افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني چې هر ځل په پایداره او باعزته سوله باندې ټینګار کوي، له دې هدف دا نه دی چې ګنې اشرف غني د سولې مخالف دی، هدف دا دی چې د سولې تر شا باید بله جګړه نه وي.
ډیری سیاسیون او نور خلک داسې انګیري چې ګنې ولسمشر غني په دې ډول خبرو سره غواړي د سولې د خبرو مخالفت وکړي، ځینې په دې اند دي چې ولسمشر ډار لري چې واک به یې له لاسه ووځي، خو داسې نه ده هر څه ښکاره وه او ښکاره شول.
تاسو د تېرې ورځې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ټویټ وګورئ، هر څه پکې په ډاګه دي او د سولې د توافق د لاسلیک ترشا یې د یوې بلې جګړې زنګ وهلی دی.
خلیلزاد لیکلی چې دوی له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي او له دې هوکړې وروسته به افغان ځواکونه، امریکا او طالبان د داعش پرضد جګړې ته دوام ورکوي، نو له دې هدف دا کیدلی شي چې امریکا غواړي د طالبانو له پروژې وروسته د داعش پروژه پياوړې کړي او خپلو هدفونو ته پرې ځان ورسوي.
له ولسمشر او نورو عامو افغانانو سره همدا اندیښنه وه چې ایا له طالبانو سره د سولې د هوکړې ترلاسلیک وروسته جګړه ختمیږي او که دوام پيدا کوي، که جګړه ختمیږي، تضمین څه دی او که دوام پیدا کوي د سولې پروسه او هوکړې د څه لپاره دي.
له دې سترګې نه شي پټيدلی چې د طالبانو جنګي قومندانان له سیاسي طالبانو سره نه ځي او کله چې له امریکا سره هوکړه وشوه ، تاسو به وګورئ چې د طالبانو جنګي ډلې به یا یوه بله ډله او بیرغ رامنځ ته کړي او یا به له داعش سره یو ځای شي.
په څو دلیلونو جنګي طالبان له سیاسي طالبانو سره نه ځي؟
لومړی دا چې جنګي طالبانو ځانونو ته شخصي دښمنۍ لیدلي او پرته له وسلې یوه ورځ هم ژوند نه شي کولی.
دویم دا چې جنګي طالبان د جګړې له درکه زیاتې پيسې په لاس راوړي او هيڅکله نه غواړي چې د عوایدو دا سرچینې چې جګړه کې په لاس ورځي په ځان بندې کړي.
دریم دا چې سیاسي طالبان د جنګي طالبانوپه خوښه د سولې پروسه کې نه دي روان او دوی په تمه دی چې د سولې په تړاو څنګه پریکړه کیږي او د دوی موقف به پکې څه وي.
څلورم دا چې له سیاسي طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته جنګي طالبانو ته زیات بهرني استخبارات ناست دي چې په پيسو یې واخلي او تر بل بیرغ او نوم لاندې فعال کړي.
پنځم دا چې طالبانو کې څو ډلې دي او ټول تر یوې رهبرۍ لاندې نه دي، د دوی هرې ډلې خپلې غوښتنې دي او که و نه منل شي لارې ترې جلا کوي او جګړې ته دوام ورکوي.
نو ویلی شو چې باعزته او پایداره سوله د ټولو افغانانو په خیر دی او هغه سوله چې تر شا یې یوه بله جګړه وي هيڅکله د افغانانو او افغانستان په خیر نه ده.