بدلون

د جدي پر ۲۱– مه دوشنبه په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین د استازو تر منځ یوه څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه چې په افغانستان کې د سولې لپاره یوه لار- نقشه رامنځته کړي، دوی پر دې سلا شول چې د سولې د میکانیزم جوړېدو لپاره به را روانه دوشنبه د عقرب پر ۲۸– مه په کابل کې بیا سره کښېني.

د سولې خبرو لپاره دغو وروستیو هلو- ځلو ته مختلف غبرګونه را پورته شوي.

یو شمېر نظر خاوندان د پاکستان سابقې ته په کتو سره پر دغه هیواد هیڅ باور نلري چې په افغانستان کې دې د سولې راوستو لپاره سم نیت و اخلاص ولري ځکه پاکستان په ۱۹۴۷م کال کې د نړۍ په نقشه کې د را څرګندېدو له وخته بیا تر ننه زموږ لپاره ښه نیت نه دی لرلی، همېشه یې زموږ په کور کې بربنډې مداخلې کړي او د افغانانو د غوښو، هډوکو او وینو په قیمت یې د خپلو ګټو فابریکې چلولې دي؛ ټولو ته به یاد وي، په افغانستان کې چې د (آی اس آی) د روزل شوو مجاهدینو له خوا په خپل منځ کې پر یو بل د کفر او جهاد فتواوې ور کول کېدې او زموږ تاریخي دروند هیواد یې د کورنیو جګړو د یو مخیزې ورانۍ او بې عزتۍ پر شر اړولی وو نو (بي بي سي) راډیو راپورونه خپاره کړل چې افغان کوشنیان د ډېرې سختې بېچارګۍ له امله له قبرو څخه هډوکي را باسي او په پاکستان کې یې خرڅوي.

او د رحمت شاه سایل دا بیت خو د تاریخ برخه ده :

خرڅې کړې وړو د پېښور په بازارونو کې

څومره شوې ارزانه د ملالي د سالو ایرې

دا نور د دنیا په هیڅ کونج کې له چا څخه پټه نه ده چې پاکستان د نړۍ تر ټولو لوی د ترهګرۍ تولیدوونکی او صادروونکی هیواد دی مګر دا هم ښکاره ده چې نن-سبا خپله هم د همدغه تروریزم د ښامار ښکار ګرځېدلی دی.

ځینې خوشبین څېړونکي بیا د سولې د کمپاین دغې نوي څپې ته هیله من ایسي، په څو دلیله:

یو- افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو سره جوخت د سولې پروسې ته جدي توجه واړوله، سعودي عربستان، پاکستان، چین او نورو د افغانستان په مسایلو کې ننوتو هیوادو ته یې مسلسل سفرونه د همدغه جدیت بېلګې دي؛ نوموړي په وارو- وارو یادونه کړې چې د افغان سولې لپاره یې یوه سیمه ییزه اجماع را منځته کړې او د فعالې بهرنۍ ډیپلوماسۍ په نتیجه کې یې د نړیوالې ټولنې پام هم راړولی دی.

په دغه واقعیت پسې د امیدونو څپې را ولاړېدای شي او که ولسمشر غني په دغه پروسه کې همداسې بریالی مخې ته ولاړ شي نو دا به د نوموړي په باندني سیاست کې تاریخي کارنامه وي.

دوه- متل دی چې، د مارګیر مرګ به د مار له لاسه وي، پاکستان خپله هم د تروریزم د هغه مار په زهرو مسموم شوی چې د افغانستان او سیمې د ناآرامۍ لپاره یې روزلی وو؛ په دغه افراطیت زېږوونکي هیواد کې مسلسلې نارامۍ، چاودنې، د پاکستاني طالبانو، چې دوی یې بد طالبان بولي، خشن ترین تروریستي فعالیتونه، هغه واقعیتونه دي چې پاکستان یې پر لویه فاجعه اړولی، سیاسي ثبات یې متزلزل، اقتصادي پیکر یې پر تتۍ لوېدلی، اجتماعي روان یې ځپلی او د بحران د نوو تباکوونکو موجو انتظار کوي.

له دغو مسایلو سره چې د دغه هیواد په ډېره حساسه پوځي سیمه (ایبټ اباد) کې د امریکا له خوا د اسامه بن لادن وژنه، له کراچي څخه د ملاعمر د مرګ خبر، د لویو ترهګرو مشرانو په دغه خاوره کې نیول یا وژل کېدل، د طالبانو د کوټي شورا، حقاني شبکه او نور شریر جریانونه ور جمع شي نو هیڅ دلیل نه پاتیږي چې پاکستان ته دې پر نړیوال سټیج د پرستېژ په نوم څه ور پاته شي او که نور هم دغه هیواد خپلو ورستو- کلاسیکو، ناکامو او شرموونکو سیاستو ته دوام ور کوي نو دا به یې د ملي ځانوژنې په مانا وي.

درې- امریکا او چین چې په ترتیب سره د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي- نظامي ځواکونه دي، د سولې په دې څلور اړخیزو خبرو کې د سترو تضمین کوونکو په صفت فعال حضور لري؛ دا وضعیت ښیي چې د دغې پروسې د بریالیتوب لپاره لکه چې قوي چانس را منځته شوی.

له پاکستان څخه خو هسې هم د دغه هیواد په ټول تاریخ کې د خیر و صداقت څرک نه دی لیدل شوی؛ که بېخې ډېر بدبین هم شو مګر دا چې د نړۍ لوی ځواکونه، هغه هم په عین حال کې په جدیت سره رقیب هیوادونه، د دغې پروسې پر ډیزاین تفاهم ته سره رسیږي او د تطبیق لپاره یې پر یوه ګډ طرزالعمل کار پیلوي، دا خپله د یوه امید د افق پرانیستو زېری لري.

پایله:

ځمکنې واقعیتونه دا ږغ کوي چې د سیمې او نړۍ لپاره سوله یو حتمي جبر دی، سولییزه فضاء یوازې پر افغانستان د زړه سوي لپاره ضرور نه ده بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره حیاتي اړتیا ده.

د درېیمې زریزې په طرح کې د آسیا لویه وچه، د ځوانې او بېسارې بشري قوې، پراخو طبیعې زېرمو او هیجان زېږوونکی اقتصادي پوټانشیل لرلو له امله په ستر اقتصادي ځواک بدلېدونکې ده؛ د هندو و چین غوړېدونکی اقتصاد، د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د انرژۍ او نورو تجارتي توکو تبادله، د ورېښمو لار، ټاپي پروژه، لاجود لار، د جنوبي آسیا سارک سازمان، شانګهای تړون، د اروپایي اتحاديې موډل غوندې د جنوب ختیځې آسیا د لسو هیوادو (اندونیزیا، مالیزیا، بروني، سینګاپور، لاؤس، فلیپین، کمبودیا، برما، تایلنډ او ویټنام) د ګډ اقتصادي بازار رامنځته کېدو طرح، چې ممکن په ۲۰۱۶م کې د عمل ساحې ته ننوزي، دې پلان ته د اروپایي شرکتو بې صبرانه امیدوارې او له دغو او ورته نورو پروګرامو سره د امریکا او لوېدیځې نړۍ د ګټو همغاړیتوب، هغه څرکونه دي چې په افغانستان کې د دایمي سولې و سیاسي ثبات پرته یې رڼا ته کښېنستل ممکن نه دي.

خو افغان حکومت او په مجموع کې موږ ځوان افغان سیاسي او روښان ذهن باید یوازې د سولې پر بهرنیو عواملو خپله ټوله اتکاء متمرکزه نکړو او تر دې زیاته توجه پر خپل کورني کار را ټوله کړو ځکه تر هغه چې موږ سوله ییز ارزښتونه د خپل فرهنګي هرم په قاعده کې بنسټیز نکړو نو یوازې باندنې فاکټورونه د سرتاسري سولې تضمین نشي رامنځته کولای.

داسې ښکاري لکه د تېرو ۳۸– کلونو د مسلسل جنګ و جنایت ناوړو تاثیراتو چې زموږ د فرهنګ او ټولنیز شعور متن ته مزمن نفوذ کړی وي او لکه تاوتریخوالی چې مو په یوه کلتوري ارزښت بدل شوي وي نو موږ باید د خپل تعلیمي و تحصیلي نظام په نصاب کې سولییزو تعلیماتو ته تر ټولو په سر کې ځای ور کړو او له دې سره په څنګ کې خپلو ټولو فرهنګي– مدني فعالیتو ته د همدغو انساني او عدم تشدد ارزښتو د سر تا سري تعمیم په موخه لوری ور کړو.

د سولې سپینه کوتره راتلونکې ده خو زموږ اراده شرط دی.

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/ نهمه/ پرلپسي ۶۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ جدي/۲۳/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *