د افغانانو نه پوره کېدونکې هیله، سوله له تېرو لسو کلونو له هر لوري په پټه او ښکاره تر بریدونو لاندې ده؛ حکومت او د سولې شورا هم تر اوسه د خبرو اړخ ندی پیدا کړی، کله په ارګ کې د کویټې له صرافانو او کله د سولې په شورا کې له ځانمرګو سره د سولې پروسه پر مخ بیايي.
که د سولې عالي شورا له نا مناسب جوړښت نه هم تیر شو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې د دغې شورا تر اوسه په میلونونو ډالر لګښټ د پاسه هم د سولې د خبرو اړخ او ځای معلوم نه کړ؟
ښايي د مختلفو کمېسیونونو او ډلو شتون دغه شورا نه وي پرې ایښې چې له مخالفینو سره د خبرو ادرس یا موقع پیدا کړي؛ له طالبانو سره امریکا په قطر، ولسمشر حامد کرزی په ارګ او د سولې عالي شورا په دوبۍ کې د سولې نغارې غږوي نو دې مختلفو نظریو یو ځای کول ددې شورا له وسه وتلې خبره ده تر څو ځان ته لږ تر لږه د خټو پزه پيدا کړي.
طالبان بیا له سره د سولې پر پروسه باور نه لري؛ خو کله چې ورته امریکا په قطر کې دفتر پرانیست او وتړلو، په سوله د هغوی رامنځ ته شوی باور هم له منځه ولاړ او د خپل حیثیت په اعاده بوخت شول.
بل خوا هر کله چې د سولې په اړه کوم مثبت خبر خپور شي ورسره سم د نا امنۍ ګراف لوړ او د مخالف لوري د سولې مرکچي ونیول شي یا ووژل شي.
درې اونۍ وړاندې د طالبانو د واکمنۍ د ماليې وزیر ملا اغاجان معتصم چې د سولې خبرو نوی پړاو یې پیل کړی دی د متحده عربي امارتو په دوبۍ کې نادرکه شو، له را پیدا کېدو ورسته معتصم وویل، چې دی لادرکه نه، بلکه د متحده عربي اماراتو حکومت خوندي کړی وو ځکه یو شمیر کړیو یې د وژلو پلان درلود.
دا د ملا معتصم نظر وو؛ خو تر څنګ یې کلکې ګنګوسې شته چې معتصم نظر بند شوی وو او کابل ته د ستنېدو یا عدم فعالیت په شرط خوشي شوی له همدې امله د سولې عالي شورا ورسره تر اوسه په اړیکه نده بریالۍ شوې او د معتصم له خپرې کړې وینا داسې ښکاري چې هغه لا هم په متحده عربي اماراتو کې میشت دی او خپلو فعالیتونو ته یې د اوس لپاره شا کړې.
له دې او دې ته ورته اعمالو ښکاري چې د سولې پر پروسه د بریدونو عاملین امریکا، پاکستان او طالبان دي، چې د سولې بې ګټې شورا دوی ته د خنډونو جوړولو ښه موقع په لاس ورکړې.
همداراز د افغان حکومت نا غیړي او د سولې په شورا کې د داسې مرکچیانو ټاکل چې له سره د سولې پلوي ندي د جګړې اور غځولی او د افغانانو لویه هیله یې په نا هیلۍ بدله کړې.
همداراز د ټاکنو ګرم بازار چې یوه ویره یې هم خپره کړې سوله ځنډولې، دا ویره د راتلونکې ولسمشر په اړه ده، مخالفین هم په دې ورستیو کې کمزوري ښکاري، ښايي هغوی هم راتلونکې ولسمشر ته انتظار او د سولې یا جګړې پر پلان بوخت وي.
اوس نو څه پکار ده؟ د لومړي یا دویم پړاو ټاکنو تر پایلو وړاندې د کوم کوچني پرمختګ هیله هم نه کیږي؛ خو تر هغه ورسته اوسنیو جوړښتونو او بې ګټې شوراګانو ته په کتو باید دغه جوړښتونه له منځه ولاړ شي او ریښتني دریم ګړي چې پخواني طالبان کیدای شي د سولې مرکچیان وټاکل شي.
دې سولې اړخ باید معلوم شي، چې څوک له چا سره سره سوله کوي، د سولې بهیر له مادي امتیازاتو را بهر او معنویاتو ته ولیږدول شي او که له کابل د باندې د سولې خبرې کیږي باید په داسې هېواد کې وي چې د طالبانو واکمني يې په رسمیت پيژندلې وي.
د امریکا او پاکستان له مداخلې پرته دریم ګړي کسان پیدا شي خو د دواړو هېوادونو رول هم باید له پام ونه غورځول شي.
که څه هم امریکا نړیوال زبر ځواک او د هغوی له نړیوالو پلانونو سره زموږ د حکومت او ملت فکري او فزیکي مقابله ستونزمنه ده؛ خو له فشار سربیره د امنیتي تړون د نه لاسلیک په څېر دې د سولې په خبرو کې له مداخلې هم محرومه شي.
باید د سولې د خبرو لپاره پر افرادو نه بلکه کتلو تمرکز وشي تر څو د فرد د ورکېدو یا له منځه تلو په حال کې سوله هم ورکه نشي.
له پورته ټکو ورسته بیا د یو بل شرطونه واوریدل شي او یا نور پرمختګونه رامنځ ته شي.