د افغانستان د سولې هوکړه ليک په اړه افغانان خوشبين دي. خو ځینې وايې چې په هيواد کې د نوييمو کلونو سناريو په نوې بڼه تکرارېدونکې ده.
له نن نه 33 کاله وړاندې هم د وخت ولسمشر د يو اړخيز اوربند اعلان کړ او د وخت وسلوال پوځ ته يې امر وکړ چې جګړه ودروي، خو د وخت جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلګيو ورسره ونه منله
بالاخره د پاکستان او امريکا د ګ‌‌‌‌‌‌ډې طرحې پر اساس د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډله رامنځته شوه
په هيواد کې کورنۍ جګړې زور واخيست
د امريکا او پاکستان په همکارۍ طالبان واک ته ورسېدل د وخت ولسمشر يې وواژه.
د ميليونونو شهيدانو او ک‌‌‌‌‌‌ډوالو پر ژوند تودې څپې به نه يادوم يوازې به د وخت پر سياسي بدلونونو خبرې وکړم،
د طالبانو دغه حکومت چې د پاکستان او امريکا په خوښه جوړ شوی و
بېرته د همدغو هيوادونو لخوا ړنګ شو
په 2002 کال کې د کرزي په مشرۍ جمهوري دولت جوړ شو
د کرزي حکومت د ټولګډونه ملت په نوم هڅې پېل کړې دا هڅې يوازې د هيواد اکثريت او مستقيل قوم د ځپلو او لږکي قومونه واک ته رسولو دپاره وې،
دغه کار دوه قومونه په تقابل کې سره واچول چې تر اوسه هم پکې سياسي کشمکشونه وخت ناوخت د پر مختګ پر وړاندې خنډونه ايجادوي.
افغانان د تاريخ له دغو ترخو تجروبو په تکرار اندېښمن دي، فکر کيږي چې ګنې امريکا د جګړې له ګټلو  ناتوانه دی
اوس د ماتې د پټولو لپاره هڅه کوي چې د طالبانو سره په يوازې توګه خبرې وکړي افغان حکومت څنډې ته پرېږدي اومريکا له افغانستانه په نامسوله توګه ووځي
افغانان به يو ځل بيا د نوييمو کلونو ترخه تجربه تکرار کړي
او دا اندېښنې هم شته چې د جګړې ‌‌‌‌‌‌ډګر به همغه ‌‌‌‌‌‌ډول تود وي خو لوبغاړي او د لوبې بڼه به يې بدله وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *