د روان کال د فبرورۍ د میاشتې پر ۱۲مه نېټه دمرکزي لندن په (لیټن هاوس میوزیم)کې د فیروزکوه په نامه یوه انګریزـ ایرلند بنسټ لخوا د افغان کیسه لیکونکي سوله مل شینواري د دوه لنډو کیسو (څیرې او اندیښنې، د تصویرونو بازار) په هکله یوه ادبي ناسته ترسره شوه. په یاده غونډه کې دلنډې کیسې ګڼ افغان او بهرنیو مینه والو ګډون وکړ.

د غونډې په پیل کې د یادبنسټ مشرې د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې امریکایي ټولنپوه او لیکوال جېمز کارن چې دا لنډې کیسې ېې تازه له پښتو انګریزۍ ته اړولې وی د سوله مل لنډه پېژندګلوي وکړه  او د لیکوال هغه دوه کیسې یې یادې کړې چې په لپاره  یې د دې غونډې  تابیا شوې وه. ده د دغو لنډو کیسو په هکله لنډې خبرې  وکړې او بیا یی د بی بی سی تکړه ویاند ، ښه شاعر او ژباړن شجا ع ځا ځی تهدهغه د لنډې پیژندنې وروسته وار ورکړچې دا کیسې په انګریزی ژبه ولولی .

د ښاغلي شجا ع ځا ځی له لوست او اورونې وروسته   د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پیل شوه او د غونډې برخوالو پکې پوره او رغنده ونډه واخیسته.  ناستو مېلمنو نه یوازې له سوله مل څخه د هغه د کیسو په هکله پوښتنې وکړې، بلکه د دواړو کیسو په هکله یې خپل نظرونه هم څرګند کړل. دکیسو پنځونکی  سوله مل هم په خپل وار د مېلمنو پوښتنې ځواب کړې او دې خوندور بحث تردوو ساعت دوام وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *