له هغه وروسته چې جمهور رییس محمد اشرف غني، په یوه بې ساري اقدام کې د سولې لپاره د خلکو او دیني علماوو د غوښتنو پر اساس له وسله والو طالبانو سره د اوربند علان وکړ، وسله والو طالبانو د ولسمشر دغه وړاندیز ومانه او د یوه لنډ مهال لپاره يي اوربند اعلان کړ.
دا له دوه زره لومړي کال راهیسې له کله چې د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ په افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره شوه، لومړنی ځل دی چې دواړې خواوې (حکومت او طالبان) پر یوه لنډمهاله اوربند موافقه کوي. که څه هم دا اوربند د لنډې مودې لپاره علان شوی خو دا په خپل ذات کې د سولې لپاره لوی انعطاف دی چې له شاوخوا اولس کلنې خونړۍ جګړې وروسته د دواړو لورو لخوا ښکاریږي.
په افغانستان کې سولې ته د نه رسېدو او د جګړې د اوږدېدو یو عمده دلیل د ښکېلو لورو ترمنځ د بې باورۍ فضا بلل کیږي. دا اوربند که څه هم د لنډې مودې لپاره منل شوی خو په حیقیت کې يي د دواړو لور لپاره د بې باورۍ فضا ړنګه کړه او د باور لپاره يي یوه نوي فصل ته لار پرانیستله. دا ډزبندیز د سولې په پروسه کې بې ساری پرمختګ دی.
کورني او بهرني غبرګونونه
وړاندې له دې چې د ملي یووالي حکومت له وسله والو طالبانو سره د اوربند موضوع مطرح کړي، په نړیواله کچه د سولې لپآره همغږي رامنځ ته کړه او هغوی ته يي قناعت ورکړی چې افغانان کولای شي د سولې پروسې مدیریت وکړي. دا نړیوال اجماع د دې سبب شوه چې نن ټوله نړۍ د افغانانو په مدیریت او رهبرۍ د سولې له هلوځلو او برنامو ملاتړ کوي.
د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا استازې لیزا کرټس ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند له اعلانه وروسته د امریکا متحد ایالتونه حاضر دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه ولري. امریکا په داسې حال کې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې د ګډون لپاره دلچسپي ښودلې چې وسله وال طالبان له کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه ردوي او وايي چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي. اوس په دې برخه کې د وسله والو طالبانو اندېښنې رفع شوې او هېڅ راز دلیل نشته چې دوی د سولې مذکراتو لپآره د افغان حکومت وړاندیز رد کړي.
هاخوا روسیې، ملګروملتو، ناټو او یو شمېر نورو هیوادونو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی. که څه هم طالبانو په خپل رسنیز پیغام کې یوازې له افغان امنیتي ځواکونو سره اوربند ملی خو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې ځواکونه به د روژې له ۲۷ د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند رعایت کړي.
په خواله رسنیو کې د اوربند خبر د ځوانانو ترمنځ د یوه زیري په توګه لاس په لاس کیږي او خوښي څرګندوي چې له کلونو جګړو ورسته حد اقل دا اختر به د سولې په فضا کې ترسره کړي.
پایله
د سولې په لار کې ورستي پرمختګونه د دې ښکارندويي کوي چې د سولې بېړۍ هدف ته خپل مسیر موندلی. جمهور رییس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې؛ سوله او له وسله والو مخالفانو سره روغه جوړه په لومړيتوب کې اعلان کړې. په همدې موخه ملي او نړیواله اجماع رامنځ ته شوه چې نن د همدې اجماع پایله ده چې درستې نړۍ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هلوځلو ملاتړ او ننګه کوي.
د ټول افغانستان په کچه د شاوخوا درې زرو دیني عالماوو یوځای کېدل او د روانې جګړې پرضد د فتوا صادرول د ملي اجماع په برخه کې د حکومت له لویو لاسته راوړنو بلل کیږي. د نړیوالې اجماع په برخه کې د ملي یووالي حکومت لخوا د اوربند له طرحې څخه د امریکا او ناټو په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو ملاتړ د دې ادعا اثبات دی چې حکومت د سولې په پروسه کې لاس بری دی او د سولې لپاره خپلواکي لري.
د سولې لپاره د دواړو لورو( حکومت او طالبان) په دې انعطاف سره هیله پيدا کیږي چې دا اوربند به په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې مذاکراتو لپاره لومړنۍ عملي ګام وي.
د تلپاتې او سولییز افغانستان په هیله!