خبریال: نصیب (کابل) په کابل او پیښورکې  سولې شورا ته نږدې اوباوري سرچينو ويلي، چې د سولې شورا د ارشاد واوقافو وزارت  له لارې يوشمير طالب مشرانو ته دعمرې ویزې اخیستي اوسعودې عربستان ته يې را غوښتي دي.

دا هغه طالب مشران دي، چې اکثره يې له طالب مشرتابه نه ناراضه دي.

په دغو طالب مشرانو کې د ملا محمد رسول مرستيال ملاعبدالروف، د طالبانو د وخت د اطلاعاتو کلتور مرستيال وزير عبدالرحمن احمد هوتک، د طالبانو د واکمني پرمهال د باندنيو چارو مرستيال وزیر عبدالرحمن زاهد، د طالبانو د واکمني پرمهال د کار او اجتماعي چارو وزير مخدوم عبدالسلام، شیر اغا رشيدي، مولوي محمد مسلم حقاني اويوشمېر نوردي.

خو عبدالرحمن زاهد دا خبره رد کړه، ویې ویل چې دا خبره واقعیت نه لري.

سرچینې وايي چې د دغو طالب مشرانو د سفرې اسانتياوو د برابرولو چارې عبدالرحمن زاهد ته د اوقافو وزارت د يوه مرستيال لخوا سپارل شوې وې. زاهد پخپله هم د دې وفد ملګری دی.

د طالبانو د حکومت د باندنيو چارو بل مرستيال وزير ملا عبدالجليل هم د دې وفد سره په عمره کې يوځای شوی دی.

د وفد غړو تمه څرګنده کړې چې د طالبانو د قطر له غړو به هم ښايي مولوي دلاور اوسهيل شاهين په شخصي استازیتوب له دوي سره په ناستوکې برخه واخلي .

د وفد يوه غړې دعوه کړې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملاعبدالمنان هم له دوي سره په اړيکه کې دی

شنونکې د سولې شورا دغه اقدام پرځاي اومثبت پرمختګ ګڼي.

6 thoughts on “د سولې شورا يو شمېر طالب مشران عمرې ته بللي”
  1. په ولله که پردي هيواد که دوي ده يوه غلام حيست هم نلري ،خودي يوچا په چا خرس کړي چي هغه سه وايي هغسي دوي کوي دوي نه اسلام ته وفادار دي او نه افغانستان ته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *