تاند- د افغانستان د سولې د شورا غړیو په مسکو کې د افغانستان د سولې د کنفرانس په لړ کې له طالبانو سره وکتل او هغوی ته یې د سولې د بې قید و شرطه خبرو د پیلولو په اړه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني وړاندیز تکرار کړ.

د سولې د عالي شورا ویندوی احسان طاهري د روسیې ریا خبري اژانس ته وویل«موږ له طالبانو سره د مخامخ خبرواترو د پیلولو موضوع مطرح کړه او له دوی څخه مو وغوښتل چې سوله غوره کړي.»

په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل«موږ خپل دا دریځ تکراروو چې په افغانستان کې د سیاسي حللارې متبادل نشته او د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو فعالې همږغۍ ته اړتیا ده.»

د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ټینګار کوي چې باید طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي. غني همداراز وايي چې باید د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.

خو طالبان وايي چې یوازې له امریکایانو سره خبرې کوي.

دې ډلې د مسکو تر غونډې مخکې هم وویل چې د کنفرانس په لړ کې به له چا سره خبرې ونه کړي.

د طالبانو د پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره پکار ده چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *