د سولي کيسې پروګرام چي څو مياشتي وړاندي يې په کندهار کي خپل کارونه پيل کړي وه د يکشنبې په ورځ ( 21 سپټمبر ) يې د يوې پراخي غونډي په ترڅ کي پرانستنه وسول.
د پرانست غونډي پدغو مراسمو کي د کندهار د سولي د ولايتي کميټې مشر حاجي عطامحمد احمدي ، د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال ، د ښځو چارو ريسي روقيې اڅکزئ ، د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري ، د ولايت مقام ، علماوو شورا ، مدني ټولنو، ژورنالیستانو او د ځوانانو د ټولنو استازو ګډون کړي وو .
د سولي کيسې پروګرام مسؤل جاويد فيصل د وينا پر مهال زياته کړل چي ( د سولي کيسې پروګراميو غيري سياسي پروګرام دي چي موخه يې د کندهار سولييز او باثباته انځور تر نړئ پوري رسول دي ، نو ددې پروګرام پرانستنه مو ځکه د سولي د نړيوالي ورځي د راسېدو سره يو ځاي وکړل ترڅو خلګو ته په عمل کي وښيو چي بايد د سولي په برخه کي د شعار پر ځاي عملي ګام پورته کو )
د سولي کيسې پروګرام په کندهار کي په سلګو ځوانان او د رسنيو کارکونکي ( نارينه – ښځينه ) تر روزني لاندي نيولي چي وروسته په د دوئ په مټ د مبايل د ليکلي پېغام ( مسيج ) له لاري د سولي سره مرسته کونکي او د پرمختګ خبرونه راټولوي او بيا به يې د همکارو رسنيو په واسطه تر نړئ پوري رسوي .
وينا والو د سولي کيسې پروګرام تګلاره او موخه وستايل او زياته يې کړل چي د سولي په اړه په کندهار کي د سولي د ولايتي دفتر تر څنګ يو شميرو نورو ادارو هم فعاليتونه وکړل او کوي يې ، خو د سولي کيسېپروګرام ته يې ځکه خوشبيني وښودل چي يوه معلوم هدف ته د رسېدو لپاره خاص پلان لري او د عملي کولو لپاره يې د ټولني ځوان قشر ته هم پکښي پوره ونډه ورکړېده .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال د سولي کيسې پروګرام په رسنيز ډګر کي يو بېسارئ پرمختګ ياد کړ ، دده په وينا چي د ياد پروګرام په مرسته به موږ وتوانيږو چي د کندهار هغه واقعي څېره نړيوالو ته ور وښيو کوم چي موږ يې وينو ، نه هغه چي د کندهار څخه بهر يا نړيوال يې په اړه فکر کوي خو دده ټينګار پر دې وو چي بايد د سولي د کيسې پروګرام وخت ډير سي او په وينا يې چي په لنډه موده کي دومره ستر هدف ته رسېدل ناممکن وي.
د کندهار د سولي شورا ريس حاجي عطامحمد احمدي د سولي کيسې پروګرام د کارونو څخه خوښي وښودل او زياته يې کړل چي ياد پروګرام به د سولي د شورا پر کارونو ډېر مثبت تاثير وکړي او د خلګو له اذهانو به هغه اندېښنې وباسي چي وايي دلته کارونه نه کيږي يا ندي سوي ، نوموړي خپل ددفتر لخوا ددې پروګرام سره پوره ملاتړ څرګند کړ او له ټولو خلګو يې غوښتنه وکړل چي د سولي کيسې د پروګرام سره خپله همکاري ونه سپموي .
د کندهار د ولايتي شورا په استازيتوب حاجي اغالالي دستګيري خبري وکړې ، د نوموړي ټيګار پر دې وو چي دا پروګرام بايد يوازي تر ښار پوري محدود پاته نسي او د کندهار ولسواليو ، کليو او بانډو ته هم وغزيږي ، ده زياته کړل چي په کندهار کي زيات د پرمختګ کارونه سوي او لا هم جريان لري لکه د ښوونځيو فعاليت ، کلينکونه ، بيارغنيزي پروژې خو ددې ټولو پرمختګونو څخه د ډيرو کمو خبرونه تر خلګو پوري رسېدلي دي ، دستګيري زياته کړل يوازنی پروګرام چي د خلګو او چارواکو هيلي ورته پيدا سوي هغه همدا د سولي کيسې پروګرام دي خو پدې شرط چي وخت يې زيات سي ، ځکه په دومره کمه موده کي ناشونې ده چي دومره لوي هدف ته ورسيږو .
د پرانيستني په دغه پروګرام کي د ښځو چارو د ريسې رقيې اڅکزئ تر څنګ په لسګونو نورو فعاله ښځو او انجونو هم ګډون کړي وو ، رقيې اڅکزئ خوښي وښوده چي د سولي کيسې په پروګرام کي ښځو ته خاصه پاملرنه سوې ده ، ددې په وينا چي ښځي هم کولاي سي ددې پروګرام له لاري د کندهار د پرمختګ په برخه کي مرسته وکړي او د يوه سولييز کندهار انځور نړيوالو ته څرګند کړي .
د غونډي په وروستئ برخه کي د سولي کيسې پروګرام انټرنيټ پاڼه ، فېس بوک او ټويټر پاڼي هم رسماً د راغلو مېلمنو په وړاندي انلاين سوې .
راغلو ګډون والو د دې پروګرام څخه خوښي وښوده او د هر راز ملاتړ ډاډ يې څرګند کړ .