دا چې اوس د سولې په هکله د طالبانو او امریکا خبرې روانې دي او ورسره کله کله د مؤقت حکومت خبره هم د ځینو په خوله زمزمه کیږي، اصلا مونږ له ټولنیزو پرمختګونو سره ډيرنااشنایو او په دې مو لاسر نه دی خلاص چې ټولنه څنګه پرمختګ کوي؟ ټولنه آني او ژر پرمختګ نه مني ټولنې په کراراو تدریجي ډول پرمخ ځي.
که مونږ ټولنیزوبنسټونوته یوکتنه وکړو نودابه راته څرګنده شي چې هریویې په کرار او ځنډ تردې ځایه رارسیدلي دي. د مثال په ډول که حکومتونه ترنظرلاندې راولو او تیر یې مطالعه کړونو وبه ګوروچې څو پیړۍ وړاندې یې اوسنۍ بڼه نه درلوده په پيل کې یې یو ډول ابتدايي شکل درلودلی په کرارکراریې شکل تغیرکړی تردې چې اوسنی شکل یې ځانته غوره کړی همداسې ټولنیز نورو بنسټونوهم ژربدلون نه دی کړی بلکه تدریجي بدلون یې منلی نو ویلای شوچې تدریجي تغیر او پرمختګ دټولنیزپرمختګ یوبنسټیز اصل دی. لیکن موهمیشه ددې اصل برعکس د آني او ژربدلون هڅه کړې او له خپلې ټولنې سره موچې څنګه لازمه ده برخورد نه دی کړی همغه ده چې پرمختګ مونه دی کړی لابیرته پاتې یو.
که د بدبختیوله پیله یې راونیسو دروسانو دمداخلې پروخت موهیڅ دې په پام نه وه چې دروسې هیواد په سیمه کې څه غواړي؟ زمونږپه خاوره یې دتیري موخه څه ده؟ سیمه اییزسیاست په څه ډول ده؟ مونږته څه کول په کاردي چې څنګه برخورد وکړو؟ بس یواځې په دې اندوه چې ژرباید له دې حالته نجات پیداکړو او ژربدلون راوستل شي او عکس العمل مووښود دې ته موپام نه وه چې زمونږدغه عکسل العمل به په راتلونکې کې څه پایلې ولري؟ بس دژربدلون هڅه مو پیل کړه او له دې سره هرڅه منلوته تیاروو بس چې ژربدلون راشي همغه وه چې مشران مودنورولاسوته ولویدل څه یې چې زړه وغوښتل پرې وې کړل ټولنه مو لاشاته پاتې شوه هیڅ ښه بدلون مو ونه کړ. په هغه حالت کې یوځل بیاژربدلون ته سترګې په لاره شو له خپل هیوادسره مو بنسټیز برخورد ونه کړبس دبدلون هڅه موکوله او هرڅه مومنل ځکه چې حالت مو ډیرخراب اود اندیښنې وړوه اودټولنیزاصل برخلاف مو معامله کړې وه همغه وه چې یوځل بیامو ژربدولون وکړ او هیواد مو په مکمل ډول دنورولاسوته ولوید هغوی زمونږپرسرسوداکوله او واک مودهغوی لاس کې وه (دتالیبانو دحکومت دوره یادووم) بیامو هم هیڅ پرمختګ ونه کړاوحالت مو تغیرونه موند یوځل بیا موتغیروکړ داچې دتغیرډول هرڅنګه وه خوبدلون مو وکړاو داوسنۍ ادارې بنسټ کیښودل شو په اصطلاح دیموکراسي راغله. داچې اوسنی حالت تردې ځایه راورسید چې اوس دملي اتحادحکومت دوره هم په ختمیدو ده او دریاست جمهوري ټاکنې مو نږدې شوې او فعلي حالت دوام پیداکوي پرځای یې بله ورته اداره له لږبدلون سره رامنځته کیږي اوس موحالت هم یوڅه تغیرکړی فکرونه بدل شوي ځکه دې حالت دوام پيداکړی اودا دی نږدې دوه لسیزې یې کیږي، د پرمختګ سره سره مو په هیواد کې ناخوالې هم شته جنګ دی فساد دی نورډیرزیاتې ناخوالې مونږ هم له دې ناخوالونه دنجات په پار یوځل بیا دآني او ژربدلون په لټه کې یو او ځینې هیوادوال مو په شعوري او یاهم په لاشعوري ډول د ژر بدلون غوښتنه کوي زه خو وایم له تیرموهیڅ زده کړه ونه کړه بس یواځې دا وایو چې ژربدلون او سوله که دمؤقت حکومت په قیمت هم وي یوځل بیا دټولنیزپرمختګ اساسي اصل برخلاف معاملې ته تیاریواو دنورو هرڅه منلوته موغاړه ایښې ډیرافسوس! خدای دې نه کړي چې داسې وشي خدای مه کړه د ورکیدو په قیمت مو تمامه نه شي راځئ چې لاسونه سره ورکړو په کرار کراربه له دې حالته حتما یووخت نجات پیداکوو خوچې په کراره دبدلون هڅه وکړو او همدې اوسني حالت ته همداسې دوام ورکړو او پرینږدو چې یوځل بیا نوروته خپل واک پخپله په لاس ورکړو، یووخت به دیوې بنسټیزې ادارې خاوندان شو چې بیابه په ټول واک له نړۍ سره معامله کوو.
د سوکاله افغانستان په هیله