تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی قطر ته روان شوی چې د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سولې د عالي شورا مرستیال رييس نن /جمعه/ وویل چې د دوی پلاوی به په راتلونکو څو ورځو کې د طالبانو له استازو سره په دوحه کې خبرې پیل کړي.

د سولې د شورا مرستیال عطا الله لودین وویل چې د دې شورا شل کسیز پلاوی به د یکشنبې او دو شنبې په ورځو له طالبانو او نورو سره خبرې وکړي.

د طالبانو دغه استازي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په خبرو کې به د حزب اسلامي استازي هم شامل وي.

ښاغلي لودین هم وویل چې د سولې د شورا غړي به نه یوازې له طالبانو بلکې د حزب اسلامي له دوو استازو او نورو ډلو له غړیو سره هم وویني.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په قطر کې د طالبانو یوه مهم استازي هم تایید کړه چې ټاکل شوې ده چې له افغان چارواکو او دغه راز ځینو پاکستاني استازو سره د دوی استازي په راتلونکو څو ورځو کې خبرې وکړي.

خو په قطر کې یوې سرچینې وویل چې د سولې د عالي شورا، طالبانو، حزب اسلامي، پاکستان او نورو خواوو استازي د پوګ واش په نوم د یوې موسسې له لوري قطر ته په یوه کنفرانس کې د خپلو لیدتوګو د بیانولو لپاره بلل شوي دي.

دې سرچینې دا احتمال رد کړ چې ګنې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سولې د شورا استازي له مخالف لوري سره د سولې رسمي خبرې وکړي.

سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته دا هم وویل چې په دې کنفرانس کې به ټولې خواوو د سولې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي.

د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستاني د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې افغان طالبان د سولې خبرو ته تیار شوي دي خو طالبانو ترپایه تایید نه کړه چې ایا د سولې خبرو ته حاضر دي او که نه دي.

One thought on “د سولې د شورا شل کسیز پلاوی قطر ته لاړ چې له طالبانو سره خبرې وکړي”
  1. ول خو د طالبانو له په زغرده اعلان شو چی دوی کنفرانس کی نړیوالوته خپل دریځ بیانول غواری لکه څنگه چی دا کار یی پخوا د جاپان او فرانسی په کنفرانسونو کی هم کړی وو، دوی اعلان وکړ چی دا مذاکرات ندی، بل داچی د حکومت له خوا دا یوه فرقه هییت له څه دپاره؟ کله دولت خپل په منځکی دومره یوبل باندی اعتبارونلری او هر یو وغواری چی دې مذاکراتو کی شخصاً حضور ولری، دوی به څرنگه د دولت نمایندگی وکولای شی؟ یو به یوڅه وایی بل به یی لکه اجراییه مامور صیب ردوی او خپل دخیتی نظر به وړاندی کوی، لازمه خو دا ده چی دا یوفرقه یی هیتونه رالږ شی اویو باصلاحیته نماینده محدود څوکڅیزه وتاکل شی، چیری چی شل وی هلته حتماً پاشل وی نور مو خوښه هر دول یی چی درنگوی لکه پخوا یی درنگوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *