دا یو منل شوی حقیقت دی، چې د هیواد په ورانولو او د افغانانو په وژنه کې د سامراجیانو ګڼې ګټې شته او تل په دې لټه کې دی، چې د جګړې غیو سپرغیو ته پکی ووهي.


پدې وروستیو کې د افغان دولت هڅو سامراجي دښمن د وارخطایۍ په لمڅي کېنولی او د ورانکارو کړنو طرحه جوړوي، لومړی له اسلامي حزب سره د خبرو کولو په اړه داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې سپین ږیری او مهربان ولسمشر خلک غولوي، سامراجیانو څو ځله د ستمیانو په مرسته له اسلامي حزب سره د سولې په خبرو کې ستونزې رامنځ ته کړې، خو له نېکه مرغه چې د تلې میاشتې په اتمه نېټه د اسلامي حزب امیر حکمتیار او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شوه، په همدې غونډه کې له یوه بل راز څخه هم پرده پورته شوه او هغه د طالبانو د ملا سلام ډلې هم د سولې سره د خپله لېوالتیا ښودل وو.


داسې ښکاري چې جنګیالي نور له جنګ او جګړو ستړي شوي دي، د ای، ایس، ای تاویزونو اغېز کم شوی دی، داسې ښکاري چې د سولې ونه له لسیزو جګړو وروسته مېوه نیسي، د لر او بر تر منځ د نفرت دېوال په نړېدلو ښکاري، له امو او تر اټکه افغانان په لوی کور کې د راټولېدو په حال کې دي، سامراجي فوځ د سریښو په ډنډ کې ګیر پاته دی، له یوه لوري د هندي ځواکونو سره ښکر په ښکر دي، له بله لوري د بلوڅو مبارزینو مبارزه بریاته نژدې کېږي.


د دوی په اوده رالوی شوي جنګیالي هم د سامراجي فکر له اودې څخه وځي پر جګړې سولې ته ترجیح ورکوي او سامراجي دښمن د خپل منافقت په ايښودل شوي دام کې بند شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *