تاند –  د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم نن /یکشنبه/ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په کابل کې د خبرو د بل پړاو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د صدراعظم دفتر وویل، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته ټېلفون وکړ.

د نوازشریف له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړه مشران په ټېلغوني تماس کې، چې ۱۰ دقیقې یې دوام وکړ، د دوو هیوادونو د دلچسپۍ پر مسلو او سیمه ییزو حالاتو وږغېدل.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ولسمشر غني او صدراعظم نوازشریف په افغانستان کې له طالبانو سره د پخلاینې پر یهیر هم سلامشوره وکړه.

نوازشریف د افغانستان د وروستیو ورځو پر چاودنو خواشیني ښکاره کړه او د افغانانو د وژلو له کبله یې خواخوږي څرګنده کړه.

په همدې حال کې د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د ناڅرګندو سرچینو په قول وویل چې د دواړو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې دې ژر پیل شي.

د پاکستان صدراعظم د افغانستان د وروستیو حملو د یادونې ترڅنګ په دې برخه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان د ولسمشر چلن وستایه.

ټاکل شوې وه چې د جولای په یودېرشمه نېټه د پاکستان په مري ښارګي کې د افغان طالبانو او حکومت د استازو دوهم پړاو مخامخ خبرې وشي خو د ملا محمد عمر د مړینې د خبر خپرېدو او د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو رابرسېره کېدو خبرې وځنډولې.

4 thoughts on “د سولې د بل پړاو خبرواترو په باب د ولسمشرغني او صدراعظم شریف موافقه”
  1. ســـولـــه (صلح):
    ټوله بشر د ځان د سلامتی او ساتني په غرض دنړی د هیوادونو سره د سیاسي ،اقتصادي، معنوي اړیکو ،د خپل ملي یوالي ،ارزي تمامیت،ملي حاکمیت،او ملي ګټو لاسته راوړلو په خاطرکوشش کوي چي په سوله کي ژوند وکړي سوله د خلګو ترمنځ یوه رابطه ده چي د خلکو ترمنځ توافق راولي وه عدالت او د قانون حاکمیت ته لاره هواره وي .
    د اداري د وضیعت د بهبود،د چارو د سمبالتیا او د شخړو د ناوړو عواقبو د مخنیوي په خاطر ایجاب کوي چي تفاهم او هماهنګي ایجاد شي.د اختلاف ټکي وموندل شي او حل لپاره یي زمینه برابره شي باید مخالف لوري په مساعده فضا کي خبرو ته کښیني ،باید متقابل درک او اعتماد ایحاد شي ،د دواړو لوریو معلومات زیات شي .باید اصلي خنډ وپیژندل شي او په یوه پراخه نظر د دواړو طرفینو معقولیت ارزیابي شي .
    داچي په دي ورځو کي په ګران هیواد افغانستان کي د سولي تر عنوان لاندي حرکت شروع شوی باید هرکلی یي په ملي کچه وشي ،خو سوله باید د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کي د اسلامیت او افغانیت تر څپر لاندي وي ولس باید په جریان کي وي .ځکه تجاربو ښودلي هر هغه جریان چي ولسي بنسټ ونلري د ناکامی سره مخ شوی او په جګره کي د ښکیلو اړخونو باور په مبهم حالت کي لویدلی دی.
    داچي په ریښتني توګه په هیوادکي د سولي تامینول په جګره کي په ښکیلو اړخونو پوري اړه لري نو هرو مرو ګڼل کیږي چي د افغانانو تر منځ په ریښتیا سره ملي یوالی رامنځته او نړیوالو منل شویو قوانینو او موازینو ته درناوی وشي ترڅو د هر څه د مخه جګره پای ته ورسیږي په ریښتني توګه تل پاتي سوله ټینګه او له مخي یي امنیت،اقتصاد،او کلتور وده وکړي د سرلوړي افغانستان په هیله

  2. نوازشریف د افغانستان د وروستیو ورځو پر چاودنو خواشیني ښکاره کړه او د افغانانو د وژلو له کبله یې خواخوږي څرګنده کړه.
    ؟؟؟؟؟؟ هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
    \

  3. هغه بل ځل خو دسولی خبری پدی وځنډیدی چی دملاعمر دمرګ خبر خپور شو خو داځل زه فکرکوم چی په طالبانو کی به دانشعاب پرراتلو خبری وځنډیږی هغه ځکه پاکستان ډیر مردار سیاست او منافق سیاستوال لری چی سړی یی په دین اوایمان نه پوهیږی د انشعاب نه وروسته به دوی یو ضعیفه ډله رامخی ته کړی او دافغان حکومت سره به یی دسولی خبرو ته کینو ی او وبه وایی چی زما زورپدیو رسیده همدا مو خبرو ته کینولی که خوښه مو وی خبری ورسره شروع کړی او که نه کار مو خپل اولیاره موجدا ده

  4. دپاکستان دوجود ا و دمنځ ته راتلو منطق داسی ندی چی په سیمه او افغانستان کی سوله ، ثبات اوپرمختګ منځ ته راشی بلکی ددی دپاره دی چی داستعماری چی غربی امپریالیزم داستعماری نقشو او پلانونو دتطبیق دپاره باید هیشه بی ثباتی ، جنګ ، فقر ، بی عدالتی اوروسته پاتی والی حاکم وی ترڅو ولسونه استعمارګر ته احتیاج اوهغوی ددی نه په ناوړه استفادی سر خپل استعماری نقشی عملی اوموخوته ځان ورسوی نوځکه دپاکستان څخه دسولی راوړلو او سولی راوستلو تمه غلطه ده ځکه صلاحیت ورسره نشته بلکی صلاحیت یی اصلا دمستعمری دمور ینی امریکی سره ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *