نور احمد عمرزی

دافغانستان ولس نور له جنګ او جګړو ستړی دی او له مهاجرتونو او بی سرپرستئ او فقر څخه تر پوزی راغلئ دی .دیارلس کاله کیږی چی افغانان په مختلفو نومونو وژل کیږی او پردي له دی جګړی څخه خوند اخلی او خپل شوم اهداف لټوی .

پردیو دافغانانو له کمزرویو او بی وسئ څخه دیوه اسباب په ډول کار اخیستی دی او په افغانستان کی خپلي ګټي لټوی او دافغانستان جګړه یی ګرمه ساتلی ده اوپه منځ کی دشیطان غوندی یی دواړه اطرافو یو دبل څخه لیری او بی خبره ساتلی دی او هر یو یی ده اماده کړی چی جګړه وکړی .

خو افغانان نور جګړه نه غواړی اونه په دی ملک کی دافغانان وینه توینونه دزغم وړ ده هر ورځ په سلګونه افغان بچی په دواړو طرفونو کی وژل کیږی او هر ځای افغان کورنئ دغم پر ټغر ناسته ده

نو دا ترکومه وخته ؟ دواړه طرفونو ته افغان بچی دی او دواړه طرفونه داحمد او میرویس خان بچی دی او څرنګه ویلای سو چی پر خپل ورور می سوبه وکړه او کامیابی می لاسته راوړه کامیابی خو هغه ده چی له نورو څخه یی وګټل نه له خپلو . که داسی دپردو له خوا  داسی ددواړو مالي کومک او لاس نیوی کیږی نو دا جګړه به دختمیدوله امکانه لیري وی او دپردو به پیسه مصرفیږی او موږ او ستاسی به بچي.

که جګړی ته پام وکړو دا جګړه موږ ته ډیر تاوانونه لرلی  دی ، فقر او بیکاری ، فساد ، دزده کړو دنوی نسل محرومه کیدنه (چی دا نسل چی له زده کړو محرومه کیږی دپردیو داستعمال یو ښه اسباب دیی) دپردیو دګټو مارکیټ ، اوداسی نور په زرګونو تاوانونه دی چی هیڅ دکابو کولو  نه دی

پردی په افغانستان کی دجګړی دوام غواړی او خپل اهداف لټوی ، خو وژل کیږو زه اوته او بربادی زما اوستا دنسل ده اساسات زما اوستا له منځه ځی خو دپردو یوازی مال ،

نو راځه چی دافغانستان مشکلات او ناخوالی درک کړو او دپردیو لاسونه له دی هیواده په ګډه ورک کړو او دهیواد درفاه او ابادی لپاره کار وکړو

داچی دامریکا سره تړون امضا سو، امریکا په افغانستان کی نور هیڅ نه غواړی بیله جګړی له دی تړون څخه یی هدف همدغه دی چی جګړه وغځول سی او افغانان یود بله سره ووژنی او دوی خپل کړغیړن او شوم اهداف لاس ته راوړی ، او په دواړه لیکو کی افغانان جګړه کوی او هر ورځ به زما او ستا مور دغم پر ټغر ناسته وی او پردی به دخیر پرغوندئ ناست وی

که  چیری پاکستان دطالبانو سره مرسته کوی چی جګړه وکړی هم اهداف لری چی د ډیورنډ کرښه ده ، او همدارنګه امریکا هم غواړی دافغانانو دضعف څخه په ګټه اخیستی په افغانستان کی خپل شوم کرغیړنی ګټی ولټوی، باید ووایم چی امریکا نه چین لپاره او نه هم دروس لپاره وافغانستان ته  راغلی ده،که چیری دروس او چین خبره وی خو دوی په پاکستان کی هم اډی لری او هم په قزاکستان او هم منځنی ختیځ کی ، او پاکستان لا دریاب ته لاره هم لری نو خبره بله ده یوازی زموږ اوستاسی په یوالی او یو ځای کیدو کی له دی سره مبارزه کولا ی سو

که چیری حکومت او طالبان سره کښیننی او یو بل ته داتحاد لاس ورنه کړی او هغه تړون چی دافغانستان او امریکا تر منځ امضا سوی دی اهداف یی په اوبو لاهو نه سی داجګړه به همداسی دوام وکړی او تر هغو چی د ډیورنډ کرښه نه وی امضا سوی همداسی به دپاکستان لاس وهنه دوام کوی .

نو زه وایم  د اسلام ، هیواد او اسلامی ارزښتنو په فکر کی نیولو سره نور دافغانانو وینه بهیدنه ودروی اوراځی په ګډه کار وکړو ، او دپردیو اهداف محوه کړو او جګړی ته دپای ټکی کښیږدو

حکومت باید له هر څه مخکی دطالب مشرانو نومونه دتور لسته وباسی ،او همدارنګه یو عاجل اوربند وسی او همدارنګه طالبان او حزب اسلامی هم دهیواد په بیارغونه او سمسورتیا کی برخه واخلی او د پردیو په مقابل کس یو سپر سو او په ګډه ځواب ورکړو

راځی جګړه ختمه کړو او په ګډه دپردیو اهداف شنډ کړو او کله چیزما او ستا دورونو جګړه ختمه سی نو دپردیو اهداف ډیر ژر شنډ کیدلای سی

له دی لیکنی څخه می هدف: دافغانانو هر ورځ وژنه که په هر طرف کی وی ،او دجګړی دوام ونه سو زغملای .

او همدار نګه پردی امریکا ، پاکستان ، ایران … غواړی چی په افغانستان کی خپلی ګټی لاس ته راوړی او په نتیجه کی افغانان ووژل سی ونه سو زغملای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *