شکور کامران
د سپټمبر د مياشتې يوويشتمه (۲۱) چې د وږي له دېرشمې (۳۰) سره سمه ده د سولې نړيواله ورځ ګڼل کيږي چې هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي.
په پکتیا کې هم د سولې د ورځې د لمانځنې په موخه يوه غونډه جوړه شوه.
ياده غونډه په پکتیا کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي يوناما له خوا د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې په کې د سياسي چارو کارپوه احمدالله ارچيوال، د پکتيا مرستيال والي، د ولايتي شورا مسؤلينو، د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر، ګڼو ځوانانو او محصلينو او د مدني ټولنو غړو په کې برخه اخيستې وه.
د غونډې ويناوالو د سولې په اړه خبرې وکړې او سوله يې د پرمختګ او سوکالي يوازينی لامل ياد کړ.
د پکتیا پوهنتون رئیس شېرمحمد روان د سولې د رواستو لپاره هڅه او کوښښ د دې خاورې د هر اوسيدونکي دنده وبلله او غوښتنه يې وکړه چې هر څوک دې په دې برخه کې تر خپله وسه هڅه وکړي.
روان وويل: د سولې او امن په لار کې هلې ځلې زموږ د ملي او انساني دندې برسېره ديني او اسلامي وجيبه هم ده.
د يوناما په استازيتوب دلاور خان دلاور خبرې وکړې او ويې ويل چې جنګ يوازې ستونزې او کړاوونه زېږوي او کورنيو ته د غم اوښکې ورکوي.
دلاور وويل سوله او امنيت د ټولنيزې ودې و پرمختګ ستنې دي او په ټولو وسلوالو يې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او په سوله کې ژوند وکړي.
دلاور خان وويل: موږ له جنګياليو اړخونو غواړو چې وسلې پر ځمکه کيږدي څو وکولی شي د سولې ساه واخلي، وسلوالې شخړې کورنيو، ټولنو او هېوادونو ته بې شمېره مصيبت او غم راوړي، د جنګ غوښتونکو او تروريستانو د بې رحمۍ له امله نن زيات شمېر کورنۍ ځوريږي راځئ له دوی سره پيوسته ودريږو.
د سياسي چارو کارپوه احمدالله ارچيوال د ولسي مبارزې يا عدم تشدد او وسلوالې مبارزې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ولسي مبارزه يا نه تاوتريوالی د وسلوالې مبارزې په پرتله غوره او زيات ملاتړ لري.
ارچيوال وويل ولسي مبارزه هغه ده چې په هغه کې د يو څه د ترلاسه کولو لپاره له زور زياتي، تشدد او وراني پرته مبارزه کيږي او له دې لارې ولس راپاڅوي.
احمدالله ارچيوال وايي: ولسي مبارزه هغې مبارزې ته وېل کيږي چې په هغې کې مبارزين پرته له دې چې زور وکاروي مبارزه کوي او هغه څوک چې پر ځان باور باور نه لري، ولسي مبارزه نه شي کولی ځکه چې ستا مخالف ستا په مقابل کې زور زياتی کاروي او ته تشدد نه کوي.
احمدالله ارچيوال وويل په نړۍ کې تر اوسه چې څومره وسلوالې او ولسي مبارزې شوې دي ولسي يا د نه تاوتريوخوالي مبارزې د وسلوالو او متشددو مبارزو په پرتله زيات ملاتړ لري او له نيمايي ډېرې يې بريالۍ شوې دي.
ارچيوال زياته کړه: د يو نوي تحقيق له مخې چې په هغه کې له ۱۹۰۰م کال ــ تر ۲۰۰۶ کال پورې په دنيا کې غټې ولسي او وسلوالې غټې مبارزې څېړل شوي دي او دې نتيجې ته رسېدلي چې ولسي مبارزه د وسلوالې مبارزې په پرتله له نيمايي زيات يانې ۶۶٪ د کاميابې چانس او وسلواله هغه ۳۴٪ د کاميابۍ چانس لري.
