د هلمند د سولې ولايتي کمېټه او ديني عالمان وايي، د سولې د خبرو په وړاندې ترټولو لوی خنډ جګړه ده.
دوی وايي، د دې لپاره چې د سولې خبرې پايلې ولري بايد اوربند وشي.
سوله په افغانستان کې هغه تودې او تکراري خبرې دي چې څو ځلې د يو شمېر هېوادونو په منځګړيتوب دا خبرې پيل شوې خو هيڅ کومه مثبته پايله يې ورنه کړه.
اوس چې په دې وروستيو کې بيا د سولې خبرې پيل شوي نو خلکو ته يې نوې هېلې پيدا کړي خو دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې لا هم هېواد کې جګړه روانه ده.
د هلمند د سولې ولايتي کمېټې مشرفضل باري فياض وايي د هېواد په کچه روانې جګړې د سولې د پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
نوموړی وايي د اوسني جنګ په ختميدو او سولې د پروسې د پرمختګ لپاره تر ټولو اړين کار د ولسونوهمکاري ده چې، ښکېلې خواوې دې ته وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي.
بلخواديوشمي رديني عالمان هم په هيواد کې اوسنۍ جګړه اوبمي چادونې د سولې پر وړاندې ستر خڼد ګڼي، چې په باور يې د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې په تړاوهڅې ټکني کوي.
دوی وايي د سولې د ټينګښت لپاره غوره لار د اوسنۍ جګړې او چاودنو درول دي، ديني عالمان غوښتنه کوي چې دولت او وسله وال مخالفين بايد له جنګه ډډه وکړي.
سره له دې چې د بېلابېلو هېوادونو په منځګړيتوب د افغان سولې لپاره خبرې روانې دي خو بيا هم د دولت د وسله والو مخالفينو او افغان دولت ترمنځ جګړه روانه ده او کوم ډز بند نه دی رامنځته شوی.
بصيرالحق عادل