تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا نن /دوشنبه/ له طالبانو سره د سولې لپاره په یوه نوې روحیه نوې ستراتیژي اعلان کړه.
په دې ستراتیژۍ کې، چې د کریم خلیلي په مشرۍ د دې شورا پر ۷ کلونو نابریالیو چارو له غوره وروسته په عمومي غونډه کې اعلان شوه، د طالبانو په وړاندې نرم او سوله ییز دریځ ښودل شوی دی.
د سولې د عالي شورا رييس کریم خلیلي په افغانستان کې د جګړې دوام ته په اشارې وویل«په داسې حال کې چې شرایط ډېر حساس او جدي دي، د سولې نوی بهیر پیلېږي او موږ به د خپلو کمزورو ټکو د لېري کولو او د قوي برخو پیاوړتیا ته پام واړوو.»
ښاغلي خلیلي تاکید وکړ چې د دوی دریځ دا نه دی چې طالبان دې تسلیم شي«په یوه نوي نظر چې زموږ د جدي مخالفانو یعني طالبانو په شمول ټولو خواوو ته درناوی دی، د دوی نظرونه او غوښتنې څېړو او د دوی نظرونو ته په احترام او د هغوی د یو شمېر ښو او ملي نظرونو د منلو ترڅنګ باید د سولې پروسه تعقیب کړو.»
خلیلي په عین حال کې وویل چې سوله د بې معنا امتیاز ورکولو معنا نه لري او د افغانستان بریاوې او اساسي قانون یې قرباني کېدای نه شي.
ده دا هم وویل چې د سولې د پروسې په اړه به له ټولو سیاسي، حقوقي او ټولنیزو کړیو سره خبرې او مشورې وکړي.
د سولې د عالي شورا د دارلانشا رييس اکرم خپلواک وویل چې د دې شورا په نوې ستراتیزۍ کې د نیمګړتیاوو د ختمېدو هڅه شوې ده.