په دې وروستیو کې دسولې په تړاو پیل شوې هلې ځلې د ځنډ له حالت سره مخ دي ، امریکا او افغان دولت له وسله والو طالبانو سره دخبرو په برخه کې چوپه خوله دي او نه وايي چې دغه بهیر کوم پړاو ته رسیدلی.

یوې باوري سرچینې ملي باور ته ویلي ، چې په قطر او نورو عربي هیوادونو کې طالب مشرانو په دې وروستیو کې خپلې سیاسي هڅې محدودې کړي دي او هغه ډول چې پخوا یې غونډې منډې درلود فعال نه دي .
سرچینه وايي دغو مشرانو له نورو سیاسي کړیو اورسنیو سره هم لیده کاته بند کړي دي .
په تیر یوه کال کې امریکا او افغان دولت له خپلو مخالفینو او په ځانګړي ډول وسله والو طالبانوسره د خبرو په برخه کې دپرمختګ خبرې کولې  . سپینې ماڼۍ له څو کلنې جګړې وروسته ومنله چې له وسله والوطالبانو سره دسولې خبرو ته چمتو دي .په دې برخه کې په فرانسه ، توکیو او المان کې له طالب سیاسي مشرانو سره د ناستو او لیدنو خبرونه ورکړل شول  دغه بهیر هله نور هم غښتلی ښکاره شو ،چې د قطر په پلازمینه الدوحه کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانستل شو ،چې وروسته بیا د کابل له سخت مخالفت سره امریکا پرطالبانو زور راوړ چې له خپل د فتر داسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ لیرې کړي د دغه ګام په غبرګون کې طالبانو د خپل دفتر دتړل کیدو اعلان وکړ خو ورسره جوخت امریکایی چارواکو داهم وویل چې دطالبانو سیاسي دفتر په موقتي ډول تړل شوی دی .

په قطر کې د طالبانو د دفتر له تړل کیدو وروسته افغان دولت له خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره دسولې په تړاو راشه درشه ډیره کړه افغان دولت ډاډ څرګند کړی و چې دپاکستان رول به دسولې په پروسه کې بریالیتوبونه له ځانه سره ولري دکابل او اسلام اباد ددغو اړیکو په پایله کې پاکستان اعلان وکړ چې دافغان چارواکو په غوښتنه یې جګپوړی طالب مشر ملا عبدالغني برادر خوشې کړ ،چې دغه چاره به دسولې په خبرو کې دښو پرمختګونو لامل شي که څه هم وسله والو طالبانو په وار وار ویلي چې ملابرادر نه دی خوشې شوی .

له دې هڅو وروسته دوسله والو طالبانو امریکا اوکابل حکومت له لوري دسولې په تړاو هلې ځلې ځنډنۍ ښکاري او دهیڅ یوه پرمختګ خبره په کې نشته .

یوې سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط ملي باور ته وویل دامهال دقطر په ګډون په هغو عربي هیوادونو کې چې یو شمیر طالب مشران په کې میشت دي طالبانو خپل سیاسي فعالیتونه کم رنګه کړي دي سرچینه وايي دغو مشرانو تر دې وړاندې له بیلابیلو سیاسي اړخونو سره ناستې پاستې اولیدنې کولې او آن یوشمیر طالب مشران به له رسنیو سره هم خبرو ته حاضریده خو په تیرو دوه میاشتو کې دغه مشران په یوه خاموشه حالت کې دي داسې حالت چې ښايي دیو کوټلي ګام دپورته کیدو انتظار په کې وي طالبان په روانو سیاسي حالاتو کې هم ډیر دنظر ورکړې لپاره نه چمتو کیږي او خپلې ټولې څرګندونې دامارت په جنګي ویاندویانو پورې تړي.

له بلې خوا په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې دننه ګڼ شمیر مشهور طالب قومندان دبې پیلوټه الوتکو دبریدونو ښکار شوي دي .

شنونکي وايي چې طالبان دامریکا په خبرو بې باوره دي نو ځکه نه غواړي چې دسولې په روان بهیر کې څرګند شي ، دسیاسي چارو شنونکی نعیم همدرد وايي امریکا چې کومې ژمنې په دې برخه کې له وسله والو طالبانو سره کړې پوره یې نه کړې د دوی دفتر یې تړلو ته اړ کړ او په دې وروستیو کې یې د سر جنګیالي ورته ووژل اوس طالبان په ډیر احتیاط له امریکا سره اړیکي پالي او تمه لري چې دشته میکانیزم پرځای به یو بل اغیزمن چوکاټ د دوی دسیاسي فعالیت لپاره رامنځ ته شي.

په ټوله کې دافغانستان د سولې په بهیر نیوکه داده ، چې یواځي په سمبولیکو کړنو یې چارې راټولې دي په حقیقي ډول له جنګیالیو سره د خبرو په تګلارو کار نه کوي.

One thought on “د سولې د بهیر ځنډ… طالبان د څه انتظار کوي؟”
  1. داخو ټولو ته جوته ده چ طالبان ده آی ایس آی اسیران دی، که چیرته دهغوی اسیران نه وی نو غلامان هم نشی کیدای ځکه چی دمجبوریت له مخی اووس له هغوی سره ګزاره کووی خو لوی ملامتی چی دغه بدمرغی ډله ته متوجه ده هغه دا ده چی ده افغانستان له دولت سره ده سولی خبروته نه کینی او ده کرزی مفسده اداره په غلامی تورنه ووی په داسی حال کی چی ده کرزی او ده امریکایانو روابط په داسی انداز کی نه دی چی ده غلامی تور په ولګیدلی شی، خو طالبان ده دی نران هم نه دی چی دی کرزی په څیر له خپل بادار ه آی ایس آی سره رویه اختیار کړی، خو به دی ده هم پوه شی چی امریکا کرزی سره مخلاصانه برخورد ونه کړ نو دوی که چیرته لژ عقل هم ولری نو بیا باید ده امریکا سره ده معاملونه باید تیر شی او خپل افغانیت ثبوت کړی او ده افغانستان له اداره سره خبرو ته کینی دااخطار هم باید ومنی که چیرته خدانخواسته ډبل عبدالله انتخابات وګټل نو بیا کیدای شی چی هغه له طالبانونه ده ای ایس آی ښه خادم شی او طالبان خپل یواځنی حامی له لاس ورکړی او هر څه به بیا نو ډیر خراب ووی او دغه بدمرغه طالبان به نور هم بدمرغه شی او بیا ده کرزی ده مفسده اداره آرمان کووی.
    په درناوی
    مسافر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *