حبیب الله حبیب [email protected]
ولسمشر غني په وارسا کې نیغ په نیغه پاکستان ته ګوته ونیوه او څرګنده یې کړه چې پاکستان ترهګر په ښو او بدو ویشي، هغه د پولېنډ پلازمېنه وارسا کې د ناټو سازمان په ناسته کې وویل، اسلام اباد د څلوراړخیزې ناستې له څرګندو ژمنو سره سره، لا هم ” ترهګرو” پروړاندې د ښو او بدو توپیري چلند کوي، چې دغو خبرو ته پاکستان توند غبرګون وښود، خو ولسمشر غني وایي، دوی پاکستان سره د ښو اړیکو نیت ثابت کړی دی او د دواړو دولتونو ترمنځ هم سوله غواړي، داسې چې اسلام آباد د کابل پر وړاندې “نااعلان شوې جګړه” چې موږ ورته په څرګندو ټکو تشریح کړې او هغوی سر ښورولی، پایته ورسوي.
ولسمشر غني د وارسا له غونډې کابل ته تر ستنېدو وروسته په کابل کې یوه خبري ناسته کې وویل؛ نړۍ له پاکستان سره د ښو اړیکو او سولې لپاره د افغانستان پر نیت شک درلود، خو افغانستان ثابته کړه چې هم د سولې نیت او هم ورته څرګنده طرحه لري ، ځکه د هغه په وینا چې د ولسمشر په توګه د کار د پیل له لومړۍ ورځې یې د سولې لپاره هراړخیزې هڅې وکړې، خو د دولت مخالفینو او د هغوی ملاتړو د افغانستان د خلکو پروړاندې عمومي جګړه اعلان کړه او ښاغلي غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې ترهګرو ته دې ځاله او ځای نه ورکوي او هرڅوک چې ددغه هېواد امنیتي مسایلو کې لاسوهنه کوي او اورپکو ډلو ته ځای ورکوي، پیغام یې ورته څرګند دی.
خو پوښتنه دلته ده چې آیا د افغانستان سولې ناکامولو هڅې یوازې پاکستان کوي او په خپل شیطانت کې یې ځای ورکړی او که په دې تړاو د پردې تر شا نور لاسونه هم شته چې پاکستان د ګټو په مقابل کې ورته کار کوي؟. ځکه د پاکستان شوم نیت خو ټولې نړۍ ته معلوم دی چې نه د افغانستان پرمختګ غواړي او نه هم په افغانستان کې د سولې راتګ، خو آیا پاکستان دا کار د خپلې ګټې لپاره کوي څو د تل لپاره یو معزور ګاونډی ولري او که د پردې تر شا داسې لمسوونکي عناصر هم شته چې پاکستان ته د افغانستان هر شوم نیت په مقابل کې مادي ګټې په نظر کې لري او د یو پرمختللي افغانستان نه غوښتوونکي دي؟.
ددې پوښتنې ځواب لپاره به یو شمیر مستندې او نوې بیلګو یادونه وکړم تر څو موضوع ښه کره څرګنده شي او د باور کچه لوړه شي. موده وړاندې په یو تلویزیوني بحث کې د مشرانو جرګې یو مشهور غړي په څرګند مثال سره یاده کړه چې امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي، ځکه هغه په څرګندو ټکو وویل چې دا موضوع دوي ته له مطبوعاتو لرې یو څرګند او مهم کس روښانه کړه. پر دې بیلګې سربیره که د خپلو سترګو لیدلی حال تحلیل کړو او د سولې په تړاو ګڼې پیښې تر نظر تیرې کړو نو ډیر څه به راته څرګند شي او هغه دا چې؛ د سولې شورا لپاره د پخواني ولسمشر کرزي په ناکاره دوره کې یو داسې مشر وټاکل شو، چې د طالب رژیم د نسکورولو او د افغانستان بمبارولو سند یې له امریکا سره لاسلیک کړی ؤ او امریکایانو ته یې سپارښتنه کوله چې ((پر طالبانو غت غت بمونه واچوئ)) او له دې وروسته د ناکاره کرزي په دوره کې د وخت بهرنیو چارو وزیر عبدالله او نور د شمالي ټلوالي اړوند جنګسالارانو له بهرنیو ځواکونو سره د افغانانو په تیره د پښتنو د کورونو خپلسري تلاشي او خپلسري شپني عملیاتو او بمبارۍ سند لاسلیک کړ او په دې برخه کې یې هر اړخیزه اجازه ورکړه، ځکه امریکا په لومړي سر کې په همداسې یو اقلیت تکیه وکړه ، تمویل یې کړل او واک ته یې ورسول تر څو د دوي په خوښه کار وکړي او له دې لارې اکثریت لپاره خنډونه جوړ کړي او په پای کې یې له منځه یوسي. نو آیا په داسې کړو سره به د دولت مخالفین کم شي او سولې ته به زړه ښه کړي؟ څرګنده ده چې ځواب (نه) دی. ځکه د وخت د سولې شورا یاد مشر هم هیڅکله د طالبانو په اړه ښه نیت نه درلود او نه یې غوښتل چې طالبان د وخت په فاسد حاکم نظام کې ځای پیدا کړي او د دوي غلاوو او شوکماریو پر وړاندې دې خنډ شي.
تر دې وروسته چې تش په نوم یو څو تنه وزګار چې د ټوپک پر ماشې یې هم ګوته نه وه ټینګه کړې د سولې شورا مرکزي او ولایتي دفترونو د امتیاز اخیستنې په موخه له سولې سره یو ځای شوي وسله وال مخالفین وبلل او په دې ډول یې په خپلو لوړو ډالري معاشونو شخوند واهه او په مطبوعاتو کې یې تبلیغ د سولې شورا بریالیتوبونه وو خو په څرګنده بلې لوري ته ټولې نړۍ لیده چې د خپلسرو شپني عملیاتو او د کورونو تلاشیو له امله بې ګناه خلک هم د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په مخالفت را پورته کیدل. په داسې حال کې چې دا په ټوله نړۍ کې یو منل شوی اصل دی چې د سولې لپاره تر ټولو لومړی شرط اوربند دی، خو بهرنیو ځواکونو د مسخرو په ډول له یو لوري د سولې شورا باندې پانګې ولګولې او بل لور ته یې پر مخالفینو او ملکي بې ګناه وګړو بمباريو ته زور ورکړ.
بل لور ته د افغانانو جنګولو او د قومونو تر منځ د مخالفتونو او نفاق راپارولو پخوانۍ پالیسۍ باندې د عمل کولو لپاره بهرنیو د سولې یاد مشر سره د لیدو او خبرو اترو لپاره د پاکستان په مرسته ځانمرګی د سولې سفیر په جامه کې راولیږه، چې په دې سره یې له یوې خوا د ټلوالې په تیره د جمعیت ګوند احساسات یې د مخالفینو پر وړاندې راوپارول او بلې خوا یې د (تفرقه انداز و حکومت کن) پالیسي ته د عمل جامه ور واغوسته او د قومونو تر منځ یې نفاق ته لمن ووهله. دغه راز له دې څخه کیدای شي ددوي دا موخه هم وه چې استاد رباني یې د خپل ځان پر وړاندې خنډ ګاڼه او د له منځه وړلو لپاره یې له دې لارې کار اخیستی وي، ځکه دوي چې کله هم د خپل موافق لوري کوم عنصر باندې د زیان شک کړی دی، نو په غیر مستقیم ډول یې له منځه وړی دی او یا یې هم پر وړاندې منفي تبلیغات کوي تر څو یې ولس پر وړاندې راپاڅوي لکه د پخواني ولسمشر کرزي سره چې یې د هغه دورې په وروستیو کې راخیستې وه.
د ولسمشر غني هڅې هم د وسله والو مخالفینو سره د سولې په تړاو تر اغیزناک کیدو مخکې بهرنیانو د شمالي ټلوالې او د وحدتیانو له لارې سبوتاژ کړې. ځکه له اختر او روژې وړاندې د دولت وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي سره د سولې خبرې د بریالیتوب کچې ته رسیدلې وې ، خو د سولې په شورا کې دننه یې د یو لړ مخربو عناصرو (شمالي ټلوالې اړوند کړیو) له لارې چې د امریکا په لمسون کار کوي سبوتاژ شوې او برخلیک یې نا څرګند پاتې دی.
نو له دې ټکو کره او د لمر په څیر څرګنده ښکاره ده چې تر ټولو لومړی د افغانستان لپاره امریکا د سولې نیت نه لري او پاکستان چې نه د دین او نه د انسانیت پروا لري په ښورا سپین سترګۍ سره د سولې پروسه کې د امریکا په خوښه ستونزې جوړوي د ښو او بدو ترورستانو تر منځ د توپیر مسئله را پورته کوي او له امریکا څخه د مادیاتو تر لاسه کولو لپاره سوله غوښتوونکي طالبان او حزب اسلامي له افغان دولت سره سولې ته نه پریږدي.
او په پای کې دې پایلې ته رارسیږم چې، که د افغان دولت وسله والې مخالفې ډلې د پاکستان او امریکا له تیرو لوبو او د دوي پر سر د خپلو شومو ګټو څخه خبر شوي وي او له هوښیارتیا کار واخلي نو په خپله دې نیغ په نیغه له افغان دولت سره سوله وکړي او د هیچا احسان دې په غاړه نه وړي، ځکه چې د طلايي فرستونو له لاسه ورکولو سره به بیا لاسونه مروړي او پښیمانتیا به هیڅ هم لاسته نه ورځي، ځکه همدغه پاکستان کې اوس هم سولې ته لیوال طالب مشران یا نظر بند دي او یا هم د اسرایلي پاکستان لخوا له منځه وړل شوي دي او لرې نه ده چې د دوي پر سره هم پاکستان له لویدیځ او یا د افغانستان هر بل مخالف سره معامله وکړي او پرې خرڅ یې کړي.
محمد ایاز نوري آزادي ۰۹ / ۰۷ / ۲۰۱۶
د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطی
د فیسبوک نړی ته ولاړم او دغه لاندې مضمون مې د یوه افغان وطنوال شاعلي زلمی خان )پشتون( په اړونده پاڼه
کښې ولوست. رشتیا، چې پر ما یې لوی ت ا ثیر وکړ او خواشینی شوم. لکه څنګه چې لیدل کیږي، شه او ارزښناک
چانسونه او شیبې په ژوند کښې تل میسرې نه وي. دلته د لاندې مضمون لیکوال زمونږ د ګران هیواد تاریخي
افغانستان او د هغه وخت د سیمې وضعیت یعنی د ۱۹۴۷ ز کال نه مخکې وخت ته ګوته نیولې، کله چې ټولواک
محمد ظاهرشاه د هیواد د رهبري او ادارې چارې په واک او لاس کښې لرلې. زمونږ بی نوښته پاچا ته د وخت د
زبرځواکونو انګریز او متحده ایالاتو له خواء زما په نظر غوره او نادر وړاندیز شوی وه، چې که پاچا دا وړاندیز
منلی وای، نه یواځی به نن ډېر مضراو دښمن زمونږ په حق کښې د پاکستان په نوم هیواد زمونږ سره په څنګ
کښې زمونږ د حقه خاورې نه، شتون نه درلودای، بلکې نن به افغانستان یو قوي او پر ځان متکي او په نړیواله
سویه به یو منلی او مطرح هیواد وای. ستاسو پام لاندې متن ته را اړوم. ماته دا سوال مخته راځی، چې زمونږ
ټولواک د دې مهم وړاندیز په ارزښت نه پوهیده او یا یی عمداً د افغانستان د مظلوم ملت سره غوښتل جفا او ظلم
وکړي؟ دلته قضاوت د هر افغان خپل او مختار دئ .
د ظاهرشاه یوه ستره تاریخی تیروتنه! «
په ۲۰۰۲ کال کښی کله چی زه په ایتالیا کښی دیپلومات وم
د جنرال سردار ولی سره می ډیری ښی اړیکی پیدا کړی
وی. د کیسو په ترڅ کښی یوه ورځ راته یی وویل چی
وروسته د نړیوالی دوهمی جګړی څخه د انګلستان دولت د
اقتصادی له اړخه دومره ناتوانه شوی وو چی د امریکی
رئیس جمهور ته یی وویل چی مونږ نور هند نشو ساتلی
مګر د امریکا دولت ورته وویل که چیری هند خوشی کړی
د شوروی کمونستی رژیم راځی هند اشغالوی او تودو اوبو
ته ځان رسوی.
امریکا او انګلیس فیصله وکړه چی د افغانستان له پادشاه
سره باید خبری وشی چی مونږ سره د سنتو په تړون کښی
یو ځای شی او مونږ به په بدل کښی د احمد شاه بابا
امپراطوری دوباره ورته احیا کړو. د منځ کس جنرال سردار عبدلولي په روم کښې
خو لنډه دا چی دری ځله د انګلیس استازی او د وخت صدراعظم کابل ته راغی مګر ظاهر شاه ورسره و نه منله او
د افغانستان په بی پلوی یی تینګار وکړ. د اخر ځل لپاره د امریکه رئیس جمهور ایز هاور په خپله افغانستان ته
راغی او د کابل هوای ډګر په فی ای پی کښی له پاچا سره وکتل او پاچاته یی وویل که ته زمونږ دا هیله ونه منی نو
مونږ مجبور یو یو بل هیواد جوړ کړو او دا کار مونږ ته ستونز مند دی. که ته مونږ سره یو ځای شی دا پیسی به
ستا په مرسته ولګو او هم به څلور میلونه مسلمانان هم له هند څخه ستا لویه خاوری ته راولیږو. خو ظاهر شاه بیا
هم و نه منله. جنرال سردار ولی زیاته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان، داکتر ظاهر او
زیاتو خلکو غوشتل په پادشاه فشار راوړی ترڅو دا وړاندیز ومنی مګر ما او پادشاه دا وړاندیز و نه منل دا وه چی
په ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان جوړ شو. د کراچی بندر خو څه کوی له مونږ څخه یی پشتونستان او بلوچستان هم
واخیست. جنرال ویل د امریکا هغه پیسی چی باید زمونږ په ابادی لګیدلی وای زمونږ په بد بختی ولګیدلی او دا
». مسله زمونږ د کورنی د نفاق سبب هم وګرځیدلو او بیطرفه هم پاتی نشولو ځکه مونږ روس ته احتیاج شولو
عزیز امیرج