تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو د قطر د دفتر د مشر په توګه د ملاعبدالغني برادر د ټاکل کېدو هرکلی وکړ.
پرون /پنجشنبه/ طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ملاعبدالغني برادر د دوی د قطر د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی.
د طالب سرچینو له قوله دا هم ویل شوي چې نوموړی قطر ته رسېدلی او په هغو خبرو کې ګډون لري چې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په دوحه کې روانې دي.
د دواړو خواوو خبرو نن /جمعه/ په پنځمه ورځ هم دوام لري.
راپورونه وايي چې د دواړو خواوو په خبرو کې پرمختګ شوی ځکه اوږدې شوې.
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي د طالبانو د قطر د دفتر د مشر په توګه د عبدالغني برادر ټاکنه د سولې په ګټه بولي او وايي چې نوموړی کلونه وړاندې په همدې خاطر نیول شوی و چې سولې ته یې لېوالتیا ښودلې وه.
د مشرانو جرګې مرستیال محمد عالم ایزدیار او یو شمېر نورو افغان چارواکو هم د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملابرادر ټاکنه د سولې لپاره ګټوره بللې ده.
ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ کې د آی ایس آی له لوري وروسته له دې ونیول شو چې ورته څرګنده شوه چې نوموړی په پټه د افغانستان له حکومت سره د تماس په هڅه کې دی.
د نوموړي د خوشي کېدو خبرونه په ځلونو خپاره شوي او بیا رد شوي وو خو د تېر (۲۰۱۸) د کاتوبر په ۲۵ نېټه افغان طالبانو تایید کړه چې ملابرادر له خوشي کېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
ملا عبدالغني برادر څوک دی؟
ویل کېږي چې ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ م کال د اروزګان ولایت په دهراوت ولسوالي کې زېږېدلی، په خټه پوپلزی دی او اوس ۵۰ کلن دی.
ملا عبدالغني، چې په ملا برادر مشهور دی، د پاکستان په دیني مدرسو کې دیني زده کړې کړي دي.
ملا عبدالغني برادر یو له څلورو مخکښو طالبانو څخه دی چې په ۱۹۹۴ م کال یې د ملا محمد عمر اخوند په مشرۍ د طالبانو د تحریک بنسټ کېښود.
ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ په مهال د دفاع مرستیال وزیر، د قول اردو قوماندان او یوه موده هم د نیمروز والي و.
د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر رژیم د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د حملو له پیلېدو او په نتیحه کې یې د طالبانو د امارت له پرزېدو وروسته ملاعبدالغني برادر د ګڼو نورو طالب مشرانو په شان پاکستان ته لاړ او د کوټې شورا یې جوړه کړه.
ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ظاهراً په دې خاطر ونیول شو چې غوښتل یې د پاکستان له اجازې پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي. خو پاکستان د دې لپاره چې امریکا ته وښيي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي د ملابرادر د نیولو په عملیاتو کې د سي آی اې فعالانو ته ګډون بلنه ورکړه.
تراوسه څرګنده نه ده چې ملا برادر د پاکستان په کوم محبس کې ساتل کېده او له خلاصونه وروسته چیرې اوسېده.
طالبان وايي چې نوموړی د امریکا او طالبانو د تفاهم په پایله کې خوشي شوی دی.