عبدالله الهام جمالزی –
د لومړي ځل لپاره د دولت د مخالفینو او افغان حکومت تر منځ د سولې د رښتينو خبرو اترو لپاره هيلې او تمې زياتې شوې دي؛ خو د دې پروسې د بريا پر وړاندې شته خنډونو او مخالفتونو ته په کتو سره، داسې برېښي، چې دا خبرې اترې به ډېر وخت نيسي او ان داسې اندېښنې هم شته، چې د سولې د مخالفو خوځښتونو له امله به يو ځل بيا هم دا خبرې له بندې دروازې سره مخ شي.
د سولې د ټينګښت وروستۍ هلې ځلې:
د ولسمشر اشرف غني له اقداماتو ښکاري، چې سوله يې د بهرني سياست مهمه برخه جوړوي. په کابل کې د ترکيې له ولسمشر اردوغان سره خبرې اترې؛ سعودي، چين او پاکستان ته د نوموړي سفرونه، کابل ته د پاکستاني چارواکو پرله پسې سفرونه او په هېواد کې دننه له بېلابېلو سياسيونو، مدني ټولنو او مذهبي مشرانو سره د نوموړي سلامشورې او ملاقاتونه، د همدغه حقيقت ښکارندوی دي.
ولسمشر په دغو ملاقاتونو کې ويلي، چې په اوسني وخت کې تر هر بل وخت زيات د سولې لپاره زمينه برابره شوې او ابتکار يې هم د افغانانو په لاس کې دی او د وروستیو هڅو لومړنۍ مطالعه ښيي، چې د سولې لپاره اوس شرایط هم چمتو شوي او سیمه ییز فرصتونه برابر دي، تر څنګ يې تګلاره او ابتکار هم د افغانانو په لاس کې دی، چې دا هیله منونکې ده؛ خو د ولسمشر له دې خوشبينۍ سره سره، د سولې د ټينګښت په لاره کې ستر خنډونه هم پراته دي.
د سولې پر وړاندې خنډونه او مخالفتونه:
د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د سولې د ټينګښت لپاره ځينې سمبوليک ګامونه اوچت شول؛ خو هغه مهال هم ډېری داسې کسان په واک او ځواک کې وو، چې د سولې په راتګ کې يې ګټې له خطر سره مخ کېدې او اوس هم هماغه کړۍ چې د اوسني وضعيت او جګړې په دوام کې خپلې ګټې ويني، تر بېلابېلو نومونو لاندې د سولې په لار کې خنډونه جوړوي او پر حکومت فشارونه واردوي.
د دې ترڅنګ له ځينې هېوادونو سره تړلې کړۍ هم تر بېلابېلو نومونو لاندې د سولې لپاره روانې شوې هلې ځلې تخريبوي او هڅه کوي، چې دا پروسه که کنټرولولای نشي، مخه یې ډب کړي او یا یې بدنامه کړي.
سولې پر وړاندې خنډونه په دوه برخو کورنيو او بهرنیو هغو وېشلای شو
په کور دننه
داسې برېښي چې له څو محدودو څېرو پرته لاهم افغان حکومت سوله د ملي ګټو په کتار کې نه شمېري او دا چاره د دې لامل شوې چې ان د ځينې افرادو او لورو له تشو څرګندونو سره هم د سولې خبرې ټکنۍ شي. له بله پلوه، کوم څه چې بايد د سولې د خبرو له پيل وروسته د خبرو اترو اجنډا تشکل کړي، د سولې مخالفين يې دا مهال د يوې وسيلې په ډول کاروي او سولې روانې شوې هڅې پرې تخريبوي. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د پوځي اډو موجوديت، د حامد کرزي د دورې لاسته راوړنې لکه د ښځو ازادي، اساسي قانون او داسې نور هغه څه دي، چې بايد د خبرو اترو له پيل وروسته د مذاکراتو اجنډا جوړه کړي؛ خو اوسمهال د سرو کرښو په نوم د سولې د مخالفت لپاره منفي تبليغات ورته کېږي او له دې لارې هڅه کېږي، چې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي.
دغه راز یو شمېر ډلې او شخصیتونه شته، چې د نښو نښانو له مخې دوی د سولې په پیل شوي بهیر کې کارړنګونې کوي. دوی د پوځي اډو، امریکايي موجوديت او حضور خبره راپورته کوي، د پاکستان له لوري د زیاتو امتیازاتو په اړه خبرې کوي، یا هم د اساسي قانون د نه تعدیل خبره راپورته کوي. له نښو نښانو ښکاري، چې دوی د سولې د بهیر مخالفین دي. دوی په یوه او بله پلمه تبلیغات کوي او غواړي د باور اوسنۍ راجوړېدونکې فضا ګډه وډه کړي.
د دې تر څنګ جنګسالاران، زورواکي او هغه کسان چې له جګړې یې ګټې تامینيږي او یا هم د سولې په راتګ سره له پخلا کېدونکو سره خپلې ګټې په ټکر کې ګوري.
بله ډله هغه لوری دی، چې په یو ډول نه یو ډول له بهرنیو هېوادونو او ډلو سره تړلي دي، دوی یو څه تر خپلې غوښتنې او یو څه د خپلو ملاتړو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو له امله په شعوري او غیر شعوري ډول په بېلابېلو سطحو کې د سولې د اوسنۍ پروسې مخالفت کوي.
بهرني عوامل
په لومړي نظر د پاکستان او هند دواړو یادونه کولای شو، کله چې طالبانو په قطر کې له امريکايانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړې، پاکستان د طالبانو له دغه دفتر سره مخالفت وکړ؛ که څه هم طالبان لاهم د قطر دفتر د دوی د استازيتوب يوازينی ادرس بولي او ټينګار پرې لري؛ خو اوس داسې برېښي، چې پاکستان پر افغان حکومت خپل دا شرط منلی، چې د سولې خبرې به په قطر کې نه کېږي، کوم څه چې ښايي دا پروسه به له خنډ یا ځنډ سره مخ کړي. یا هم که په بل هر ځای او هره مرحله کې د پاکستان ګټې له خطر سره مخ کېږي، دوی به ددې پروسې مخالفت کوي او یا به یې مخه نیسي.
دغه راز هند یادولای شو، چې د سولې په خبرو کې د پاکستان له رول او د افغانستان-پاکستان د اړيکو له نژدې کېدو وېره لري. دوی اندېښمن دي، سره له دې چې د سولې پلويتوب کوي او په خپله رسمي او عمومي ډيپلوماسۍ کې په افغانستان کې د سولې پلویتوب هم کوي، خو د اوسنۍ پروسې په اړه اندېښنې هم لري او له نښو ښکاري، چې ملاتړ یې نه کوي او حتی ډېر په محتاطانه ډول يې د کارړنګونې هڅې پیل کړې دي.
دغه راز ایران یادولای شو، چې د بېلابېلو هغو ګټو له امله چې په افغانستان کې يې لري له بېلابېلو ابزارو په استفادې سره نه یواځې د سولې د دغې پروسې بلکه په هېواد کې د اوږدمهال ثبات مخالفت کوي، په تېره بیا چې د طالبانو په څېر سخت دریځي سني مخالفین او پاکستان د دغې معاملې یوه برخه ده، دوی هم له ممکنه لارو د اوسنۍ پروسې د تخریب لپاره له ممکنه لارو کار اخلي.
په همدې ډول یو شمېر نور سیمه ییز لوري دي، چې د بېلابېلو اهدافو له مخې به له مخالفینو سره د افغان دولت د با ثباته سولې ملاتړ ونکړي. ځکه دا باثباته سوله که امنیت رانه وړي، هم مشروعیت راوړي او دا هغه څه دي، چې د دولت او نظام مراندې ټینګولای شي.
د جګړې استخباراتي ماشینونه چې جنګ غواړي او په ټوله نړۍ کې اجرتي قاتلان او قراردادیان لري، د خپلو اړوندو هېوادونو او دولتونو اوږدمهالې ګتې له دې لارې په زور او تاوتریخوالي سره تامینوي، نو دوی هم د سولې د اوسنیو هڅو مخالفت کوي، چې دا مخالفت بيا له ورایه د دوی په چلند کې ښکاره هم دی، چې په دې ډله کې ګڼ سیمه ییز او نړیوال حکومتونه او د دوی استخبارات شاملېږي.