(کیسه ګۍ)

خان میر کاکا ډېر خوږ سړی و، دنګه ځواني او چابک غړي یې لرل، د ژوند ټوله مینه یې په شپنۍ کې نغښتي وه. د غره هره دره او لمنه ورته مالومه وه، د سترګو په رپ کې به د غره له یوه اړخه بل اړخ ته په رمې پسې اوښته، سهار وختي به یې خپله رمه غره ته شړله، په ملا پسې به یې وچه مړۍ او د سړو اوبو ډک پتکی کلک وتړل.

کله به چې رمه په ورشو کې کراره شوه، نو له ورسره شپیلۍ به یې د مینې نغمې په نښتریزو درو خورې کړې. دا یې ټوله نړۍ وه،د ټولنې له بدو پېښو او نارواو به نه خبریده، یوه ورځ یې رمه وختي راوسته.د مازدیګر د لمانځه لپاره جومات ته راووت، د یوه کلیوال سره په خوا کې کیناست، د کلیوال سره په لاس کې راډيو هم وه، دی هم لږ ورته غوږ نیولی شو، چې ناڅاپه یې داسې یو غمګین ساز واورید او بیا ورپسې د ویاند خبرې پیل شوې.

درنو اوریدونکو پام وکړی یوه بیړني خبر ته!

شیبه وړاندې د کابل په مرکزي برخه کې د یوې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو او ځای ځای د سپکو وسلو ډزې اوریدل کیږي، عیني شاهدان وایي، چې په سیمه کې په لسګونه عام وګړي بند پاتې دي. د د درد احساس یې وکړ او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې

خپل کوچنی لمسی ژوندون وریاد شو، چې کابل ته د ماماګانو کره تلی و.

سوړ اسویلی یې وویست

او له ځان سره یې په ټیټ اواز داسې وویل:

کاش!

چې زه د مخالفینو مشر وای، او سبا مې بې د قید او شرطه د دولت سره د سولې خبرې کړی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *