تاند- وسله والو طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سولې له عالي شورا سره تماس نیولی او خپلې غوښتنې یې ورسره شریکې کړي دي.

د سولې د شورا رييس کریم خلیلي نن /یکشنبه/ د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټو له غړیو سره په غونډه کې وویل چې طالبانو لیک ورلېږلی او په هغه کې یې د لومړي ځل لپاره د سولې له عالي شورا سره د سولې د خبرو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

خلیلي زیاته کړه«موږ ته د طالبانو د کوټې د شورا له لوري  ویدیويي پیغام هم رالېږل شوی او په هغه کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو د یوه شرط په توګه د بندیانو د خلاصون غوښتنه شوې ده.»

د سولې د عالي شورا رييس وویل چې د طالبانو په لیک کې د سولې د خبرو په اړه د دې ډلې دریځ څرګند شوی دی.

خلیلي دا هم وویل چې دوی د طالبانو لیک ته ځوابي لیک واستاوه او طالبانو یې په وړاندې بل لیک ورلېږلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر د سولې په اړه د مشورتي بورډ د جوړولو په خاطر له بېلابېلو شخصیتونو سره له سلامشورو وروسته له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د مرکچي پلاوي پر ټاکلو غور کوي.

One thought on “د سولې شورا رییس وايي، طالبانو ورسره د لومړي ځل لپاره تماس نیولی”
  1. what talibs want,that is with peoples bring peace to the country,
    now is peoples tired from all politicians.
    peoples don,t have one good memory from all.
    communist/mujahed/talib&technokrat&democrat,
    FOR THE NAME OF GOD BRING PEACE,
    PEOPLES ARE IN POVERTY AND VERY BAD CONDITION.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *