عبدالکریم حقانیار

له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو وتل نوې خبره نه ده. په متحدو ایا لاتو کې د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو له هماغه پیله لا د زیات شمیر امریکایې سیاستوالو او وګړو ترمنځ خوله په خوله کیدله. ولسمشر ټرمپ هغه وخت هم په ډانګ پېیلې یاده کړې وه:

«که ټاکني و ګټي د افغانستان جنګ به پای ته ورسوي او ټول پوځیان به هیواد ته راوغواړي».

خو پینتاګون (Pentagon) دامني چې په افغانستان کې یي لا هم څوارلس زره امریکايي پوځیان میشت دي.

د نړیوال سیاست له کږلیچونو، د زبر ځواک د اوسني واکمن له خصلت او مخکیني کردار سره، نابلدو افغان سیاستوالو ته کیدای شي هغه وخت خبره ټوکه ایسیدلي وي او ناشوني یې بللي وي.

یوه وجه یې ممکن داوي چې هغوی په سیاست کې عاطفه ګډوي او د زبرځواک د سیاست ونچوړ ته د خپلو ګټو له زاویې ګوري. لیکن پکارده چې د افغانستان قضیې ته په معکوس ډول وکتل شي.

د واشنګټن ټایمز له قوله مایک پومپیو (Mike Pompeo) د جولای په یودیرشمه خبریالانو ته وویل: «ولسمشر خپلي غوښتني په زغرده بیان کړې؛ موږ به هر څومره ژر چې کیدای شي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړو».
هغه خبریالانوته داهم ویلي: «هیله لري چې پوځیان یي له افغانستانه، د امریکي تر انتخاباتو د مخه نه، بلکې همدا نن ووځي».

وړمه ورځ ډونالډ ټرمپ له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبره سپینه کړه، ویې ویل:
«په افغانستان کې مو د کال ۵۰ ملیارده ډالر لګیږي، غواړم نور ورڅخه ووځو. موږ به له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکړو».
په پاړسي کې متل دی: خانه اگر کس است یک حرف بس است.

ورووستۍ څرګندوني یي اضافي وضاحت ته اړتیا نه لري. نور د افغانستان د سیاستوالو لپاره د امریکایې پوځ د پاتي کیدلواو نه پاتي کیدلو پر خبرو بحث کول او یاهم د امریکایې سیاستوالو په متناقضو خبرو ځان غولول د وخت ضایع کیدل دي. 

په دولتي نظام کې داسي کسان چې د نیواکګرو، و وتلو او پاتي کیدلو ته د خپلو شخصي ګټو له دریځه ګوري او تعبیر یي د ورځي په نرخ کوي، کم نه دي. ممکن په مخالفینو کې يې هم کمی نه وي.

په هیواد کې یوې برخي سیاستوالو، پرځان او خپل ولس د بې باورۍ بوج ته غاړه ایښې. یوازي یوې خبري یې ذهن ځولانه کړی، هغه دا چې ګویا په هیواد کې هرڅه د امریکا په رفتار و اظهار پوري تړلي دي. افغانان هیڅ هم نه شي کولای.

بې له شکه چې زموږ په وطن کې د امریکې پیسه او وسله کارول کیږي، خامخا به یوڅه اثر خو لري. لیکن که افغان سیاستوال سره یوه خوله شي او ملي سیاسي کردار غوره کړي، بیا زبرځواک هم مجبور دی چې ور سره غاړه یوسی او د افغانانو و ملي دریځ ته درناوی وکړي. د طالبانو د اسلامي تحریک سره د امریکې د ځانګړي چلند یو راز هم د هغوی په واحد سیاسي و پوځي دریځ کې نغښتی دی.

افغاني میډیا او خواله رسنیو ته په کتو سره یوه برخه سیاستوال د امریکا د سرغنه وو، ورستیو څرګندونو خواشیني کړي دي. نور بیا ورته خوشحاله دي.

د ځاني یکتازۍ، ګوندي پالیسۍ، حکومتي چوکۍ او ټاکنیزي سوداګیرۍ خبره به خامخا ځینو سیاستوالو، سیاسي دلالانو او کمپایني ټیکدارانو ته لومړي توب لري. لیکن زموږ له خاوري د نیواکګرو قوتونو د بامسوولیته وتلو او په افغان ټاټوبي کې د دایمي سولي د پروسیجر (procedure) د سالمي رهبري، نړیوالي همکارۍ او هیواد پالني خبره ټاکونکې او نه هیریدونکې ده.

روان سیاسي بهیر په افغانستان کې د سولي لپاره خورا ستر تاریخي فر صت ګڼم. له دغې موقع څخه عظیمه ګټه پورته کول او په سړو مغزو ورته کتل خورا اړین دي. پر دې مسئله موثر تمرکز پکار ده، چې له اتلس کلني جګړې، د ټرمپ په وینا مداخلې” څخه، زبرځواک له افغانستانه په څه ډول وتل غواړي.

د امریکايې چارواکو او طالبانو د تحریک له وروستیو سیاسي مانورونو، لید لوريو او کردارونو داسي معلومیږي چې دواړي غاړي د مخامخ جګړې پر ځای په روغه جوړه سره سلا شوي. د حل لاره یي هم پیدا کړي ده. نن سبا دواړي خواوي د هوکړي د لاسلیک په تړاو مثبتي څرګندوني کوي.

یوه برخه سیاستوال ډاریږي، چې امریکا له پاکستان سره تر کاسي لاندي نیمکاسه ونه لري او یا هم دغه روانه جګړه په یوه بل رنګ پر افغانانو مخ راوانه ړوي.

له پاکستاني سیاستوالو څخه، په هیواد کې د ځینو راتپل شویو اماتورو سیاستوالو ویره سړی مایوسه کړي. دوی اتلس کاله د زبرځواکو سره پر یوه دسترخوان کیناستل، شخصي ملګرتیاوي او آن خپلوۍ یي ور سره لري. سړی حیران شي چې په دومره پراخو او نږدې اړیکو کې دوی ولي ونه شوای کولای د دوو دولتونو او هیوادونو په سیاسي اډانه کې باوري چاپیریال را منځته کړي.

 

علتونه به یې خامخا زیات وي. خو یوه خبره داوه چې دغو نازولیو چارواکو له امریکې سره زموږ د هیواد سیاسي دریځ ته اکثراً دملي ګټو له دریڅې نه کتل، بلکې د خپلوشخصي ګټو او مادي امتیازاتو د تر لاسه کولو په پار یې په لوی لاس هیوادنۍ ملي ګټي په تبر وهلې.

 

داچې پاکستاني معامله ګرو سیاستوالو په وروستیو کې یووار بیا و کولای شول د سپیني ماڼۍ ذهنیت د خپلو ملي ګټو پر خوا واړوي، معجزه یي نه ده کړې. ځینو افغان چارواکو له حاکمیت څخه د ګوښه کیدلو له ډاره، د غیر دیپلوماتیکو مانورونو په پا یله کې په لوی لاس د هیوادونو په کچه د بې باورۍ فضا را منځته کړه. کښمکښ یې د نړیوالي میډیا په څپو کې هم را څرګند شو.

زموږ احساساتي چارواکي او سیاستوال یوه ورځ امریکا خپل ستراتیژیک ملګری بولي، بله ورځ د خپلو تویټرانو او فیسبوک چلونکو په ذریعه ډغرې ورسره وهي.

دغه ډول کردار پرته له دې چې د پاکستاني سیاستوالو پرژرنده یي اوبه ور سیخي کړي وي بله ګټه یې نه درلوده.
که له زغم، څار او زبردستي دیپلوماسي څخه کار اخیستل شوی وای، ممکن پاکستان ته به دومره په اسانۍ له امریکې سره د خپلو ډیپلوماتیکو مناسباتو د بیا سمښت او سکښت چانس په لاس نه وای ورغلی.

له بده مرغه د څه کم دوو لسیزو په اوږدو کې مسوولو افغان سیاستوالو د خپل منځي نفاق او ځان پرستي له وجي ونه شوای کولای پر یوه پراخ ملي محور سره راټول شي. له امریکې سره د نړیوال منل شوي دود ودستور له مخي خپلي چاري د بادار او غلام په ډول نه، بلکې د دوو مستقیلوهیوادونو او پکې میشتو ولسونو د سیاسي، اقتصادي او پوځي ګټو له مخي سمبال او وپالي. د خپل هیواد او خلکو د حقه حقوقو د ژغورلو له دریځه د نیواکګرغوږونه ور خلاص کړي.

کیدای شي یوه نیم مسوول سیاستوال او چارواکي به دغسي هڅه کړي هم وي، خو په غرض و مرض ککړو پردي پالو افغانانو یي مخه ډب کړې او د زبرځواک په خوله یي رټلي دي.

امریکایانو آن په هاغه لومړیو میاشتو کې دا درک کړه، هر څه چې و غواړي کولای یې شي. که چا تندی هم ترش کړی، پر څوکۍ و روپۍ یې تطمع کړي یا یې ډارولی دی. په دریغ سره چې د یرغلګرو دغه کردار په یوه نه، یوه ډول تر نن پوري دوام لري.

اوس جمهورریس ډونالد ټرمپ پریکړه کړې، نور په افغانستان کې د شلو ملیونرانو، څو درجنه جنګسالارانو، یو موټ غلو، غاصبینو او د هغوی د نازولیو د ساتلو لپاره نه خپل عسکر وژني او نه هم د خپل ولس د مالیې پیسې لګوي. دا ورته تر هر څه مهمه ده چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر میاشتي تر انتخاباتو لږ تر لږه شپږمیاشتي د مخه خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي. ټرمپ نه غواړي د څو تنو مسخره اماتورو سیاستوالو او ورسره ملګرو غلو په یارۍ کې یې بنګړي مات شي او د راتلونکي کال ټاکني بایلي او یایي له تندکونو او خطر سره مخامخ کړي.

واشنګټن پوسټ (Washington Post) پرون اټکل کړی و، چې د ټرمپ اداره غواړي د احتمالي هوکړي تر لاسلیک وروسته سمدلاسه د پوځیانو شمېر کابو نیمایي ته را کم کړي.

هر واري چې د امریکایي پوځ د وتلو خبره نشریږي، ورسره جوخت دا پوښتنه هم را ولاړیږي، چې  ایا دوی غواړي د پخواني شوروي په څیر له افغانانو څخه د خپلي ماتي غچ واخلي. افغان وطن یو وار بیا و کورنۍ جګړي ته ور ټېل وهي، که په رښتیا هم ”مداخله” یا یرغل مني او مسوولیت ته غاړه ږدي. له خپلي ماتي څخه زده کړه کوي او په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه دوامداره سولي لپاره هڅه کوي.

د یادوني وړ یې بولم چې متحدو ایالاتو په افغان جګړه کې په منځنۍ کچه هر کال تر پنځوس ملیارد ډالرو زیات لګښت کړی. تر نن پوري یې ۲۲۹۰ تنه پوځیانو دافغانستان پرخاوره سرونه بایللي او د ۲۰۴۸۳ کسانو یي وینه بهیدلي، ټپيان او معیوب شوي دي. د ځان وژنکو او روحي ناروغانو شمیر یې هم تر زرګونو ور اوړي. نړیوال برم یې پایمال شوی او لاهم ښه سم په تاوان کې دی.

فکر نه کوم چې د سپیني ماڼۍ واکمن دي دا هر څه په اوبو لاهو کړي. خامخا به د زبرځواک لپاره د خټو پزه جوړوي. همدغه یې وجه ده چې ځانګړی استازی یې ښاغلی خلیلزاد، د ځمکې له یوه کنجه و بل ته په تراټ منډي وهي، د زیات رواني سټرس (mental stress) په وجه کله ناکله په ټویټر کې ناڅرګند پیغام هم خپروي.
که زبرځواک په دې و پوهیږي، چې ټولي هیلي یې خاوري خمیر کیږي، ممکن د غچ په لټه کې شي. هغه وخت به خامخا زموږ د خاوري په نس کې د جنګسالارانو په مټ د یوې بلي کورنۍ جګړي اور ته لمن ووهي.

په دې کې شک نه شته چې لاهم د افغانستان د سیاسي، پوځي او اقتصادي ژرندو څرخونه د امریکې په اوبو څرخي. خو که د طالبانو د اسلامي تحریک په شمول ګرد افغان سیاستوال و دې تاریخي فرصت ته په کتو سره، له ځیرکتیا او هوښیارتیا څخه کار واخلي، خپلي ځانې او ډله یېزي ګټي یوې خواته کړي، ملي پلتفورم (national platform) او واحد ملي صف رامنځته کړي، د هیوادنیو ګټو د دفاع په سنګر کې ودریږي. بې له شکه د هر ډول ناورین مخه نیولای شي، ملي ګټي خوندې کولای شي او تلپاتي سولي ته لاره هوارولای شي.

پای

ستو کهلم، سویډن
کال ۲۰۱۹ د اګست دوهمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *