تاند- سره له دې چې د افغانستان د سولې عالي شورا او باوري سرچینې تاییدوي چې د طالبانو د تحریک منځلاری او سوله غوښتونکی مشر اغا جان معتصم د متحده عربي اماراتو امنیتي ځواکونو نیولی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوازې په دې اکتفا کوي چې له متحده عربي اماراتو سره به تماس ونیسي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په تېرو څو ورځو کې د مولوي معتصم د برخلیک په اړه د خبریالانو بیا بیا پوښتنو ته یوازې دومره وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې له اماراتی چارواکو سره په دې اړه تماس ونیسي.
د سولې عالي شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې اغا جان معتصم، چې په هیواد کې د سولې ملاتړ کوي او په دې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې اوسېده، د اماراتي پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د سولې عالي شورا وايي، وروسته له دې چې خبر شول چې مولوي معتصم نیول شوی دی د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره یې تماسونه نیولي او د نوموړي د فوري خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دوی او افغان حکومت د اماراتو له حکومت سره په دې تړاو تماس نیولی او له اماراتو یې غوښتي چې د مولوي معتصم د ستونزې په اواري او د محدودیتونو په لرې کولو کې په بېړه اقدام وکړي.
د سولې عالي شورا، چې تېره میاشت یې په دوبۍ کې له مولوي معتصم سره وکتل او دا یې د تاسیس له پیله تراوسه یوازینۍ بریا ګڼل کېږي، هیله څرګنده کړې چې متحده عربي امارات به له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې خپلو ژمنو ته په پام سره مولوي معتصم ژر تر ژره خوشي کړي.
داسی ښکاری لکه چی داکارکرزی په خپله کړی وی ځکه دکرزی نوروخت ختم شو کرزی به لځانه سره داسوچ کړی وی چی زمادحکومت په وخت کی سلحه نراله نوراسه دادسلحی لارپرمخ ختم که