تاند، جمعه، د اسد ۱۸مه: مؤثقو سرچینو خبر ورکړی چې ټاکل شوې زلمی خلیلزاد او طالب استازي د لوی اختر په دریمه یا څلورمه د سولې تړون لاسلیک کړي چې یوه نسخه یې ارګ ته هم رسېدلې ده.

د تړون په مسوده کې له افغان حکومت څخه هم غوښتل شوي چې د طالبانو پنځه زره زندانیان خوشې کړي او په مسوده کې د طالبانو لپاره د اسلامي امارت نوم هم لیکل شوی دی.

سرچینو ویلي، ټاکل شوې چې د دغې مسودې په اساس په لومړۍ جوپه کې ۵ زره امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي او پاتې اته زره نور په دوو کالو کې افغانستان پرېږدي.

د سولې د تړون په مسوده کې راغلي چې طالبانو منلې کومو سیمو نه چې امریکايي ځواکونه وځي، دوی به هلته نه هم پر امریکایانو او نه هم نور بریدونه ترسره کوي.

سرچینې زیاته کړې که د اختر په څلورمه دغه هوکړه لاسلیک شوه او کوم خنډ په کې پيدا نه شو، نو یوه اوونۍ وروسته به ترې په اوسلو ښار کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

تدا په داسې حال کې ده چې پرون د اګست په اتمه زلمي خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

خلیلزاد تر دې لیدنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ناروې کولی شي د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *