په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په بېلابېلو پلمو جګړه روانه ساتل شوې چې په لړ کې يي میلیونونه وګړي ووژل شول او په پېړیو د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې شو. دا جګړه له بیلابیلو لارو تغذیه شوې چې کله اسلامي هېوادونو او کله هم لویدیځ د دغې جګړې اور ته خس راوړي.

د دې کړکېچ تر ټولو لوی حقیقت دا دی چې له یوې خوا بهرنیانو لاسوهنه کړې خو له  بلې خوا، په خپله افغانانو د ورور وژنې لپاره له بهرنیانو سره د جوال خوله نیولې. سربېره پر دې په هېواد کې واکدارانو هم د واک د دوام لپاره په دې غمیزې سترګې پټې کړې او یا خو یي د پای ته رسولو لپاره کلکه اراده نه ده کړې. له دوه زره لومړي کال را وروسته له کله چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف لخوا د طالبانو د پنځه کلن واک ګیلم ټول کړای شو یو ځل بیا د دغې جګړې د اور لمبې د هرې افغانې کورنۍ تر کوره ورسېدې.

که څه هم د تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د دغې جګړې د ختمېدو لپاره غږ پورته کېدو خو جمعي باور دا و چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اصلا کلکه اراده نه وه موجوده او ځینې کړیو په لوی لاس د طالب او حکومت ترمنځ د خبرو پر سر  خنډونه رامنځ ته کول. ښايي دا ټول د شخصي ګټو او د واک د دوام لپاره وو.

خو د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره یو ځل بیا، مړاوې هیلې را ژوندی شوې چې ګواکې د دغې اوږدې غمیزې د پای ته رسولو لپآره ریښتیني ګامونه پورته شي. ښاغلي غني د لوړې په مراسمو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د پایښت لپاره ځینې مهمو ټکو ته اشاره وکړه او ترڅنګ يي سوله؛ د ټولو کارونو په لومړیتوبونو کې راوستله. ښاغلي غني که له یوې خوا پر وسله والو طالبانو پوځي فشارونه ډېر کړل له بلې خوا يي له نړیوالو فشارونو څخه په ګټې اخیستنې سره د سولې او روغې جوړې پروسې ته هم توجه ډېره کړه.

جمهور رییس غني د سولې لپاره په یوه وخت نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامي نړۍ اجماع رامنځ ته کړه. د دې اجماع په پایله کې په افغانستان کې د روانې جګړې مشروعیت ته پوښتنې لاندې رواستل شو. له شاوخوا یونیمې لسییزې جګړې وروسته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یوه وسله واله ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شوه. جمهور رییس غني په دې کار سره وښوده چې د سولې رامنځ ته کېدو او د جګړې پای ته رسولو ته کلکه اراده لري.

له دې وروسته ګڼو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ په ډاګه کړ. د لومړي ځل لپاه په اندونیزیا کې چې په اسلامي نړۍ کې له ځانګړي ځای څخه برخمن دی، د افغانستان جګړې د پای ته رسېدو په خاطر منځګړيتوب  ته زړه ښه کړ او د پاکستان افغانستان او اندونیزیايي دیني‌ عالمان يي په یوه ټغر راټول او په افغانستان کې يي يي روانه جګړه ورور وژنه او نامشروع اعلان کړه. سربېره پر دې په کوردننه شاوخوا درې زره دیني عالمان تر یوه واحد چتر لاندې راټول او په افغانستان کې  يي د ورور وژنې روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *