د کندوز امنیه قومنداني

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ادعا کوي چې د دغه ولایت والی او د سولې د ولایتي شورا ریس پر دوی فشار راوړی چې طالب قوماندان قاري حلیم، چې په خان اباد ولسوالۍ کې يې د نظامي کمیسیون مشري پر غاړه درلوده، خوشې کړي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني رسنیو ته وویل، چې قاري حلیم څه موده وړاندې د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول شو چې له پاکستان څخه تازه راستون شوی و، او غوښتل يې چې خان اباد ولسوالۍ ته ولاړ شي. د حسینی په خبره قاري حلیم د بغلان پولیسو نیولې و چې د تحقیقاتو لپاره يې د کندوز امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

ده زیاته کړه:« د قاری حلیم عریضه د سولې شورا له رسمي مکتوب سره یوځای د ولایت له خوا د کندوز امنیې قوماندانۍ ته رارسیدلې، دا په دې معنا ده چې د سولې عالی شورا همدارنګه ځينې نورې کړۍ هڅه کوي چې د وسله والو طالبانو دغه مشر خوشي کړي او بېرته د دولت له مخالفانو سره یوځای شي.»

حسینی وايي چې قاری حلیم تېرکال څو تنه نظامي افسران د کندوز د علی اباد او خان اباد ولسوالیو د لارې په اوږدو کې له موټرو راښکته کړي او وژلي وو. حسیني همداراز ادعا کوي چې قاري حلیم په خان اباد ولسوالۍ کې د ۵۰۰تنو وسله والو مخالفانو نظامي مشر دی.

خو د کندوز د سولې د عالي شورا رييس اسدالله عمرخېل وايي چې قاري حلیم له یو کال را په دې خوا د سولې له شورا سره په تماس کې و او ژمنه یې کړې وه چې د سولې له پروسې سره به یوځای کېږي.

ښاغلي عمر خېل وویل چې ده یوازې د دغه جریان په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په وروستیو کې د کندوز امنیتي وضعیت خورا کړکېچن شوی او ویل کېږي چې د دغه ولایت د حالاتو په خرابېدا کې امنیه قومندان زیات زول لري. د قومندان له لوري د اربکیو او خپلسرو وسله والو ملاتړ سبب شوی چې د ولایت اوسېدونکي پاڅون وکړي او طالبان د دوی له پاڅونه ګټه واخلي.

2 thoughts on “د سولې له شورا سره د یوه ارتباطي طالب قومندان پر سر د کندوز د والي او امنیه قومندان اختلاف”
  1. دقندوز ولايت محترم دامنيتي قوماندن صاحب ؟
    زما قانوني مشوره وأروه او عمل بري وكره تول مسايل قانوني حل كيزي.
    – داجه متهم مسلح ويا غير مسلح نيول شوي كرفتاري بروتوكول كرفتار كونكي له خوا ترتيباو امضوا شي
    – بدني تلاشي بروتوكول ترتيب اوهغه خه جه به تلاشي كي دده خخه لاس ته راغلي به تولو خصوصياتو سره درج د بروتوكول شي كه جيري كور،أويا منزل تلاشي صورت نيولي وي عليحده بروتوكول ( دكور دتلاشي دبوتوكول به نامه) ترتيب خه جه لاس ته راغلي دي بروتوكول كي ورسيزي .بس له ٧٢ ساعته توقيف دخارنوالي خخه واخستل شي ،شهود اواسنادء،قبلي او بعدي إسناد جمع اوري اودوسيه ترتيب ديو قرار انتقالي به ذريه قانونرجي مرجع ته دقانونى تصميم دباره محول شي جنجال ختميزي با يد ياداورشم جه توقيف دخارنوالي خخه واخستل شي هيخ مرجع درهاءي صلاحيت نه لري يواخي مرجع درهاءي خارنوالي او محاكم دي
    – كه جيري داسي قانوني مراحل به نظر كي ونيول شي هيخ نوع جنجال منخ ته نه راخي.
    د أربك يأ نو به هكله جه قوماندان صاحب ورسره غير قانوني لاس لري مقامات بايد إسناد باصلاحيته مقام ته وراندي كري ترخو دقوماندان به هكله تصميم ونيسي
    لنده داجه هر خه دقانون به جوكات كي إنجام شي هيخ نوع جنجال منخ ته نه راخي
    اصلي جري دملي اوركانونو ه بيسو دي كه جيري به بيسو اخستلو كي مشتركه زبه ولري هيخ نوع جنجال نه شته اونه منخ ته راخي

  2. له یوی خوا معلومه نه ده چی د قانون په اساس د والی صلاحیت زیات دی او که د ولایت د امنیه قوماندان. پخوا به د هر دولتی مسوول دنده مشخصه وه او د بل چا په کارونو کی به یی مداخله نه کوله. ترکومه ځایه چی د کندوز د امنیه قوماندان له اجرااتو نه څرګندیږی دی د خپل ولایت لپاره یو متنازع فیه شخصیت دی. هلته قومی شخړو ته لمن وی. له پښتنو سره تبعیضی چلند کوی چی د ده له اجرااتو نه خلک تر پوزی راغلی دی او غواړی د ده پرضد ولسی قیام وکړی . مګر دا قیام به د افغانستان د اسلامی دولت پرضد نه وی بلکه د یوه شخص او د هغه د ویاند پرضد به وی.
    ترڅو چی محکمی د چا په مورد کی حکم نه وی کړی هغه بری الزمه دی. د اتهاماتو په اساس د یو چا بندی کول او پرهغه د طالب حکم کول سیاسی اهداف لری.
    د افغانستان دولت دی د کورنیو چارو وزارت او د لوی څارنوالی له خوا یو هییت تعیین کړی تر څو دا موضوع وڅیړی او د هغه پر اساس دی قانونی اجراات وکړی. اما د کندوز د امنیه قوماندان تبدیلی په هر حالت کی ضروری ده تر څو د راتلونکو بدو عواقبو مخه ونیول شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *