خبرپاڼه –

سوله او ثبات او دامنیت تامین پر مختګو نه را مینځ ته کوی هیواد والوته دکاراودهغوی بچیانوته دزده کړوزمینه برابروی  اوس ددی وخت رارسید لی دی چی ددغه ملی هد ف لپاره ټول افغا نان سره یو دملی ګټو او ملی حاکمیت دسا تنی پخا طرد خپل هیواد مسو لیت درک کړی او خپل هیواد دجګړی له خطره خلا ص کړی.

دغه خبره دکند هار دسولی ولا یتی کمیتی ریس حاجی شیر احمد خان حقیار دار غسان ولسوالی ددینی عا لمانو او قومی مشرانو درا غلو استازو سره په هغه غو نده کی وکړه کوم چی دزمری میا شتی په ۷ نیټه دده دکار به دفتر کی جوړه سوی وه.

دسولی ولا یتی کمیټی ریس په هیواد کی دجګړی دخطرونو په  اړه وویل که دا تپل سوی جګړه دوام وکړی نور به هم داولس له بیلا بیلو خطرو نو او ستو نزو سره مخا مخ سی نو پکارده چی زموژ هیواد وال به تیره دینی عا لمان اومخور مشران  ځوا نان او ښځی د خپل ټاټوبی دزغورنی لپاره په افغانی هوډ او اسلامی دین تر سره کړی دا ځکه هیواد دمور حیثیت لری نو باید دهیواد بچیان د خپل مور د ساتنی او پا لنی لپاره په اتحاد او اتفاق سره یو او یو بل ته دور ورولی لاسو نه ورکړی دخپلو نیکو نو او پلرونو په شان خپل افغا نستان سرلوړی   اوخپلواک  وساتی.

په مقابل کی دهغی ولسوالی د او سیدونکو استا زومولوی علی محمد اوقومی مشر حاجی معلم سلطان محمد په وار سره دسولی ولا یتی کمیتی ریس ته دنوی دندی مبار کی وویله زیاته کړه د سولی په لاره کی کار کول د اسلام او خلکو  به وړاندی ستر خد مت دی با ید به صدا قت تر سره  یی کړی الله پاک یی مدد او مر سته کوی هغوی هم دسولی او پخلا ینی  په دی کار کی دهمکاری ژ منه وکړه

دغه راز هغوی دو لسوا لی دخلکو دستو نزو په اړه وویله دار غسان ولسو الی او سیدو نکی ښی کر هنیزی مځکی لری خو دکښت لپااره اوبه نه لری او تل شاړ ی پا ته وی او داوژدی جګړی  ځخه دیر کړیدلی دی زموژد دولت او نریوا ل  با ید داوبو بندونو په جوړ ولو کی مر سته راسره وکړی ترځو دکار مند لو تر ځنګ دوروری او سولی فضا حاکمه سی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *