د افغانستان د ملي اسلامي محاذ رهبر او د سولې عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني له دې فاني دنیا څخه د ابد لپاره مخه ښه وکړه.

نوموړی، چې ستر روحاني، جهادي او ملي شخصیت و، خپل ټول ژوند یې د هیواد د خپلواکۍ، سوکالۍ او هیوادوالو ته د سوله ییز ژوند د رامنځ ته کولو لپاره وقف کړی و، د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په ۲ نېټه یې په کابل کې له دې فاني دنیا څخه رحلت وکړ.

پیر سید احمد ګیلاني پر هیواد د شوروي اتحاد له یرغل سره سم له هیواد څخه هجرتوکړ، او د روس د یرغلګرو قواوو په خلاف یې ملي اسلامي محاذ ګوند تاسیس کړ، ټولو هیوادوالو ته جوته ده، چې د افغانستان ملي اسلامي محاذ هغه ګوند دی، چې د شوروی اتحاد په ماتولو او افغان جهاد په بریالي کولو کې یې د اسلام د مبین دین له ارشاداتو سره سم بې سارې ونډه واخیسته.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند رهبر پیر سید احمد ګیلاني هغه شخصیت و، چې په داخلي جګړو کې یې هیڅ ونډه وا نه خیسته، او تل یې په ښکېلو غاړو د سولې او ورور ولۍ غږ کړی دی،د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ټولو جبهاتو ته یې امر وکړ، چې له هر راز ګوندي جګړو او وژنو څخه لاس واخلي او د فشار په صورت کې خپلې وسلې مقابل لوري ته تسلیم کړي.

د محاذ ځیني قومندان اوس هم وایي، چې موږ بار بار د داخلي جګړو پر مهال له جناب پیر صاحب څخه د وسلو غوښتنه وکړه، خو په شدیدو الفاظو یې له داخلي جګړو څخه د اجتناب سپارښتنه کوله او ویل یې: موږ د روسي یرغلګرو قواوو په خلاف وسله پورته کړې وه او هیڅ کله اجازه نه درکوم، چې د افغان وژنې لپاره ماشه کېکاږئ، دغه قومندانان وایي موږ هغه وخت زیات ناهیلي و،چې خپل سنګرونه مو نورو ګوندونو ته پرېښودل، خو اوس پوهیږو چې جناب پیر صاحب د دې وطن په خیر راته سپارښتنه کړې وه.

پیر سید احمد ګیلاني هغه روحاني او جهادي رهبر و، چې نه یې د قدرت لپاره د افغانانو وینې وبهولې او نه یې هم د چا ځمکه غصب کړه، له بې قانونۍ او زورواکۍ څخه ځورېدو، هیله او آرمان یې دا و، چې په هیواد کې تل پاتې سوله راشي او افغانان د ورور ولۍ او سولې په فضا کې ارام ژوند وکړي.

پیر سید احمد ګیلاني په دې ورستیو کې د سولې عالي شورا ریاست په غاړه واخیست او دسولې په پروسه کې یې د افغان ولس لپاره د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، د سولې عالي شورا له تاسیس څخه دومره مؤثر پرمختګونه نه لرل، اما د جناب پیر صاحب په رهبري یې په ډېر کم وخت کې له اسلامي حزب سره د سولې پورسه بریالیتوب ته ورسوله، او په ورستیو کې یې د نظام له نورو وسله والو مخالیفینو سره هم نږدې اړیکې ټینګې کړې وې، ترڅو یې د ملت له غوښتنې سره سم د سولې خبرو ته کېنوي.

د پیر سید احمد ګیلاني مړینه د افغان مجاهد ولس لپاره ستره ضایعه وه، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې هیوادوالو، جهادي مشرانو او علمای کرامو په رحلت د غم اوښکې وبهولې.

د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند ټول غړي او پیروان وایي، افتخار کوو، چې پیر سید احمد ګیلاني مو رهبر دی، ځکه د هر افغان په وژلو یې زړه خوږیدو، له زورواکۍ،بې قانونۍڅخه یې کرکه لرله او تل یې د دیني او ملي ارزښتونو په پاللو کې خپله هڅه کړې او په داسې حال کې یې رحلت وکړ، چې له پلارني ملکیت او دارایي څخه پرته یې یو متر ځمکه هم خپلو اولادونو ته په میراث پرې نه ښوده.

روح یې ښاد او یاد یې تل پاتي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *