ذبیح الله خورشیدي

په لومړي ځل د سولې او پخلاینې مېز ته د وسلوالو طالبانو را بلل د پاکستان هغه پلان شوې ډرامه وه چې له امریکا یې امتیاز واخیست خو، افغانستان سره د نیابتي دښمنۍ له امله د جګړې لار ښه وبلله او د سولې په شته هیلو یې سړې اوبه واړولې.

په واشنګټن کې د نواز شریف دا څرګندونې ډېرې حیرانوونکې دي چې وایي، نه شي کولای په یو وخت هم طالبان ووژني او هم یې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تیار کړي.

د نواز شریف له دې خبرو ښکار ده چې اسلام اباد د خپلو ستراتیژیکو موخو تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې د جګړې دوام غوره بولي او د کابل پر وړاندې له خپلو نظامي سیاستونو له بدلون څخه څنګ ته کېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په تړاو د پاکستان همکارۍ ته تمه نه شته خو، د دې هېواد مرسته ځکه مهمه ده چې د ترهګرو پټن ځایون د دې هېواد په خاوره کې دي او هرځل د پاکستان له ممبره د افغانستان پرضد د جګړې پیغام ورکول کېږي.

په دې هېواد هغه وخت باور کېدای شي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي او دغه هېواد د وسلوالو له ملاتړه لاس واخلي.

اوس چې پاکستان خپله ګټه په جګړه کې ګوري په شمال او لوېدیځ کې روانه جګړه د دوی له همکارۍ پرته دوام نه پیدا کوي.

پاکستان په افغانستان کې د سولې تر شعار لاندې په ظاهره نړۍ ته ښي چې دوی غواړي طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي خو په پټه د سولې د خبرو په برخه کې خنډونه جوړي او په بېلا بېلو بهانو سره غواړي طالبان د افغان حکومت سره له تفاهمه را وګرځوي.

امریکا ته د نواز شریف سفر لپاره په کابل کې څه هیلې وې خو اوس د نواز شریف له تازه وینا ښکاري چې د امریکایې جدي ځواب نه دی تر لاسه کړی او لوبه پخوانۍ ده چې امریکا ته زیان نه شته خو د افغانستان په بې ثباتۍ یې د امریکا څه؟

 له دې دوه ورځې وړاندې نوازشريف په پاکستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات يو ناشونى کار دی خو دوی د افغان ولسشمر محمد اشريف غني په غوښتنه دغه پروسه پيل کړه او افغان طالبان يې په ډېرو خوارو زارو خبرو ته حاضر کړل.

هغه ویلي ، په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په درشل کې د ملا عمر اخوند د مړينې راپورونو خپرېدل د دې لامل شول چې د دواړو افغان خواوو ترمنځ خبرې وځنډوي.

د نواز شریف دا ضد او نقیص څرګندونې یو بل هغه لامل دی چې پاکستان په هېڅ صورت نه غواړي په افغانستان کې امنیت ټینګ شي.

د افغانستان حکومت د نواز شریف د دې خبرو په ځواب کې ویلي دي چې د سولې پر وړاندې د دوی دروازې خلاصې دي او اوس د دې وخت دی چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې عملي کار وکړي.

له دې ټولو خبرو جوتیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ باور نه شته او د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي لید لوري باور زیانمن کړی او سوله چې ټینګیږي باور ته اړتیا لري.

نواز شریف باید په خپلو خبرو له سره کتنه وکړي او په خپله خاوره کې د ترهګرو د ملاتړ سرچیني وچې کړي څو کابل په اسلام اباد باوري شي چې دغه هېواد اوس د ترهګرو پرضد کار کوي.

له باور پرته له پاکستان سره سولې ته نه شو رسېدلی خو پاکستان دا درک کړې چې بې ثباته افغانستان د دوی په زیان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *