تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د امریکا د چمتووالي هرکلی کوي او هیله لري چې له دې لارې به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لار هواره شي.

نن /دوشنبه/ امریکايي رسنیو وویل چې د ولسمشر ټرمپ ادارې خپله پالیسي بدله کړې او پر اساس یې غواړي چې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

(تفصیل)

د سولې د عالي شورا ویندوی سید احسان طاهري رسنیو ته وویل«موږ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د سولې له بهیر سره مرسته کوي او د افغانانو په مشرۍ په هیواد کې دننه یا بهر د سولې پروسه چټکوي.»

طالبانو ویلي چې تراوسه پورې په دې اړه له دوی سره تماس نه دی نیول شوی.

امریکايي سرچینې وايي چې دوی له طالبانو سره د امریکايي او ناټو پوځیانو د حضور په اړه بې قید و شرطه خبرې کوي.

ارګ، چې د نیویارک ټایمز په راپور کې ویل شوي و چې امریکايي چارواکو ورسره مخکې تر مخکې خبرې کړي دي، وايي چې د امریکا د حکومت د رسمي دریځ اعلان ته انتظار باسي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر هم د امریکا د دې دریځ هرکلی وکړ.

سفیر نیکلاس کې په یوه ټویټ کې لیکلي«ډېر مهم او د هرکلي وړ اقدام.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *