تاند- د افغانستان یو پلاوی به د راتلونکې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا ویندوی سید احسان طاهري نن /دوشنبه/ فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې دا شورا خپل څلور استازي د مسکو غونډې ته لېږي.
تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه افغانستان پرېکړه نه ده کړې چې د مسکو کنفرانس ته پلاوی واستوي.
طالبانو هم، چې مخکې ویلي وو چې د مسکو غونډې ته به د دوی د قطر د دفتر استازي لاړ شي، نن فرانس پریس ته ویلي چې لا یې د استازو د لېږلو پرېکړه نه ده کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله احمدي نن /دوشنبه/ وویل«موږ له روسیې سره په خبرو بوخت یوو. موږ د سولې د هرې هڅې چې د افغانانو په مشرۍ وي، هرکلی کوو.»
پرون هند هم وویل چې تراوسه پورې یې فیصله نه ده کړې چې د مسکو غونډې ته استازي ولېږي او که ونه لېږي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په اړه غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ جوړه کړي.
Talebjan tha:Benangee zorshwa angrezan chitral tha zeena.talebjana da ajmal Khatak katabona wagora