عبدالاول بشارت
عبدالاول بشارت
د دوو متخاصمو(دښمن)ډلو تر منځ سوله او روغه جوړه کول يو انسانې مکلفيت او يو ضرورت دی،او په تېره بيا د مسلمانانو تر منځ سوله کول خو يو الهي او اسماني امر دی، زموږ پدې جګړه ځپلې هيواد افغانستان کې چې دا څلوېښت کاله تر مختلفو نومونو لاندي د مختلفو ډلو ټپلو ترمنځ يوه اوږده ،بې ګټې، او پردۍ تپل شوې جګړه روانه ده، ورسره څنګ کې هر وخت د سولې او روغې جوړې خبري هم رواني وي، خو دلته د سولې لپاره هره ډله زيات شرطونه او بېل تعريف لري، راځو دېته چې اوسنۍ سوله او اوسني شرايط او دغه دواړه متخاصمي او دښمني ډلي د سولې په نوم څه غواړي؟
طالبان او حکومت دواړه د جنګ او جګړې په شدت سره غواړي يو او بل تضعيف او د سولې په اړوند هرطرف کوشش کوي زيات امتياز واخلي، معنا داچې دواړه طرفه سوله غواړي، خو هغه سوله چې ددوی په کښي ګټه خوندي وي، داچې په جګړه کې اصل متضرر ملت دی، ځکه د جګړې د دواړو خواوو بشري قوه د همدې ملت د بچيانو څخه تشکيل شوي ده، نو په جګړه کې د ملکې او بې طرفه خلکو په شمول د دواړو خواوو بشري او انساني تلفات په اصل کې ټول د ملت دی، نو دلته بايد ملت د سولې په اړه فيصله او قضاوت وکړي، نه د جګړې ښکېلي خواووي! يقينا چې سوله د دواړو طرفينو يو ضرورت او قطعا د تسلېمي په معنا نه ده، نو دلته دواړو خواوو ته لازمه ده چې مقابل لورې ته د حسن نيت په ښوودلو سره، اول د ځينو بنديانو تبادله وکړي، او بيا په مؤقت اوربند خبري وکړي، جګړه متوقفه کړي، او د مستقيمو مذاکراتو د پيل لپاره هر لوری يو باصلاحيته هيئت وټاکې، سوله او روغه جوړه هم د جرګې او مرکې له لاري راځي ،او جرګه او مرکه د يو درېيمګړی (ثالث بالخير) په توسط د جانببنو د رضايت په صورت کې تحقق مومي، بناء د جګړې دواړو خواووته لازمه ده چې د ملت له متن او بطن څخه، اهل خبره، متنفذ او مخور اشخاص، سياسي احزاب، مدني ټولني، د ځوانانو استازي را وغواړي او له هغوی سره تر مشاورې وروسته د دواړو ډلو د خپلو هيئتونو په شمول ددې معضلې د حل او د يو قانوني حکومت د جوړولو طرحه په اتفاقي شکل جوړه او د ملل متحد تر نظارت لاندي تطبيق کړي، دا يو مسلم حقيقت دی چې طالبان بيا د دوهم ځل لپاره په هغه شکل چې مخکې ددوې اسلامي امارت وو، هغسي نشي راتلاي ،او نه دا اوسني شرايط، او يويشتمه پېړۍ دا ايجابوي چې طالبان دي بيا هغسي په خشن ډول خپل سری امارت جوړ کړي چې هيڅ کوم اصول او خط مشی يې نه درلودل، او د ټولني له نيازمنديو، احتياجاتو او حالاتو سره يې هېڅ سمون نه خووړ، او نه نړيوال او په تېره بيا امريکا دا مني چې د تېرو اتلسو کالونو لاسته راوړنې دي هدر او بې معنا ولاړي شي، نو دلته واضح ويلای شو چې طالبان چې راځي د اوسني نظام په ليکو کې به مدغم کېږي او له سيستم سره به ځان عياره وي، يعنې نالوستې او د ټيټې کچې افراد به يې تر يوې پروسې وروسته د امنيتي ځواکونو په ليکو کې جذبېږي، د لوړي او منځنۍ کچې ملايان او طالبان به په ستره محکمه، څارنوالي، قضاء، حج اوقاف او…… ادارو کې د خپلې علاقې او توانمندۍ، تحصيلاتو او زده کړو د په نظر کې نيولو سره سم استخدامېږي، چې دا طرحه هم ملت او هم نړيوالو ته د منلو وړ ده، خو دلته اوس د سولې مانع څوک دی؟ د سولې مانع هغه افراد او اشخاص دي چې په جګړه کې يې منافع خوندي او د ميلياردونو ډالرو او شتمنيو څېښتنان شوي دي، اوس د سولې او طالبانو په راتګ سره له محاسبې وېرېږي، مقام او موقف يي له لاسه ځي، نو ځکه د سولې پروسه سبوتاږوي، خو دا کسان دي پدې پوه شي چې دا ملت اوس هغه شل ديرش کاله پخوانی ملت نه دی، ملت اوس دا کسان پېژندلي او هيڅکله به بيا په دوی باور ونکړي،ولس په طالب او حکومت دواړو باندي غږ کوي چې جګړه د حل لاره نده، راځئ ټول تمرکز مو په سوله وکړئ، په سوله کې خير ده او دا دخدایﷻ امر دی، دا ملت نور د جګړې دتحمل توان نه لري، نور پدې ملت زړه وسوځئ، حکومت دي هم له طالبانو داسي سوله نه غواړي چې هغه مطلقا تسليمي ته ورته وي، لکه د حزب اسلامي ، چې تر اوسه ورسره په کړيو ژمنو او تعهداتو هيڅ وفا نه ده شويه ، او دواړه طرفه شاکې دي، په سوله کې ګذشت، قرباني، تحمل، او په تعهداتو پابندي هغه څه دي چې دښمني په دوستي بدلولاي شي، په حکومت باندي د ځينو خلکو بې باوري د سولې په اړوند فقط د سولې د عالي شورا غيرمتجانس ، اوغيرمتعارف افرادو اشخاصو تقرر او د سولې په نوم د ميليونونو ډالرو حيف ميل کېدل دي، پداسي حال کې چې هيڅ لاسته راوړنه نه لري.
که په لوستونکو لېکنه نه غمېږي نو يوه ټوکه دي هم پکې وي، هغه داچې د سليمان عليه السلام مرغان او هرڅه په امر وه، او ورسره به يې خبري کولې؛ يوه ورځ ورته مياشتی(غماشی)په شکايت راغی او ورته عرض يې وکړ چې اې د خدای نبي! باد راسره ظلم کوي او زما د ارادې په خلاف مې هرې خواته چې د باد خوښه وي وړي، نو سليمان عليه السلام امر وکړ چې باد دي د خدای په امر حاضر شي تر څو ځواب ووايي چې ولې له غماشي سره ظلم کوي؟ وايي چې غماشي ويل چې د باد په وجود کې خو زه دلته نشم تم کېدلی نو تاسي له باد سره خبرې وکړئ بيا به چې باد نه وي زه راشم او تاسو به ماته ووايي، اوس زموږ د سولې عالي (!) شورا هم کټ مټ د د سليمان ع د وخت د باد او غماشي قضيه ده، د سولې شورا چې وظيفه يي د مخالفينو را پخلا کېدل دي، د مخالفينو په وجود کې د تم نه دي، موږ مجبور يو چې دوی ته حال راوړو ،او د اړيکو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړو چې تردې نو بيا بل ستر شرم چېري وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *