ضمیر ساپی

ضمیر ساپی  

ولس سږ کال ډېره تمه لرله چې یو ځل بیا به یې د اوربند خوږ نوم تر غوږو شي، خو طالبانو د افغان ولس له تمې خلاف د یوې اعلامیې په  خپرولو د الفتح په نوم د پسرلنيو عملیاتو خبر ورکړ.

د طالبانو له لورې دا خبرتیا لومړی دا مانا لري چې د سولې د روان بهیر پر تابوت یې وروستی مېخ ټکوهه، ځکه د افغان ولس د سولې او اوربند هر اړخېز وړاندیز ته یې هم لبیک و نه وایه، د سولې پر ځای یې بیا د جگړې لوری غوره کړ او د طالبانو هغه شرایط هم هسې هوايي خبرې وې چې یوازې له امریکا سره خبرې کوي، نن خو دا دی امریکا هم خبرو ته حاضره ده، خو طالب د اوربند پر ځای د جگړې اعلان وکړ.

ایا طالبان جګړه ګټلای شي؟

له ۲۰۱۴ مېلادي کال را په دې خوا له سلو زرو ډېر امریکايي او د ناټو غړیو هېوادونو ځواکونه له افغانستانه ووتل. د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما چې کله ۲۰۱۴ له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو لپاره وروستی کال وټاکه، له دې سره سم افغان طالبانو د پیاوړتیا احساس وکړ چې د افغانستان جګړه ښايي وګټي، ځکه دوی فکر کاوه لکه د مجاهدینو د دورې پر مهال به امریکا یو ځل بیا افغانستان ته شا کړي او ټول هېواد به بیا په کورنیو جګړو کې ښکېل شي چې په دې سره به یو ځل بیا دوی ته د قدرت د نیولو لپاره فرصت په لاس ور شي، خو داسې و نه شول د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې سټراټېژي په اعلانولو په افغانستان کې د وخت له اړتیا سره سم د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه وکړه، یانې د خپلو ځواکونو د ايستلو وروستۍ نېټه يې مالومه نه‌‌کړه چې کله به له افغانستانه خپل سرتېري باسي.

همدا راز، هر ځل چې افغان حکومت او امریکايي چارواکیو طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی، دې ډلې داسې فکر کړی چې بریالي شوي دي او د جګړې له لارې کولای شي واک تر لاسه کړي.

تېر کال د تاشکند په ناسته کې له طالبانو د ګډون تمه کېده، خو طالبانو رد کړه، د اندونیزیا په جاکارټا کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، اندونیزیا او پاکستاني دیني علماوو په درې اړخیزه ناسته کې له طالبانو د ګډون هیله کېده، همدا راز د سعودي په ناسته کې د علماوو اجماع ته هم ډېرې تمې وي، خو دې ډلې برعکس له ناستې سره پرېکون اعلان کړ.

په دې ټولو وړاندېزونو سربېره افغان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په کنفرانس کې له قید او شرط پرته د سولې یوه بې‌‌سارې جامع او هر اړخېزه طرحه وړاندې کړه چې طالبانو ته به په کابل کې مرکز جوړ کړي، پاسپورټونه به ورکړي، د تګ راتګ لپاره به زمینه ورته برابره کړي، د یوې سیاسي ډلې په توګه به يې وپېژني، اساسي قانون کې به ورته تغیرات راولي او داسې نور بېلابېل وړاندیزونه هم ورته وشول.

له دې ټولو بلنو سره-سره بیا هم طالبان فکر کوي چې خپل مخالف يې کمزوری کړی او له دود سره سم يې سږ کال د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیات پیل کړل.

طالبان هېڅ‌‌کله جګړه نه‌شې ګټلای، خو د افغان حکومت له لورې د سولې پرېمانه وړاندیزونو ته ځکه لبیک نه وايي چې د جګړې په ډګر کې د دوی قومانده کمزورې کېږي. که د سولې وړاندیزونو ته يې هر کلی وکړ، بیا لکه د اوس په څېر نه‌شي کولای پر ولایاتو او ولسوالیو ډله‌یز بریدونه وکړي او یا پر مرکزي حکومت یا نړیوالې ټولنې  فشار واچوي.

که دا ډله هر څومره ډله‌یز بریدونه، خونړۍ پېښې وکړي، ځانمرګي بریدونه ښه پرېمانه کړي، جګړې له کلیو د ښارونو لمنو ته را ورسوي او طالبان خپل وروستی زور هم مالوم کړي. د دې بې‌‌برخلیکه جګړې د پای ته رسولو لپاره له سولې پرته بل غوراوی نه‌شته، ځکه د هرې جګړې پای «سوله» ده؛ نو د هېواد تر ویجاړۍ وړاندې باید د «سولې خبرو اترو» ته لبیک وویل شي، څو په هېواد کې د سولې او ارامۍ تږي هېوادوال خپل پاتې عمر په «سوله‌یزه فضا» کې تېر کړي.

د سولې وړاندیزونه بابېزه ګڼل او اوږدمهاله غمیزه

د ډاکټر نجیب‌الله له حکومت سره مجاهدینو سوله و نه کړه، پایله یې دا شوه چې په کورنیو جګړو کې زرګونه ملکي وګړي سر و مال شول، څوک په مرګ او ځینې تر ننه په ژوندانه ورک «کډوال» شول، وطن کنډواله شو، مجهز پوځ بشپړ ختم شو، هر ډول حربي تجهیزات مو له‌منځه لاړل او یا د املاکو په تول پر پاکستان وپلورل شول.

همدا راز، مجاهدین په خپل منځي جګرو کې ستړي شول، جنګ لا ختم نه و چې له نامالوم مشرتابه سره طالبان رامنځ‌ته شول.

طالبانو له شمالي ټلوالې سره لا خپل زور ازمایه چې نړیوالو ځواکونو یې ټغر ورټول کړ، خو بدمرغي دلته ده چې لا هم ساړه نه‌‌دي او تر ننه جنګېږي.

اوږد مهالې جګړې همداراز د داعش تر څنګ نن ۲۰ نورې ترهګرې ډلې وزېږېدلې چې هره یوه د خپلې موخې لپاره د افغانستان په ورانکارۍ کې ونډه لري.

ښایي پورته یاد شوي ټکي څو دقیقې وي، خو دا څو دقیقې نه بلکې څو لسیزې یا ویلای شو نږدې نیمه پېړۍ وخت دی چې په دې لړ کې لسګونه زره سرونه په یو او بل نوم له تنې جلا شول، هېواد ته مو زرګونه اربه مالي زیانونه واوښتل، یوه پېړۍ په‌شاتګ مو وکړ او هېواد مو د نړۍ د درېیمې درجې او وروسته پاتې هېوادونو په نوم‌لړ کې شامل شو.

یوازېنی لامل یې هماغه د کوچني فرصت له لاسه ورکول و چې مجاهدینو بابېزه وګڼه او د شک په سترګه یې ورته وکتل، که دا ځل هم د سولې زرین فرصتونه بابېزه وګڼل شي، هېواد به د پېړیو-پېړیو له انساني ناورین سره مخامخ شي.

تېر لمریز کال د کابل پروسې له کنفرانسه نیولې د تاشکند تر کنفرانسه پورې افغان حکومت په کراتو- کراتو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، د ولسمشر داسې وینا به پیدا نه‌شي چې په‌کې یو ځل یې د سولې او اوربند په ټینګښت ټینګار نه‌وي کړی، د کابل له پرلته نیولې د هلمند تر لښکرګاه خیمو پورې، ان ښځې طالبانو ته په ننواتې ورغلې، خو د دوی مشران او استازي د سولې دا هر اړخیز او جامع وړاندیزونه بابېزه ګڼي، د شک په سترګه ورته ګوري، نه د هو ځواب وایي او نه د نه.

طالبانو له پیله د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له امریکا سره امریکا سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی. نن خو دا دی واشنګټن هم خبرو ته حاضر دی، ان د ځواکونو د وتلو په اړه یې هم چمتوالی ښودلی دی، خو پسرلني عملیات بیا څه مانا؟

د افغان وژنې غځول

طالبه! په هېواد کې د امریکا د موجوديت په پلمه دې له افغان حکومت سره ۱۷ نیم کاله جگړه وکړه، په دې لړ کې دې ښه پرېمانه اردو او ملکي وگړي شهیدان کړل، ځان ته دې هم درانه تلفات واړول، نه‌دې حکومت مات کړ، نه‌‌دې بل معنوي امتیاز تر لاسه کړ او نه‌دې اصلي سپانسرانو «پاکستان، روسیې او اوس چین» ته ښاغلی شوې او نه به ورته په راتلونکې کې محترم شې او د جگړې په ډگر کې به دې همداسې لکه د خاشاکو په څېر استعمالوي، کله به دې په شرقي قطب پلوري کله په غربي.

طالبه! هر کال د افغان وینې تویونې ته نوی نوم لکه عمري، منصوري، خالدي او… ورکوې، خو د سولې او اوربند د ټينګښت لپاره دې یو کال هم د کوم صحابي نوم غوره نه‌‌کړ او نه‌‌دې د حدیبې تړون په څېر د کوم اوربند وړاندیز وکړ، بلکې برعکس د هر کال عملیاتو هدف دې پخوانۍ «افغان وژنه» وي، خو یوازې نوم یې بدلوې را بدلوې.

طالبه! نږدې په ټول هېواد کې د خیمو او پرلتونو له لارې سپین سرې ښځې، پېغلې، ځوانان او بوډاگان درنه د اوربند، سولې او د وطن د ښېرازي او ابادي غوښتنه کوي، خو ته بیا هم هر کال خپل عملیات تر نوي سرلیک لاندې پیلوې.

طالبه! سپین سرې او بوډاگان یبلې پښې در پسې د هېواد گوټ گوټ ته درغلل چې د خدای روی مې در وړی نور اوربند او سوله وکړه، خو تاسې بیا هم د هيچا خاطر نه‌کوئ او د خپل کرنېل او جرنېل غوښتنې ته د تابع دارۍ  سر خوځوئ او د دوی په امر د افغان وژنې غمیزه بیا غځوئ.

که خدای مه‌‌کړه طالب دا ځل لکه د مجاهدینو په څېر لويه تېروتنه وکړي او د افغانستان د بقا دا زرین چانس چې د ټول ولس او افغانستان په کې خیر دی، له لاسه ورکړي او یا یې رد کړي، په دې وطن کې به د مجاهدینو د وخت له نه هېرېدونکیو غمیزو ستر وحشتونه، بربریت، نارواوې او ظلمونه ووینو چې لامل به یې لکه د پخوانیو مجاهدینو په څېر ننني طالبان وي.

ډېر د افسوس او بدبختۍ ځای دی، دا کال به هم پای‌ ته ورسېږي، اصلي دوښمن «چم گاونډ» درته نوکان جنگوي، چکچکې درته کوي، له وژنې دې خوند اخلي، ځکه په همدې کې یې گټه ده، خو له بده مرغه د کال په وروستۍ میاشت کې به پایله یوازې او یوازې همدا وي چې دواړه لوریو ته به له مرګ‌ژوبلې او لوی انساني ناورین پرته بل هيڅ نه‌‌وي رسېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *