د کندهار د سولې د شورا خبرپاڼه

د سولی د لاری شهید احمد فرزان جنازه چی د کابل انترکانتینتال هوټل په پیښه کی وژل سوی وه د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی ، د کندهار د سلګونو خلګو ، د سولی ولایتی شورا د رئیس ، د دارالانشاء ټیم کارکونکو  غړو ، د شهید د دوستانو او مینه والو په ګډون د سلواغی میاشتی په ۲ نیټه د عینومینی په هدیره کی په درناوی سره خاورو ته وسپارل سوه او د مغفرت دعاوی ورته وسوی .

شهید احمد فرزان چی په خوا د کندهار د سولی ولایتی شورا غړی وه اوس د سولی عالی شورا د دارالانشاء په اداره کی په دنده بوخت وه چی په ډیره ظالمانه توګه د کانتینتال هوټل په پیښه کی د ځان وژونکو ترورستانو له خوا د نورو ځوان مرګو هیوادوالو په ګډون په شهادت رسیدلی وه جنازه یی د سولی عالی شورا د غړو له خوا د الوتکی د لاری کندهار ته راوړل سوه چی د کندهار په هوایی ډګر کی د سولی ولایتی شورا د رئیس حاجی شیر احمد خان حقیار او د شهید د دوستانو له خوا کندهار ښار ته ولیږدول سوه او د عینو مینی په هدیره کی په درناوی سره خاورو ته وسپارل سوه ، د راغلی پلاوی غړو د سولی عالی شورا غړی مولوی پیر محمد روحانی او د حج ،ارشاد او اوقافو وزات معین مولوی عبدالحکیم منیب د شهید د کارنامو ، د سولی په لاره کی د هغه د حلوځلو او د هیواد سره د مینی لرولو په اړه یی مفصلی خبری وکړی هغوی وویل شهید احمد فرزان د سولی او ثبات د ملی ارمان سره یوځای خپل ارمان خاورو ته وسپاری خو د سولی عالی شورا به د ده د ملی ارمان تامین په لاره کی مبارزه وکړی تر څو افغان ولس د اوږدی جګړی له غمیزی څخه خلاص سی ، دا جګړه او مخالفتونه دی چی هره ورځ د ځوان مرګی فرزان په شان د افغانانو څخه ژوند اخلی ، هغوی د جنازی له برخه والو څخه غوښتنه وکړه چی د سولی او ملی پخلاینی لپاره په صداقت او د ملی یووالی په روحیی سره کار وکړی ځکه د افغانستان د سولی او امنیت تامین زموږ او ستاسو مسولیت دی باید تر سره یی کړو .

وروسته د شهید ورور د ټولو برخه والو څخه په تیره بیا د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی د غړو او د کندهار د سولی ولایتی شورا د رئیس،کارکونکو او غړو څخه مننه وکړه چی زموږ سره یی په عملی توګه په دی غم کی ځانونه شریک او ستونزی یی وزغملی.

د بل خبره له مخی د سلواغی میاشتی پر ۳ نیټه د شهید فاتحه د کندهار ښار په سری جامع جوماعت کی په لاره اچول سوی وه د حج ارشاد او اوقافو د وزارت معین ، د سولی ولایتی شورا رئیس ، کارکونکو او غړو د کندهار له ولس سره یوځای د فاتحی په مراسمو کی ګډون وکړ او د سولی د لاری شهیدانو ارواحونو ته یی د مغفرت دعاوی وکړی هغوی د لوی خدای (ج) دربار څخه شهید فرزان ته د جنت الفردوس او د هغه د کورنی غړو ته د جمیل صبر هیله وکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *