تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې له حزب اسلامي سره په ټولو مسایلو موافقې ته رسېدلې او یوازې څو مسلې پاتې دي چې په اړه یې پرېکړه د ولسمشر په واک کې ده.
دې شورا نن /دوشنبه/ هیله څرګنده کړه چې ولسمشر غني د حکمتیار له اسلامي حزب سره د جوجاړي په باب وروستۍ پرېکړه ژر تر ژره ورولېږي.
دا شورا وايي، په پام کې ده چې ولسمشر غني به ژر خپل نظر د سولې له عالي شورا سره شریک کړي.
ویل کېږي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره په نورو ټولو موضوعاتو کې سلا شوې او اوس له تور لیسته د حکمتیار او د ده د ګوند د څو غړیو د نومونو د ایستلو پړاو پاتې دی.
د سولې عالي شورا سرچینې وايي چې په ۲۵ مادو کې پر ۲۰ د دواړو خواوو ترمنځ موافقه شوې ده او ۵ نور داسي موارد دي چې صلاحیت یې د سولې د عالي شورا په واک کې نشته.
د سولې عالي شورا په عین حال کې وايي چې له تور لیسته د حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه یې له ملګروملتو سره تماسونه نیولي دي.
د حکمتیار په غوښتنو کې له پاکستانه د حزبي کډوالو، په تېره بیا د شمشتو کمپ انتقال، د حزبي بندیانو خلاصون او له هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره د نېټې ټاکل شامل دي.
د حزب اسلامي سرچینې وايي چې د تور لیست مسله حل شوې خو لا هم څو داسي موارد شته چې لا حل شوي نه دي.
دې سرچینې ونه ویل چې هغه کوم موارد دي.