د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې لخوا د سولې خبرې او مقدماتي ناستې، او په دې برخه کې له پرمختګونو وروسته ،د روان بهير د ټکني کېدو وېرې موجودې وې
د طالبانو د مشر ملا منصور له وژل کېدو وروسته ښايي بيا د دې بهير د مخنيوي هڅې شوي وي
د ملا منصور له وژل کېدو وروسته بېلا بېل غبرګونونه او نظرونه خپاره شول
له اوسنېو او پخوانېو لوړو چاراکو نېولې تر مخالفينو او ښکېلو هېوادونو غبرګونونه وښودل
خو وېنا او خبرې بېلې او مختلفې وې!
ويل کيږي،هر مخالف چې د سولې په برخه کې مثبته ونډه لرلې؛په پاکستان کې په مرموز ډول
وژل شوي دي
ښکاره ده، ډېر طالب مشران له خپلو کورنيو سره په ګاونډېو هېوادونو کې مېشت دي منطق دا نه مني چې دا هېوادونه به د دوې په استوګنه نا خبر وي آن داسې رپوټونه ورکړل شوي چې طالب مشران د پاکستان حکومت په مرسته او همکارۍ خپلې چارې تنظيموي د سولې په برخه کې پرمختګونه،د حزب اسلامي مقدماتي ناستې او د ملا منصور وژنه جلا او ناڅاپي پېښې ندي!
د پاکستان د بهرني سياست سلاکار سرتاج عزيز وروستۍ څرګندونې دا په ثبوت رسوي چې د ملا منصور وژنه بې هدفه نده
سرتاج عزيز وايي:” ملا منصور په لومړي ځل طالبان مخامخ خبرو ته اړ کړي و،د هغه وژنه به د سولې خبرې زيانمنې کړي”
پاکستان په داسې حال کې ملا منصور د سولې د بهير ملاتړى ګڼي چې وړاندې له دې نوموړى د امريکا لخوا د دې بهير په وړاندې لوى خنډ بلل شوى وو
همدارنګه امريکا له يوې خوا په افغانستان کې د سولې ټېنګښت هيله مندۍ پېدا کوي او وايي: چې د طالبانو نوى مشر د دې هيواد په تور لېست کې شامل ندى،له بلې خوا اوباما وايي: “د طالبانو لخوا سولې ته باوري نه دى او دا ډله به لا هم تشدد ته دوام ورکوي”
پوښتنه دا ده،چې د طالبانو ډله سوله نه غواړي؛که دا ډله سولې ته نه پرېښودل کيږي!؟
په پاکستان کې د اوسامه، ځېنو طالب مشرانو او اوس دملا منصور له وژنې وروسته دامريکا،ملګرو ملتونو،ناټو او سوله غوښتونکو هېوادونو لخوا کوم ښکاره غبرګون ندى ښودل شوى،نه هم په دې هېواد کې د مخالفينو د شتون پوښتنه او يا کوم فشار وارد شوى اخوا، د ځينو سياسيونو،او چارواکو لخوا لمڅونکې ويناوې کيږي
امريکا او افغان حکومت له يوې خوا د طالبانو نوى مشر سولې ته را بولي؛له بلې خوا ګواښونه او اخطارونه ورکوي
ترڅو چې د سولې بهير په برخه کې د ښکېلو لورو لخوا ښکاره دريځ او واضح موقف څرګند نه وي، د سولې برخليک به همداسې نا مالوم او له ګډوډيو سره مخ وي.
آخر خو دې خدای ټول افغانان په دې خاوره کې د سولې په دسترخوان را ټول کړي .