قومي مشر جنت خان منګل د غونډې يو بل ويناوال و، ده په هېواد کې د روانې جګړې لوی لامل بې سوادي وګڼله او ويې ويل که چېرې ټول پوهې ته مخه کړو او د خپل هېواد پر وړاندې مو ديني او ملي مسؤليت وپېژنو نو بيا به کله هم جنګ او تشدد ته مخه نه کړو او خپلې غوښتنې به له سوله ئيزو لارو مبارزه کوو.
جنت خان منګل: څومره ستونزې مو چې په ټولنه کې دی دا د جهالت او ناپوهي له امله دی، که چېرې پوهې او تعليم ته پام وکړو نو دا ستونزې به نه وي.
د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي خالقداد وويل چې د يو تن وژنه د ټولو انسانانو وژنه ده او عامل يې د ستر څښتن تعالی د قهر او غصي مستحق کيږي.
مولوي خالقداد زياته کړه هغه څوک چې په لويو لارو کې خلک لوټي، خلک وېروي او قتل کوي نو قتل يا وژنه يې جايز ده.
خالقداد وايي: هغه مسلمان چې په لاره کې شوکې کوي، خلک ډاروي خلک لوټي له خلکو مال اخلي، ابرو او عزت ته يې سپکاوی کوي په هغه تعرض کوي نو قتل يې جايز دی.
د پکتیا مرستيال والي عبدالولي سهي په هېواد کې روانه جګړه په افغانانو تپل شوې او نيابتي جګړه وبلله او ويې ويل چې افغانان د جګړې پلوي نه بلکه د سولې غوښتونکي دي.
سهي وايي: د دې جنګ شروع نه زموږ د دين غوښتنه ده او نه زموږ د فرهنګ، په موږ هر وخت جنګ تپل شوی دی.
عبدالولي سهي په ټولو ځوانانو غږ وکړ چې سوله دې وپالي او د جګړې پلوي او هغه چا ملګرتيا د ې نه کوي چې جنګ او تشدد ته يې هڅوي.
سهي زياته کړه دا چې ځوانان کولی شي د سولې لپاره زيات کار وکړي او بالاخره د سولې د ټينګولو وياړ خپل کړي نو بايد په دې برخه کې پوره هڅه وکړي او له هرې ممکنه لارې چارې کار واخلي.
عبدالولي سهي: ځوانانو هر څوک مو چې جنګ ته دعوتوي که پلار مو وي، تره مو وي د جومات امام او يا هم کوم حکومتي چارواکی وي هغه عقل نه لري او که له عقل نه مو دعوتوي نو هغه د دې وطن دښمن دی.
له نن دېرش کاله مخکې ملګرو ملتونو سوله د هر ملت حق وباله او ژمنه يې وکړه چې د سولې راوستو او ټينګولو لپاره به کار کوي څو راتلونکي نسلونه هم د جنګ له تورې بلا لرې د سولې او ارامي په نرمه او ښکلې غېږ ژوند وکړي.
ياده دې وي چې څه موده وړاندې اسلامي حزب اعلان وکړ چې د راتلونکي حکومت سره به د سولې خبرې کوي او که يې غوښتنې ومنل شي نو وسله به ږدي او له سياسي لارې به فعاليت کوي.
د ملا محمد عمر په مشرۍ طالبانو هم څه موده وړاندې وويل چې په کابل کې به سياسي دفتر پرانيزي او له سياسي لارې به هم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، چې ور سره سولې ته هيلې لا زياتې شوې او د خلکو له هرکلي سره مخ شول.
دا چې له کوره مو د سولې د الوتې کوترې بېرته راتګ ته لا څومره انتظار دی هغه پوښتنه ده چې راتلونکي سياسي حالات او د سولې راوستو ټينګ سياسي هوډ به يې ډاګه کړي.