د سولې مشورتي جرګې غړي باید حتما د سولې خواته یوه نه یوه لار پیدا کړي، دا جګړه که څه هم د احمد او محمود ترمنځ ده او زیاتره یې په حقیقت پوهه دي خو قرباني یې عام ولس دی،موږ چې اوس د ولسمشر اشرف غني ملاتړ کوو پدې خاطر یې کوو چې د وطن لپاره یوڅه وکړي د وطن راتلونکې ورسره ښه شي، نه پدې خاطر چې موږ له هغه سره د خپلوۍ کومه اړیکه لرو او یایې موږ ته شخصي ګټه را رسیږي.

بیګا ما د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب چې لویه جرګه یې را بللې وه او له سپینږو یې مشورې اخیستې کټ مټ داسې راته ښکاره شوه لکه دا اوسنۍ مشورتي جرګه. هغه وخت هم همدا حال وو لکه اوس،خو هغه وخت یې هم جګړه مارو خبر ونه منله او هغه یې ګوډاګی وبللو او د واک تږی یې یادولو.

موږ ټول که له ځان سره لږ فکر وکړو، د ډاکټر نجیب د سولې په ځولۍ کې د کاڼو وبشتلو څه وشول؟ هغه ته مو کوم داسې زیان واړولو چې موږ یې له ټس په امن وو؟

هغه که په وطن قربان شو خو وطن هم د هغه په وژلو لوټه لوټه شو، ښځې او نارینه مو کډوالۍ ته اړل شول په لکاوو خلک مو جګړه مارو ووژل او یا ګوډ او مات شول.

په ځینو هیوادونو کې مو نه سر خوندي وو او نه مال ځوان نسل مو له زده کړو محروم شو.
په وطن کې د ننه ټوله عامه شتمني غلا شوه او یا ورانه شوه، زه چې بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د څو کلونو یا په اصطلاح اوس او پخواني افغانستان عکسونه ورته ښکاره کوم، دوی خولې له تعجب وازې پاتې شي او همدا یوه جمله یې په خوله وي چې تاسو څومره شاتګ کړیدی.

د طالبانو د دورې خو به هیڅ نه درته وایم هغه خو موږ ټولو ته معلومه ده.

راځم بیرته خپل مطلب ته هغه دا چې که ډاکټر نجیب مو ووژلو،مړ کړو او یا شهید کړ هره کلیمه چې اوس ورته استعمال کړو ګټه اوتاوان نلري، هغه یو متل دی وایی مېړه دې سپرو مړ کړ که پلیو، ښځې ځواب ورکړ چې زما له ښې یې و ایستلو که سپاره و که پلی اوس هم د ډاکټر نجیب په وژلو وطن لوټه لوټه شو.

ډاکټر نجیب که خپله لدې نړۍ لاړ خو اولادونو یې لکه د نورو میلیونونو افغانانو په شان محروم پاتې نشول، په نس ماړه په تن پټ په ګرمه هوا کې یې جل نه وهي او په سړه هوا کې له یخه نه رېږدي او ترټولو مهم دا چې زده کړې یې وکړې د خپل لاس او پښو شول.

خو زموږ د عام ولس اولادونه که د مرمیو او راکټونو له باران په امن پاتې شول خو څوک یخنۍ ووژل،څوک لوږې ، څوک تندې او څوک له زده کړومحروم شول.

اوس هم دا لویه جرګه چې ولسمشر غني را بللې کټ مټ هماغه د ډاکټر نجیب د وخت حال دی موږ باید د خلکو په منفي تبلیغاتو پسې ونه کرځو دلته هره ورځ په لسګونه بیګنا کسان وژل کیږي موږ باید ولسمشر غني وستایو نه چې سپک یې کړو د ولسمشر اولادونه رسیدلې دي، زده کړې یې کړیدی خپله یې چې هم کاري دوره پوره شي نو څادر به ټک وهي او درنه روان به شي پاتې به بیا موږ او تاسو ته وران افغانستان وي.

کټ مټ لکه پخوانی ولسمشرحامد کرزی چې دیارلس کاله یې حکومت وکړ،زموږ او ستاسو د سړک،مکتب او نس حق یې د مارشال د اسانو په وربشو،او یا د نورو جنګسالارانو په راضي ساتلو وخوړلو.

د خپل واک له پوره کیدو سره یې چپن ور ټوله کړه اوس د دولت له شتمنۍ د دسترخوان د اولاد درس او مکتب خرڅ ورځي.

همداسې جګړه مار درواخله تاسو ددې هر یو جګړه مار اولادونه، لمسي او کړوسي وګورئ چې ټول په کور دننه او یا بهر په لوړو امکاناتو زده کړې کوي، پارلمان او وزارت ته له لوړو تحصلي مدارکو سره په لومړي صف کې ولاړ وي، د دسترخوان او ساتونکو پیسې یې له دولتي بودیجې ورځي او احسان هم په ولس کوي.

نور مه پریږدئ چې داسې کسان ستاسو واکمن و اوسي او ستاسو د سولې هڅې د خپلو شخصي ګټو ته د زیان په خاطر په ډول ډول نمونو مسخره کړي.

دا ولسمشر به بدلیږي او ځي به خو ولس به پاتې وي.

3 thoughts on “د سولې مشورتي لویه جرګه| ذکیه غیاثي”
  1. داسی زبر دسته، زړه وره، بی پلوی، واضیحه او د وطن په ګټه لیکنه دي کړی چه هر پاک افغان یی ولولی ستاسی د دغی لیکنی سره به په تمامه
    معنی راضی او هم فکری وی

    الله ج دي تاسو ته په دغه لیکنه ډیر آجرونه او عزتونه درکړی

    والسلام

  2. who support doctor Ashraf ghani.that mean he or she support afghanistan.
    DO JUSTICE WITH SELF;DOCTOR ASHRAF GHANI WANT TO BASICALLY CHANGE AFGHANISTAN
    IN ALL AREA.EDUCATION/AGRECALTURE/ECONOMIC/BUSINESS &MORE………..
    LETS SUPPORT DOCTOR ASHRAF GHANI .
    THANK YOU

  3. په دغه حقيقتونو دټولني ډير محدود شمېر وګړي
    پوهيږى له دغه حقيقتونو دټولنې اکثريت وګړ ى ناخبره دى اغلې غياثي تاسې ښو ټکوته اشاره کړېده اوسنى او مخکنى او اينده حالات مو ښه ډول انځورلي دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *