نن د سپټمبر ۲۱ مه د سولې نړيواله ورځ ده. دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغانان لا هم د سولې تږي دي او په هېواد کې نا امنۍ ورځې تر بلې زياتېږي.

له بده مرغه جګړه د ملکي افغانانو په وژنې په ټول قوت سره روانه ده، د جګړې ښکېلې خواوې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي او په جګړه کې هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان په شهادت رسول کېږي.

د روانې غميزې يوولس کاله وشول، خو لا هم د جګړې او کړکېچ د حل لپاره رښتينې هڅې نه سترګو کېږي او سوله په افغانستان کې اوس پر يوه خوب – خيال بدلې شوې.

له بده مرغه له تېرو څو کلونو راهيسې د افغان حکومت او نړيوالو له خوا د سولې هڅې رښتينې نه دي، بلکې دغه هڅې د يو شمېر هېوادونو له خوا تر ډېره د سليقو او ګټو قرباني شوې دي.

افغان ملي غورځنګ په دې باور دى چې د سولې لپاره د افغان حکومت روانې هڅې بريالۍ نه دي او اړتيا ده چې د دغه بهير د برياليتوب لپاره پر يوې داسې نوې طرحې کار وشي، چې له مخې يې مخالفين سولې ته را مات او جګړه ودرول شي.

د دې ترڅنګ د سولې پروسه او روانې هڅې بايد په بشپړه توګه د افغانانو په مشرۍ پرمخ يوړل شي او بهرنيان په دې پروسه کې يوازې د منځګړي رول پر غاړه ولري. افغان ملي غورځنګ د يوه سياسي جريان په توګه ژمن دى چې په هېواد کې د سولې او امن لپاره له حکومت سره په دې ملي بهير کې تر خپلې وسې همکاري وکړي.

په پاى کې له وسلوالو مخالفينو غوښتنه کوو چې د سولې نړيوالې ورځې په درناوي دې جګړه ودروي او د تلپاتې سولې – ثبات لپاره د تفاهم او خبرو مېز ته کښېني، ځکه سوله د افغانانو اړتيا ده او په سوله کې زموږ خير دى.

و ما علينا الا البلاغ

مطبوعاتي څانګه

 558838_638265669531195_1824941996_n

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *