپټو رازونو پسې یې ګرځوي. تر لټون وروسته کیدای شي داسې کیلي په ګوتو ورشي چې د حکمت بندې دروازې ور باندې پرانیزي.
د سوفي نړۍ کې د قدیم یونان له مهموفلسفیانو را واخله بیا د اوسنیو وختونو تر فلسفیانو په کې راغلي او نظریې یې په کیسه ییزه او خوږه ژبه بیان شوې دي. د سوفي نړۍ د هغو ناولونو او امریکایي فلمونو په څېر نه ده چې یوازې له هیجاني او وحشیانه تلوسو ډک وي. چې یو ځل یې ولولې او یا یې و ګورې بیا دې نو پر هر څه سر خلاص وي. د دویم او یا دریم ځل لوستلو او لیدلو تنده او خوند و رنګ په کې نه وي. د سوفي نړۍ ډېرې برخې داسې دي چې بار بار یې لولې نوي ، زړه غوښتونکي او زړه خوښوونکي څه در کوي. ښايي د ځینو لوستونکو له پاره ډېر مبهم او ګنګس کوونکی و اوسي. خو که د حیرانتیا او ځیرکۍ قوه یې قوي وه بیا یې نو د سوفي نړۍ په ډېرو حکمتي شفرونو او نښو نښانو سر خلاصیږي او د یوه کامیاب لوبغاړي غوندې په داسې لوبه کې بوخت کیږي چې شېبه شېبه یې هیجان او مخ په بره تګ وي.
د سوفي نړۍ د کایناتو په ځینو نغښتو رازونو داسې خبرې کوي چې د کایناتو د مراقبې حس دې قوي کوي. په مراقبه دې میَنوي. د لټون جذبه درکوي. درته وایي چې د کایناتو په لایتناهي غېږه کې د خپل خیال، فکر، عقل او حواسو نیلي و ځغلوه. دنګې دنګې څوکې ونیسه، او د نورو دنګو څوکو د سوبې په لور مخه کړه. د سوفي نړۍ دا درښيي چې ځینې یې د عقل په پښو روان دي او څه یې هم د حواسو په څو ګونو امساګانو تګ غوره بولي. خو چې کله یې پړا په پړاو پسې و څارې داسې بورجلونه او ناآشنا جزیرې هم په مخه ورځي چې د عقل پښې او د حواسو امساګانې په کې یا ټکنۍ او یا هم سکوټ ماتې شي. بیا نو مخلص لوستونکی مجبور دی چې د ایمان د سلامتۍ دعاوې وکړي. ایمان یوازینۍ د الوت زرینې وزرې دي چې د زرګونو او ملیونو نوري کالونو له فضا ور تیریږي او د کایناتو د خالق په لایتناهي کایناتو کې د مراقبې عاشقانه مزل جاري ساتي. سوفي نړۍ کې د کایناتو په باره کې د ډېرو فسلفیانو نظرونه داسې دي چې ددې لایتناهي او منظمو کایناتو تر شا د یوه لوی قدرت لاس دی. په سوفي نړۍ کې تر ډېره داسې فلسفي نظریې دي چې پر توحید را څرخي او دا دومره عظیم انتظام د یوه خالق د قدرت کرشمې بولي. د سوفي نړۍ د مینې او جمال د خالق له یوه عاشق سره تر ډېره همنظره او همسفره روانه ده. هغوی چې له علم، حکمت او فلسفې سره مینه کوي د کایناتو پر خالق میَنان دي او راز پلټونکي ذهنونه لري نو د سوفي په نړۍ کې ډېر ژر بلدېدای شي.
د کتاب په سریزه کې د لیکوال، کره کتونکي او شاعر استاد ښکلي دا خبره مې ډېره خوښه شوه چې لیکلي یې وو:
ــ … د دې کتاب په پای کې به هغه کس نه یئ؛ چې د کتاب د لومړي مخ د پرانیستو پر وخت وئ.
د سوفي نړۍ دا مشهور ناول د پښتو ژبې خواخوږو ادیبانو او لیکوالو ښاغلي شفیق امیرزي او آغلې وږمې وردګ په خوږه پښتو ژباړلی دی. ما د سوفي نړۍ کتاب په فارسي کې هم لاره خو له پښتو ژباړې مې بلها خوند او کیف واخیست. د سوفي نړۍ ژباړه خوږه، روانه، بې تکلفه او صمیمانه ده. املایي تېروتنې په کې له یو نیم ځای پرته په نشت و بوله. هو یوه کلمه (طبیعي) په کې بار بار (طبعي) لیکل شوې ده. سوفي نړۍ پښتو ژباړل شوی کتاب د اکسوس کتابخانې خپور کړی دی. نام خدای دې وي ښکلی یې چاپ کړی دی. کاغذ یې هم ښه او مناسب دی. کتاب په ۶۱۲ مخونو کې راغلی دی. د ناول راښکون دې بیا بیا لوستلو ته ور کاږي. په پښتو ژبه کې د داسې ښکلیو او ګټورو کتابونو چاپ او ترجمه پر لوستونکو لویه پیرزوینه ده. د سوفي نړۍ کتاب پښتو ژباړه خو د خرما او ثواب په کاڼي بیخي پوره خیژي. د مینې او ښکلا خالق دې دواړه ځوان ژباړونکي آغلې وږمه وردګ او ښاغلی شفیق آمیرزی لا پیاوړي او تکړه ولري چې د ژبې، وطن او و طنوالولا ډېر خدمت وکړي.
ماشاالله ښاغلي پیرمحمد کاروان صیب . ما فکر کاوو چې یواځې د شعر استاد یې خو چې ستاسو نثر مې ولید له ډېرو ښکلی ، خوندور او زړه راښکونکی و. همدا اوس مې د دې فلسفي کتاب لوستلو ته تلوسه پیداشوه.
واقعاً چې ښکلی کتاب دی،
کله چې يې مطالعه کوی نو بیخي دچا زړه ترې نه کیږي.