د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکاران

تاند- سره له دې چې ظاهراً د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو په ګډون د غونډې احتمال پای ته رسېدلی، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د عربستان د غونډې لپاره د هلوځلو په لړ کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکار سره په ابوظبي کې کتلي دي.

ښاغلي محب په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي چې په ابوظبي کې یې د اماراتو د ملي امنیت له سلاکار طحنون بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.

ده دا هم لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم د افغانستان د سولې لپاره پر هلوځلو ږغېدلی دی.

ټاکل شوې وه چې خلیلزاد کابل ته راشي خو د هوا د خرابوالي له کبله یې الوتکې پرواز ونه کړای شو او وروسته محب او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل په دوبۍ کې ورسره وکتل.

نور راپورونه وايي چې خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د سیمې د هیوادونو د ملاتړ د خپلولو په خاطر له چینايي چارواکو سره په پیکینګ کې کتلي دي.

خلیلزاد د افغانستان د سولې په پروسه کې د چین رول مهم بللی او ویلي یې دي چې امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین د همکارۍ پر څرنګوالي غور کوي.

ټاکل شوې وه چې تېره میاشت په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو په ګډون غونډه جوړه شي خو طالبانو وویل چې په هغه غونډه کې برخه نه اخلي چې د افغانستان حکومت پکې ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د مسکو په غونډه کې له دې سره سره ګډون وکړ چې د افغانستان د سولې د شورا درو غړیو پکې برخه اخیستې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *